اساسي قانون پلوي مظاهرې

په کابل کې د آى ډبليو پى آر راپورټر عزت الله ځواب

اساسي قانون پلوي مظاهرې

په کابل کې د آى ډبليو پى آر راپورټر عزت الله ځواب

Monday, 22 December, 2003

د تيرې سه شنبې او چهار شنبې په ورځو په کابل کې د لويي جرګې د غونډو پرمهال د جلال آباد ښارکوڅې د ننګرهار پوهنتون د محصلينو او زده کوونکو په مظاهرو ډکې وي او د ننګرهار او کابل د لويي لارې د بندېدو سبب شوې وې.


مظاهره کوونکو، د اساسي قانون د مسودې، قوي مرکزي حکومت، رياستي نظام او په پښتوژبه د ملي سرود جوړولو په ګډون، څو غوښتنې لرلې.


د مزارشريف د پوهنتون محصلينو او ښاريانو تېره مياشت د اساسي قانون له مسودې، له مرکزيت سره مخالفت، په ازبيکي، دري او پښتو ژبودملي سرود جوړول او د ازبيکي ژبي د رسمي کېدو په هکله مظاهرې کړې وې.


پښتو او دري د رسمي ژبو په توګه په ټول هېوادکې کارول کيږي.


په يو ټکي چې په دواړو ښارونو کې پرې مظاهره چيانو توافق درلود، هغه د لوړو زده کړو وړيا کول و.


محصلين د لوړو زده کړو لپاره فيس نه ورکوي، خو دا اوسنۍ مسوده دې ټکي ته ګوته نه نيسي او زياترو ته دا ندېښنه پيدا شوې وه، چې په راتلونکي کال به په لوړو زده کړو فيس ولګول شي.


د لوړو زده کړو دريو تنو محصلينو آى ډبليو پى آر ته وويل، چې په جلال آپاد کې د سه شنبې د ورځې مظاهره د پوهنې د رياست د مامورينو له خوا تنظيم شوې وه.


صاحب الله د ننګرهار د يوې ليسې د دولسم ټولګې زده کوونکي وويل چې هغوى د پوهنې د رياست اجازه ترلاسه کړې وه، ځکه "مدير ټولګي ته راغى او د مظاهرو پلان يي تشريح کړ او له هغې وروسته ٢٠٠٠ تنه زده کوونکي په يو غږ په سړکونو راتوى شول." خو مدير په مظاهرو کې لاس لرل رد کړل.


يو ښوونکي، مختار چې په لاريون کې يي برخه اخيستې وه، وويل، دا مناسبه وه؛ ځکه د هغه دادعا له مخې، لويه جرګه د شمال ټلوالې په لاس کې ده، چې خپلې نظريي په نورو استازو تپي او ملي يووالي ته زيان رسوي.


د پوهنتون محصلينو د چهارشنبې په ورځ مظاهره وکړه. ددغه ورځې يو مظاهره کوونکي محصل خان غمشريک، د ننګرهار د پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي محصل وويل، چې هغوى يو پرېکړه ليک د يوناما، د بشر د حقوقو خپلواک کميسون، د اساسي قانون دسميه ييزې څانګې او والي دفترونو ته سپارلى دى. غمشريک زياته کړه: "د والي او يوناما دفترونو موږ ته ډاډ راکړ چې زموږ غوښتنې به نن (چهارشنبې) شپه د کرزي اودلويي جرګې استازو ته وليږي."


د اساسي قانون د دارالانشا د کميسون مشر ډاکټر فاروق وردګ د يکشنبې په ورځ وويل، چې پرېکړه ليک د جمعې په ورځ رارسيدلى او د خالي په ورځ استازو ته ويشل شوى دى.


په پښتو ژبه د ملي سرود، د لوړو زده کړو وړيا والي او رياستي سيستم سربېره پرېکړه ليک غوښتنه کوي، چې په مسودې کې د کارول شوى "افغان" کلمه دې، لکه څنګه چې ځينې شمالي وال يي غوښتنه کوي، په "افغانستاني" نه اړول کيږي.


د افغان کلمه په لومړې ځل د پښتنو د ٢٥٠ حکومت په سر کې د احمد شاه دراني د حکومت په وخت کې رامنځته شوې ده. په دې توګه ځينې غير پښتانه له هغې سره د پښتو د يوې اصطلاح په توګه مخافت کوي. افغانستاني د افغانستان د اوسېدونکي مانا لري.


د سه شنبې په ورځ د راديو تلويزيون د ودانۍ په وړاندې، چې مظاهره کوونکي يي په مخکې راغونډ شوي وو، يوه چاودنه وشوه. چاودنې ښيښې ماتې کړي خو نوره مرګ ژوبله يي رامنځته نه کړه.


يو مظاهره کوونکي شمالي ټلواله د بم په ايښولو تورنه کړه، چې غواړي خلک وډاروي. خو د ننګرهار د پوليسو دقومندانۍ يو مامور وويل، چې مامورينو چاودېدونکي مواد وچول؛ ځکه نه يي شو کولاى هغه بې اغېزې کړي. هغوى ادعا وکړه چې دا چاودېدونکي مواد د طالبانو او القاعدې له خوا ځاى په ځاى شوى و.


Frontline Updates
Support local journalists