افغانانا خپل ولسمشر ټاکی

د ټاکنو دوهم پړاو عبدلله عبدالله د اشرف غنی په وړاندی ستونزی ته وباسیږآی ډبلیو پی آر افغانستان

افغانانا خپل ولسمشر ټاکی

د ټاکنو دوهم پړاو عبدلله عبدالله د اشرف غنی په وړاندی ستونزی ته وباسیږآی ډبلیو پی آر افغانستان

 

د جون په څوارلسمه، افغانان به پریکړه وکړی چی د دوو نوماندانو څخه کوم یو یی د خپل د راتلونکی ولسمش په توګه وټاکی. د ټاکنو په لومړی پړاو کی چی د اپریل په پنځمه نیټه ترسره شوی، عبدالله عبدالله د 45 سلنه رایو ګټونکی شو، اشرف غنی احمدزی د 32 سلنو رایو ګټونکی شو، او نور نوماندال لا ډیر ترشا پاتی ول. ځکه چی هیڅ چا 50 سلنه رایه لاسته نده راوړی نو ټاکنی دوهم پړاو ته لاړی.

د درنو وریا سره سره، د لومړی پړاو ټاکنی استثنایي وی، شاوخوا 60 سلنه ثبت شوی رای ورکونکی، او امنیتی ځواکونه هم د جګړه مارانو د حملو د مخنیوی په خاطر وستایل شول. (په ټاکنو کې د امنيت د برياليتوب خوشحالي ته کتنه وکړی.)

ځینی مفسرین ډاریږی چی دا ځل به د رای ورکونکو شمیر لږ وی خکه چی یوشمیر رای ورکونکی د ټاکنو د اوږدی پروسی څخه ستړی شوی او نور یی د طالبانو د ووړی د حملو د زیاتوالی "د جګړی موسم"چی په راتلو ده ډاریږی. (د ټاکنو د دويم پړاو په اړه نوې اندېښنې)

د اندیښنو شتون په ډیریدو دی چی دا څل به ټاکنی د قومی کرښو د ملحوظاتو پر اساس وی – عبدالله چی نیم پښتون دی، خو په پراخه توګه د تاجکو د قوم د سیاستونو او منطقوی ګټی په پام کی لری؛ اشرف غنی پښتون دی. بل عامل چی کولای شی په ټاکنو کی د رای ورکونکو شمر لږ کړی دا دی چی په لومړی پړاو کی د ولایتی شورا نوماندان هم ول او خلکو د خپلو محلی ستونزو د حل دپاره رای ورکولو ته خوشاله ول.

لاندی د دواړو نوماندانو پروفایل.



عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو پخوانی وزير، چې ولسمشرۍ ته د ٢٠٠٩ کال په ټاکنو کې د څه دپاسه دېرش سلنه رايو په گټلو په دوېمه ليکه کې راغلی و، خو په وينا يې، په دويم پړاو کې پر ازادو او عادلانه ټاکنو د نه باور د ادعا له مخې په دندې کې له موجود ولسمشر، حامد کرزي سره سيالۍ ته ونه درېد.

عبدالله په ١٩٥٩ کال کې زيږېدلی او د سترگو تخصصي زده کړې لري. له افغانستان څخه په ١٩٨٥ کال کې ووت او په پاکستان کې يې د کډوالو په روغتون کې کار وکړ. له لنډ وخت وروسته د جمعيت اسلامي له تنظيم سره يوځای شو او د پوځي قوماندان احمدشاه مسعود لوړ رتبه مرستيال شو.

عبدالله په ١٩٩٩ –٢٠٠١ کلونو کې د افغانستان په شمال کې د برهان الدين رباني ترمشرۍ لاندې حکومت کې د بهرنيو چارو مسؤول او د طالبانو له ادارې وروسته د بهرينو چارو وزير شو. 

نوموړي په ٢٠٠٦ کال کې حکومتي دنده پرېښوده او په مخالف لوري کې ودرېد. وروسته د افغانستان د ملي ايتلاف مشر شو.  

عبدالله د مسعود وياند په توگه له نړيوالو ژورنالستانو سره کار کړی او له ٢٠٠١ کال وروسته دوره کې ورسره له دې امله زياتره مرکې کېدې، چې په فرانسوي او انگليسي ژبو روانې خبرې کوي.

عبدالله نيم تاجک او نيم پښتون دی. هغه د بريالتوب په هيله يو مرستيال له پښتنو او بل له هزاره گانو څخه ټاکلی دی. لومړی مرستيال يې پښتون توکمه محمدخان ، د حزب اسلامي پخوانی غړی او دويم مرستيال يې حاجي محمد محقق دی، چې له شيعه هزاره گانو څخه جوړ د حزب وحدت د تنظيم پخوانی قوماندان و.


اشرف غني احمدزی

اشرف غني احمدزی د بشرپېژندنې (انتروپولوژۍ) پخوانی پروفيسور او د نړيوال بانک اجرايوي مشر و، چې د خپل کارپه موده کې يې د دولتونو د بيارغاولو په لاره کې ډېرې هلې ځلې کړي دي. په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له ماتې وروسته هغه د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي، لخضر ابراهيمي خاص سلاکار په توگه کار کړی او د بن د تړون په جوړولو کې يې مرسته کړی، چې د افغان نوي دولت د بڼې د جوړېدو لامل شو. په انتقالي حکومت کې يې د ماليې د وزير په توگه دنده سرته رسولې ده.   

هغه د ٢٠٠٩ کال ټاکنو ته ولاړ او په څلورم کتار کې راغلی و.

اوس د دولت د اغېزمنتوب د انستيوت د رئيس په توگه کار کوي چې په ٢٠٠٥ کال کې يې تاسيس کړی. هغه په پروسپيکټ مجلې کې د نړۍ د متفکرينو په ليکه کې دويم شخص پېژندل شوی دی.

اشرف غني، په داسې حال کې چې يو تکنوکرات دی، د پياوړي پښتون توکم، احمدزيو د قومله  متنفذه کورنۍ هم ده. ورور يې، حشمت غني قومي مشر دی او د افغانستان د کوچي قوم د شورا مشري کوي. هغه هم غوښتل د ولسمشرۍ ټاکنو ته ودريږي، خو په اکتوبر کې د معيارونو د نيمگړتيا له امله له لست څخه ولويد. 

اشرف غني له الجزيرې [تلويزيون] سره په مرکه کې، د ځان په دفاع کې، چې گوندې له رايه ورکوونکو سره د اړيکو نيولو وړتيا نه لري، وويل، له افغانستان سره "غوټه"دی او سختو امنيتي تدبيرونو له عادي افغانانو څخه لرې کړی دی.  

د هغه د لومړي مرستيال غوراوی د ايتلاف جوړولو يو څرگنده بېلگه ده، چې نوماندانو ورپورې ځانونه تړلي دي. په دې اړه به بيا هم، د رايو په پوسترونو کې به د ازبک زورواکي، عبدالرشيد دوستم شتون، په پخوانيو جگړو کې د هغه د رول له امله د رايه ورکوونکو د پردي کېدو لامل شي. د عدليې پخوانی وزير، هزاره توکمه سرور دانش د اشرف غني دويم مرستيال دی.  

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists