Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانانو له چارواکو سره د دولتي پالېسۍ په اړه خبرې اترې وکړې

غونډې له چارواکو سره د زغردو خبرو اترو کمياب چانس چمتو کوي.
By IWPR Afghanistan
IWPR debate in Badakhshan province, November 2015. (Photo: IWPR)

د گډون کوونکو په وينا، خبرې اترې، چې عادي خلک پکې له چارواکو څخه د پوښتنو چانس ترلاسه کوي، يو بل ته د افغان حکومت او ولس د نژدې کولو يوه بېلگه ييزه لاره ده.

د سويل ختيځ ولايت، پکتيکا د خيرکوټ ولسوال، راز محمد مخلص تېره مياشت د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې گډون وکړ، چې امنيتي چارواکو پکې له افغانستان څخه د ناتو د پوځونو له وتلو وروسته د جگړې په ډگر کې د لوړې کچې مرگ ژوبلې په اړه خبرې کولې.

هغه وويل: «د  داسې مناظرو جوړول نه يوازې زموږ معلومات لوړوي، بلکې د مفکورو د تبادلې او د ولس او چارواکو تر منځ د پوښتنو او ځوابونو اسانتياوې هم رامنځته کوي. د خلکو د معلوماتو د لوړولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو څخه هم کار اخيستل کيږي. د آی ډبليو پي آر کارونه ټول مثبتې پايلې لري.»

نوموړې مناظره د آی ډبليو پي آر د سولې او بياپخلاينې پروژې يوه برخه ده چې د سولې او ټيکاو په اړوند د خبرو اترو يوه ازاده او خوندي فضا رامنځته کوي. پر ورته موضوع د زابل او ارزگان په ولايتونو کې په جوړو شوو مناظرو کې هم خبرې اترې وشوې. 

د سيف الدين په نامه يوه گډونکوونکي د افغانستان په ډېرو لرو پرتو او گوښه سيمو کې د پروگرام د پراخوالي غوښتنه وکړه، تر څو د هغو سيمو د خلکو معلومات هم پراخه شي.

هغه وويل: «د دې مناظرو په څېر غونډې بايد د هېواد په لرې پرتو سيمو کې هم جوړې شي. د هغه سيمو خلک دې پرگرامونو ته سخته اړتيا لري.»

په نورو مناظرو کې، چې د کابل، کندوز او بدخشان په ولايتونو کې جوړې شوې وې، گډون کوونکو د سولې او بياپخلاينې په پراخوالي کې د ناحکومتي موسسو د رول په اړه خبرې اترې وکړې. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: (په افغانستان کې د موافقې او تفاهم په اړه له حکومت څخه د همغږۍ غوښتنه)

د بدخشان په مناظره کې د نور حمزه په نامه يوه گډون کوونکي وويل، دا لومړی ځل دی چې گورم په غونډه کې خلک د چارواکو په وړاندې خبرې کوي.

حمزه وويل: «کله چې مې وليدل، خلک پوښتنې کوي او چارواکي ځوابونه وايي، وډارېدم چارواکي به په غوسه شي. هر څه راته ډېر په زړه پورې وو.»

په ورته وخت کې د بادغيس، بدخشان او تخار ولايتونو په مناظرو کې پر دې ټکې خبرې وشوې چې څنگه وکړای شو د سولې په بهير کې په ښه ډول دوست او دښمن وپېژندلای شو.

 

 

 

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >