آی ډبليو پي آر په مرګ باندې د افغان خبريال محکومېدل غندي

د 2007 کال د جنورۍ 24- لندن

آی ډبليو پي آر په مرګ باندې د افغان خبريال محکومېدل غندي

د 2007 کال د جنورۍ 24- لندن

Thursday, 17 September, 2009
23 کلن محصل ته د مرګ د سزا اورول په کلکه غندي.



په ځانګړې توګه د سيد پرويز کامبخش د محاکمه کېدو لاره او طريقه د اندېښنې وړ ده. دې ځوان خبريال ته د محاکمې له يو ساعت څخه د کم وخت په بهير کې هيڅ قانوني استازيتوب او له ځان څخه د دفاع موقع ورکړ شوې نه وه.



کامبخش آی ډبليو پي آر ته وويل: "د ماسپښين د څلورو بجو په شاوخوا کې ساتونکو يوې کوټې ته يوړم، چيرته چې درې قاضيان او يو څارنوال د خپلو مېزونو شا ته ناست و. د مرګ سزا لا دمخه ليکل شوې وه. ما غوښتل يو څه ووايم. خو چا خبرو ته پرې نه ښودم."



کامبخش د بلخ د پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي د دريم کال محصل دی او همدارنګه په مزارشريف کې د جهان نو ورځپاڼې ته رپوټونه هم چمتوکوي. هغه د 2007 کال د اکتوبر په 27 د غير اسلامي پاڼو د وېشلو په تور بندي شوی و.



د کامبخش ورور، د آی ډبليو پي آر خبريال سيد يعقوب ابراهيمي د افغانستان په شمال کې يو وتلی خبريال دی او د آی ډبليو پي آر له خوا يي روزنه ليدلې ده.



آی ډبليو پي آر په افغانستان کې د پنځو کلونو راهيسې د خبريالانو په روزنه بوخته ده او هره اوونۍ يو شمېر رپوټونه چمتو کوي او کورنيو او بهرنيو سرچينو ته يي استوي.



کامبخش او د هغه ورور دواړه دا وايي، چې د تر پوښتنې لاندې ليکنې د ادعا شوې کفرمحتوا له انترنيټ څخه اخيستل شوې او کامبخش د هغې په ليکنې او ويش کې هيڅ ډول لاس نه لري.



يعقوب په دې باور دی، چی د هغه ورور ددې لپاره په نښه شو، چې له هغه څخه د افغانستان په شمال کې د سياسي او وسله والو ډلو په هکله د رپوټونو د ليکلو غچ واخلي.



په افغانسنان کې د آی ډبليو پي آر د پروګرام مشرې، جين ميکنزۍ وويل: "په کامبخش باندې بريد د هغه په ورور، يعقوب باندې د تحقيقاتی رپوټونو د ليکلو له امله هغه ته د يوې بهانې جوړول دي."



"په داسې حال کې چې يو ورور د ناسم بهير له مخې د مرګ له سزا سره مخامخ کيږي، هغه بل يو د امنيتي ځواکونو له خوا تر سختو پوښتنو ګروېګنو لاندې نيول کيږي او پرله پسې ځورول کيږي."



کامبخش په بنديخانې کې پروت دی او قضيه يي لوړو محکمو ته استول شوې، چې د غوښتنې له مخې د بيا غور او کتنې واک لري.



آی ډبليو پي آر د افغانستان په حکومت غږ کوي، ترڅو په پېښې کې مداخله وکړي، کامبخش له بند څخه خوشې کړي او ددې ډاډ تر لاسه کړي، چې له رسنيو سره د ټولو موضوعګانو په اړه سم او رغنده چلن کيږي.



د لا زياتو معلوماتو لپاره له لاندې پتې سره اړيکې ټينګې کړئ:



په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر مشره، جين ميکنزۍ. jean@iwpr.net
Frontline Updates
Support local journalists