Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانانو په مناظرو کې د گډون له لارې معلومات ترلاسه کړي

غونډې د مهمو موضوعگانو په اړه د خلکو د معلوماتو لپاره مهمې سرچينې چمتو کوي.
By IWPR Afghanistan

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د آی ډبليو پي آر له خوا چمتو شوې مناظرې هره مياشت سلگونو گډون کوونکو ته په زړه پورې معلومات چمتو کوي.

د جون د مياشتې په مناظرو کې، چې په ١٢ بېلابېلو ولايتونو کې جوړې شوې وې، د اقتصادي، بيارغاونې او جنسيت د تاوتريخوالي په اړه موضوعگانې شاملې وې. 

د غور، پروان، پکتيا او کندهار ولايتونو خبرو اترو پر پراخو موضوعگانو تمرکز درلود، لکه بهرني اسعار او هغه زيان چې افغانيو ته يې رسولی دی. (وگورئ: افغانان د افغانيو د رالوېدو خبرداری ورکوي.)

د محمد نعيم کاريزي په نامه يوه گډون کوونکي وويل: «دا مناظره ځکه مهمه وه چې خلکو ته د خپلو اسعارو د کارولو گټه ورمعلومه کړي. هغوی ته په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د خپل اسعار، افغانۍ د کارولو گټه او له بهرينو اسعارو له کارونې څخه ډډه کول ور په گوته شول، چې اقتصاد او هويت ته يې زيان رسوي.»

عرب الدين همدرد د پکتيا په غونډه کې وويل، خلک د خپلو ملي اسعارو په پياوړي کولو کې مهم رول لوبوي. هغه څرگنده کړه د وارداتو لوړې کچې او د کورنيو توليداتو بې ثباتي او کمښت خلک هڅولي چې په بهرنيو اسعارو ډډه ولگوي.

هغه وويل: «يوازې دولت د افغانۍ د بيې د ثبات مسؤوليت نه لري. ولس هم د خپلو اسعارو د کارولو او له بهرنيو اسعارو څخه د ډډې کولو په وړاندې مسؤول دي.»

د پکتيا په غونډه کې يو بل مېلمه، چې هغه هم همدرد نومېده، وويل: «دا لومړی ځل دی چې په سيد کرم ولسوالۍ کې يوه مناظره جوړيږي او ځوانان پکې گډون کوي. زه آی ډبليو پي آر ته د هغوی د هڅو مبارکي وايم. دې مناظرې زموږ د ځوانانو د عامه معلوماتو په پراخېدو کې مرسته وکړه.»

په بغلان، هرات، لغمان او کونړ ولايتونو کې گډون کوونکو د ملي پيوستون د پروگرام (NSP) په اړه خبرې اترې وکړې. د ملي پيوستون پروگرام له کليوالو سره مالي مرسته کوي چې پخپله خپلې پراختيايي پروژې سرته وروسوي. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: افغانان د بيرغاونې پروژې تر پوښتنې لاندې نيسي.)   

ويناوال په داسې حال کې د دې نوښت لاسته راوړنې مني، چې شکايت کوي په لوړه کچه فساد د هغې پلي کولو ته زيان رسوي.   

د کونړ د ولايتي شورا مرستيال، جمال الدين سيار وويل، په ډېرو لېرې پرتو سيمو کې د ملي پيوستون له پروگرام څخه زورواکان خپلې گټې پورته کوي. 

هغه وويل: «په هغو سيمو کې چې حکومت ورته لږ لاسرسی لري، د ملي پيوستون شوراگانې او غړي درغلي کوي او يا د کلو د مشرانو او ځايي قوماندانو له خوښې سره سم پروژې پلې کوي. د بېلگې په توگه، که چېرته يو سړک جوړيږي، کومه څا کنل کيږي او يا بل کوم ورته فعاليت سرته رسيږي، نو د زورواکه اشخاصو د کورونو تر څنگ جوړيږي او عام خلک ترې گټه نشي پورته کولای.»

د ننگرهار په مناظرې کې يوه گډون کوونکي وويل: «زه پوهيږم چې تر اوسه پورې د ملي پيوستون تر پروگرام لاندې څاگانې ايستل کېدې، ښوونځي، پلونه او سړکونه جوړېدل، خو په دې مناظره کې د ملي پيوستون د پروگرام د شوراگانو له درغلۍ هم خبر شوم. دې مناظرو په رښتيا هم خلک راويښ او له خپلو حقونو څخه يې خبر کړل.»

د کونړ په مناظرې کې د نرگس تسل په نامه يوې گډون کوونکې وويل، ښځې د آی ډبليو پي آر له نوښت څخه ځانگړې گټه پورته کولای شي.

هغې وويل: «دا مناظرې ښځو ته ډېرې اړينې دي، ځکه هغوی معمولا نالوستې او په کور ناستې دي او بايد له خپلو حقونو څخه خبرې شي. دا مناظرې د ټول ولس د معلوماتو په لوړولو کې خورا رغنده رول لوبوي.»

په هغو مناظرو کې چې د هلمند، خوست، ننگرهار او پکتيا په ولايتونو کې جوړې شوې، گډون کوونکو له اوږدې مودې راهيسې د پارلماني ځنډول شوو ټاکنو په اړه خبرې اترې وکړې. (وگورئ: افغانان د ټاکنو د ځنډ له امله خپه دي.)

د ننگرهار د سره رود د ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې استازي، احمدظاهر ظاهر وويل: «ځوان نسل ته دا راز مناظرې زموږ د سياسي معلوماتو له لوړولو سره مرسته کوي. که رښتيا ووايم، دا مناظره ماته ډېره په زړه پورې وه.»

د محمد آصف شينواري په نامه يوه شنونکي د ننگرهار مناظرې ته وويل، د اوسني پارلمان موده پای ته رسېدلې بايد ټاکنې د جون د مياشتې په ٢٢ سرته رسېدلی وای.

دا کار د کورني سياسي تاوتريخوالي، روانو امنيتي ستونزو او د نړيوالې ټولنې د نه ښکېلتيا له امله سرته ونه رسېد.

هغه وويل: «زما په اند به دا سمه وي چې ټاکنې سرته ورسيږي، که نورې دوې درې مياشتې هم ونيسي. دولت بايد لاس په کار شي او په خپل لاس کې له موجودو سرچينوڅخه کار واخلي.»

د افغانستان د پارلمان موده د ولسمشر د فرمان په واسطه وغځېده.

د ويديويي اړيکو له لارې هم مناظره سرته ورسېده. د هرات او کونړ ولايتونو تر منځ گډون کوونکو د ماشومانو پر نوم ايښودنې او د هغوی پر راتلونکي ژوند او افغاني هويت د هغې د اغېز په اړه خبرې اترې وکړې.

د هرات ولايت د ټولنيزو چارو ماهر، احمد شفيق بهروز وويل: «له تېرو څلورو لسيزو راهيسې چې کله زموږخلک بهر ملکونو ته کډه شول، افغانستان ته يې له ځان سره نور فرهنگونه، لکه جامې، خواړه، ژبه او نومونه راوړل. ځينې دا بهرني ارزښتونه مثبت او څه يې منفي دي. زموږ مکلفيت دا دی چې په خپل فرهنگ کې له مثبتو يې کار واخلو او منفي يې له منځه يوسو.»

په دې ډېرو مهمو ارزښتونو کې نوموړي پر ماشومانو پر يو شمېر نومونو رڼا واچوله. 

د کونړ په مناظره کې ظهورالدين شېرزی له دې خبرې سره موافق و: «پر ماشومانو د نومونو ايښودل ډېره مهمه موضوع ده. خلک بايد هغې ته پوره پاملرنه وکړي. د دې مناظرو د جوړولو لپاره زه د آی ډبليو پي آر له ادارې څخه مننه کوم او هيله لرم چې دا بهير به دوام ومومي.»

په همدې ډول ورته موضوع د ويديويې اړيکو له لارې د ننگرهار او پروان ولايتونو د ځوانانو تر منځ هم تر بحث لاندې ونيول شوه.

د ننگرهار پوهنتون يوه استاد، احمد جميل پوپلزي وويل، نومونه د ماشومانو پر شخصيت او کرکتر فوق العاده اغېز لري.

هغه وويل: «موږ له آی ډبليو پي آر څخه مننه کوو چې خپل پام يې داسې يوې مهمې او ټولنيزې حساسې موضوع ته اړولی دی. دا يوه ډېره په زړه پورې موضوع ده. موږ کولای شو د افغاني ټولنې ستونزې د دې مناظرو له لارې هوارې کړو.»

گډون کوونکو همدا راز د آی ډبيو پي آر له خوا د جون د مياشتې په ١٤ د رابعه بلخي شخصي راديو د تنظيم شوي ژوندي پروگرام له لارې د کورني تاوتريخوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

د راديو مېلمنې او د بلخ ولايت د ښځو د چارو د رياست د حقوقو د څانگې مشرې، ناديې سمر عثماني څرگنده کړه: «کله چې خلک د کورني تاوتريخوالي په اړه شکايتونه کوي، نو د پېښې له څېړلو وروسته څرگنديږي چې د تاوتريخوالي اصلي لامل بې روزگاري او بېوزلي ده.»

د مزارشريف د ښار يوه هټيوال، گل محمد وويل: «کله چې مې د راديو له لارې پروگرام ته غوږ ونيو، و مې ويل کاشکې حکومتي چارواکي هم اړ ايستل شي چې دا راز خپرونې واوري. د هغوی غوږونه زموږ د ستونزو اورېدو ته کاڼه دي. هغوی د خلکو پروا نه لري. که چېرته هغوی موږ ته دندې پېدا کړي او پر کارونو مو وگوماري او زموږ اقتصادي وضع ښه شي، نو له دومره بې شمېره ستونزو سره به لاس او گرېوان نه شو.»

 

More IWPR's Global Voices