افغانانو د ټولټاکنو پايلې لاس ته راوړې

ډېرى افغانان خوشحاله بريښي چې په دويم پړاو کې د ونډې له اخيستلو بېغمه شول.

افغانانو د ټولټاکنو پايلې لاس ته راوړې

ډېرى افغانان خوشحاله بريښي چې په دويم پړاو کې د ونډې له اخيستلو بېغمه شول.

.



کرزي دا نيمګړى برى هغه مهال تر لاسه کړ چې يوازينى سيال يې، ډاکټرعبدالله عبدالله له ټاکنو په شا شو. نوموړي يوڅرګند پلان درلود او هيله يې لرله چې په پام کې د نومبر په اوومه نيول شوو ټولټاکنو کې به برى ترلاسه کړي.



اوسمهال ډېرى افغانان له دې امله د کرارۍ سا اخلي چې د دويم ځل لپاره به يې څوک رايو ورکولو ته ونه غواړي. يو شمېر لا دمخه د ټاکنو له بهير سره خپل پرېکوڼ اعلان کړى و، خو له هغې سره سره خوښ وو چې د دويم ځل لپاره به په اګست کې د لومړي پړاو د ټولټاکنو په څېر له خطر سره مخامخ نشي. په هغه ورځ په هېواد کې له ٤٠٠ څخه زيات بريدونه ثبت شوي وو.



د افغانستان په لويديځ کې د هرات يو ښاري ٢٥ کلن شېراغا وويل: "ماته توپير نه کوي چې کوم نوماندې ګټلې او کوم بايللې. زه په دې خوشحال يم، چې هغه پاى ته ورسېدې او موږ بېرته خپل کاروبار پيل کړو. د ټولټاکنو د ځنډ له امله هرڅه په ټپه درېدلي وو. موږ نه شو کولاى (کار وکړو) او پيسې لاس ته راوړو."



د بلخ ولايت په مرکز د مزارشريف په ښا رکې يو ټکسي چلوونکي نورمحمد له دې خبرې سره موافق دى.



هغه وويل: "هرچا شېبې شمارلې تر هغه چې د ټولټاکنو پايلې اعلان شوې. خلکو هره ورځ زيان کاوه او امنيت مخ په خرابېدو و. په تېرو دوو مياشتو کې ما نشو کولاى ان د تودوښې او خواړو لپاره پيسې پيدا کړم. اوس د خداى شکر دى يو ولسمشر لرو. کارونه مخ په ښه کېدو دي. موږ به وکړاى شو چې د ژمي توښه پيدا کړو."



د ټولټاکنو د اوږدې مودې ننداره او په هغې پورې اړوندو عواقبو خړپړوالى (مغشوشيت) او تريخوالى رامنځته کړ. زيات قهر او غوسه نړيوالې ټولنې ته راجع ده چې د خپه افغانانو ترمنځ يې منځګړتوب کړى او د خپل متابعت احساس يې په کې رامنځته کړى.



څو اونۍ بهرني شخصيتونه کابل ته تلل او راتلل، له يوې خوا يې دپلوماسي کوله او له بلې خوايې په هماغه اندازه له زور کار اخيست. د متحده ايالتونو د سناتور، جان کيرې د هڅو په پايلې کې افغان ولسمشر د ټاکنو د دويم پړاو سرته رسولو ته غاړه کېښوده. هغه مهال چې د ټولټاکنو خپلواک کميسون د نومبر په اوومه نېټه دويم پړاو ټولټاکنې کانسلې کړې او کرزى يې ګټونکى اعلان کړ، د ملګرو ملتونو سرمنشي، بان کې مون دې هېواد ته راغلى و او د هغه د ملاتړ اعلان يې وکړ.



په هرات کې د عبدالرحيم صالحې په نامه يو سياسي شنونکى باوري دى چې د ټولټاکنو خپلواک کميسون له خپلې دندې او واک څخه پښه اړولې ده.



هغه وويل: "د ټولټاکنو خپلواک کميسون د افغانستان د برخليک د ټاکلو واک نه لري. قانون وايي چې د ټولټاکنو خپلواک کميسون د ټاکنو د څار، کنترول او سرته رسولو دنده لري، نه دا چې له نوماندو څخه يو يې ګټونکى اعلان کړي."



د ټاکنو پر خپلواک کميسون ځکه نيوکې زياتې شوي چې کرزي د برياليتوب لپاره په سلو کې پنځوس جمع يو اړينې رايې نه وې ګټلي. خو کله چې د لومړنيو ټاکنو په څېر د درغليو د تکرار له امله د هغه يوازينى سيال له ټاکنو څخه په شا شو، کرزى يوازينى نوماندى پاتې شو. يو شمېر خلک لېوال وو، چې له تخنيکي ستونزو په څنګ تېر شي.



په شمال کې د عبدالمتين په نامه يوه سياسي شنونکي وويل: "په ټولو لوبو او همدارنګه سياست کې چې کله يو سيال په شا کيږي، په ميدان کې پاتې بل هغه يې ګټونکى اعلانيږي."



په هېوادکې يو شمېر قومي مشران د ټاکنو له پايلو څخه ناخوښه دي او غواړي د افغاني دود، يعنې د لويې جرګې د رابللو، له لارې ستونزه هواره شي.



په بلخ کې د ګل محمد په نامه يو قومي مشر په ټينګار وويل: "ددې پر ځاى چې بهرنيان پرېښودل شي موږ ته پرېکړې وکړي، بايد پخپله لويه جرګه راوغواړو او پرېکړه وکړو."



په داسې حال کې چې کرزي يو ځل بيا خپله څوکۍ تر پنځو نورو کلونو لپاره لاس ته راوړه، زياتره خلک د هغه د رياست د بې باورۍ سوچ کوي.



د بلخ پوهنتون د ادبياتو د پوهنځې د څلورم کال محصل، احمد جاوېد وويل: "د کرزي حکومت به کوم مشروعيت ونه لري. هغه د ټولټاکنو خپلواک کميسون وټاکه، نه خلکو."



په هرات کې د کرزي ډله د دويم پړاو د له منځه وړلو له امله کومه ستونزه نه لري او نه د ټولټاکنو د خپواک کميسون د پرېکړې په اړه کومه پوښتنه لري. هغوى په دې باور نه دي چې د هغوى نوماندي په لومړي پړاو کې پاتې راغلى و. هغوى بيا بيا وايي چې په نوموړي ناورين کې نړيواله ټولنه مجرمه ده.



په هرات کې د کرزي يو کمپاين کوونکي، حسام الدين شمس وويل: "موږ د لومړي پړاو ټاکنې ګټلې وې. خو بهرنيانو د شکايتونو پر کميسون سياسي فشار راوړ او ... ټاکنې يې بدنامه کړې."



يو شمېر هراتيان خپه ښکارېدل چې په ازادو او عادلانه ټاکنو کې يې برخه وانه اخيستلاى شوه.



د هرات ښار يو اوسيدونکي، عبدالقيوم عبداللهي وويل: "موږ اوږده موده انتظار وايست او هيله مو درلوده چې د دويم پړاو ټاکنې به شفافې وي. اوس مو هيلې په نهېلۍ بدلې شوې."



د مريم په نامه د هرات يوه بله اوسيدونکې فکر کوي چې د ټولټاکنو د خپلواک کميسون پرېکړه بيړه ناکه وه.



هغې وويل: "هغوى بايد دواړه نوماندې په ټاکنو کې ورګډ کړى واى، چې خلکو يې يو هغه غوره کړى واى. پر ځاى يې له ټولو ملاحظاتو پرته پر موږ ولسمشر وتپلو."



په جګړې ځپلې سويلي سيمې، هلمند کې غبرګون تر ډېره دې ته ورته و.



د هلمند د مرکز، لښکرګاه يو اوسيدونکي، بلال احمد وويل: "دا د خلکو ټاکنې نه وې. څه چې امريکا غواړي هغه کيږي."



د عصمت په نامه د لښکرګاه يو بل اوسيدونکي هم د هغه په څېر نهيلى و.



هغه وويل: "موږ بدلون غواړو. که يوه پلا بيا کرزى راباندې تپل کيږي، شيان به د پخوا په څېر وي. (ټولټاکنې) بايد عبدالله ګټلې واى، هغه به بدلون راوستى واى. موږ نور د کرزي په څېر ولسمشر نه غواړو. موږ دموکراسي غواړو."



(په دې رپوټ کې په مزارشريف، هرات او هلمند کې د آى ډبليو پي آر خبريالانو هر يو لطيف سهاک، مصطفى صابر، محمد اسحق قريشي او عزيز احمد تسل برخه اخيستې وه.)
Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists