Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانان او نیپالیان د جگړې په اړه د نظر تبادله کوي

فعالان ټول په دې موافق دي چې د ولسي خلکو ښکېلتيا او ټولنيز عدالت د ټيکاو د راوستلو بنسټيز توکي دي.
By IWPR Afghanistan
(Photo: IWPR)

افغان او نيپالي کارپوهانو د آی ډبليو پي آر د آنلاين غونډې له لارې يو بېساري فرصت تر لاسه کړ، ترڅو په هغو ټولنو کې د ژوندانه تجربې سره شريکې کړي چې له جگړې څخه د خلاصون لپاره لاس او پښې وهي.

افغانستان له درېو لسيزو څخه زياتې مودې جگړې ځپلی او اوس له طالبانو سره د سولې په خبرو کې له ننگونو سره مخ دی.

نيپاليانو لس کاله کورنۍ جگړه تېره کړې، چې له امله يې ١٧ زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا سل زره تنه نور د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. په ٢٠٠٦ کال کې حکومت او کمونيستو ياغيانو د سولې د تړون له لارې نوموړې جگړې ته د پای ټکی کېښود، خو د ويناوالو د وينا له مخې هغوی لا اوس هم د سياسي ثبات د تامين لپاره کار کوي.   

دا مناظره جولای مياشت کې د افغانستان هرات ښار کې د سکايپ له لارې د نيپال او افغانستان د گډون کوونکو تر منځ جوړه شوې وه.

ويناوال ټول په دې اړه يوه خوله وو چې مدني ټولنه بايد د جگړې د ستونزو د هوارۍ لپاره فعالانه هلې ځلې وکړي. 

د افغان لوري گډون کوونکو پر دې ټکي هم ټينگار وکړ چې نړيواله ټولنه، په تېره د امريکا متحده ايالتونه بايد د سولې په ټینګښت او همدارنگه په هېواد کې د ښې حکومتوالۍ لپاره مرکزي رول ولوبوي.   

د نيپال د پلازمېنې، کتمندو د شاهي پوهنتون د ټولنيزو پوهنو استادې، چاندني پانډي وويل، په نيپال کې د درېو سختو پړاوونو له تېرولو وروسته سوله تامين شوه.

هغې وويل: «لومړی، موږ د خپل هېواد سيستم سولې ته چمتو کړ. وروسته مو د مدني ټولنې په مرسته ټولنيز ټيکاو تر لاسه کړ. بيا مو سياسي قدرت په عادلانه ډول تقسيم کړ او په پای کې مو د هېواد ټولې نېمگړتياوې او منفي ټکي تحليل او پر دغه بنسټ مو د رفورم لپاره پلانونه تر لاس لاندې ونيول.»

د نيپال د مدني حقونو فعالې، الينا وويل، افغانانو ته پکار ده چې د خپل هېواد د اوږدې جگړې تر شا پر موجودو لاملونو د پوهېدو لپاره يوه اجماع رامنځته کړي. 

هغې وويل، د تاوتريخوالي د هوارۍ، د هغې د لاملونو او پايلو له پېژندلو پرته د جگړې پای ناشونی دی. 

د هرات د ولايتي شورا غړي، حبيب الرحمن پدرام وويل، د افغانستان د روانې جگړې عمده لامل زياتره د سيمې د ځواکونو لاسوهنه او مداخله ده. 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر مشر، عبدالقدير رحيمي له پورته وينا سره موافق و.

هغه وويل، په ٢٠١٤ کال کې د ايتلافي ځواکونو د وتلو له امله د سولې بهير کلونه کلونه شاته ولوېد او په پايله کې د انرژۍ او برښنا د منابعو پر سر سيمه ييزې سيالۍ له دې تشې څخه گټه پورته کړه. 

نوموړي په دوام وويل: «زموږ لومړۍ جگړه د مجاهدينو او د هغه مهال حکومت تر منځ وه. دويمه جگړه د طالبانو پر وړاندې وه. درېمه جگړه د حامد کرزي د حکومت او طالبانو تر منځ وه. څلورمه هغه د اسلامي دولت او د افغانستان د اوسني حکومت تر منځ ده، چې لا تر اوسه پای ته رسېدلې نه ده.»

د نيپال د بشري حقونو کمېشنرې، گيتا شيرستا مناظرې ته وويل، سوله د جگړې نشتوالی نه، بلکې تر هغې پراخه معنا لري. 

هغې په دوام وويل، بېلابېل اشخاص د خپل موقعيت له مخې د سولې بېلابېل تعريفونه کوي.

هغې وويل: «زما په اند سوله خوندي او داسې يو حالت دی چې د گولۍ يا چاودنې غږ پکې وانه اورېدل شي او يو شخص په بشپړ امنيت کې ژوند وکړای شي.»

د نيپال د اوتسا [Utsah] د روزنيز مرکز رامنځته کوونکې او مشرې، منديرا راوت وويل، د کابل حکومت ته پکار دي چې له ولس سره سلا مشوره وکړي. نوموړي د هغه رول يادونه وکړه چې په نيپال کې مدني ټولنې د سولې په تامين او په اساسي قانون کې د سمونونو په راوستلو کې لوبولی دی.

راوت همدرانگه سپارښتنه وکړه چې په ټولنه کې د عدالت پلي کول اوږد مهاله سولې او ثبات ته لار هواروي. هغې زياته کړه، «افغان حکومت بايد د سولې د تامين لپاره په ټولو قومونو او خلکو کې د عدالت بنسټونه پياوړي کړي.»