Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

آی ډبليو پي آر د افغان سولې تاريخي کنفرانس جوړ کړ

درې ورځنۍ غونډې د افغانستان د يوې ښې راتلونکې جوړولو ته وړانديزونه وکړل.
By IWPR Afghanistan
Mohammad Qasem Halimi of the Afghan National Ulema Council addresses IWPR's Kabul event. (Photo: IWPR)

د آی ډبليو پي آر له خوا په کابل کې يوه جوړ شوي تاريخي کنفرانس نوې سپارښتنې وکړې چې افغان حکومت څنگه کولای شي د روغې جوړې د بهير په لوري گامونه واخلي.

نوموړی درې ورځنی کنفرانس د افغانستان د سولې د عالي شورا په گډه مرسته رابلل شوی و. د سولې عالي شوار په ٢٠١٠ کال کې له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو د اسانتيا لپاره جوړه شوې وه.  

حکومتي چارواکو، ديني مشرانو، د مدني ټولنې فعالانو او ژورنالستانو له اويا تنو نورو سره، چې د افغانستان له ټولو برخو څخه راغلي وو، د می د مياشتې په ١٥ – ١٧ نېټه د انټرکانټيننټال هوټل کې په دې کنفرانس کې گډون کړی وو. د مصر د الازهر مشهور پوهنتون ديني عالمانو ته هم د گډون بلنه ورکړل شوې وه. 

نوموړی کنفرانس د آی ډبليو پي آر د دوه کلن نوښت يوه برخه وه چې افغانان يې د سولې او روغې جوړې په اړه د خبرو اترو لپاره په ملي کچه راغونډول  وو 

افغاني روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلولو له لارې د سولې وده او پراختيا او د باور رامنځته کول، چې د متحده ايالتونو د سياسي، بشري حقونو او کار ادارې په مرسته جوړ شوی و، تر اوسه په ملي کچه ١٨ زره افغانان راغونډ کړي دي.  

 شاوخوا ١٨٠ غونډو گډون کوونکو ته دا فرصت په لاس ورغی چې د سولې او روغې جوړې په اړه په يو لړ موضوعگانو خبرې اترې وکړي. پيغامونه له لسگونو زياتو راديوي خبرو اترو له لارې خپاره شوي دي. 

د آی ډبليو پي آر لپاره د افغانستان مسؤول، نور رحمان رحماني وويل: «دې کنفرانس موږ ته فرصت راکړ چې په تېرو ٢٠ مياشتو کې زموږ موندنې او هڅې له کارپوهانو او د افغان حکومت له استازو سره شريکې کړو.»

کاري کمېټو د آی ډبليو پي آر له شمېرنو او لاسته راغلو معلوماتو په گټې اخيستنې وروستې وړانديزونه  ډلبندۍ کړل چې د کنفرانس په وروستۍ ورځ په يوې خبري ناستې کې اعلان شول.

دغو سپارښتنو د سولې په اړه په هر راز خبرو اترو کې د ښځو او ځوانانو پر گډون ټينگار وکړ او د دې مخنيوی يې وکړ چې د دين په نامه تاوتريخوالی پرځای وبلل شي.      

د دې کار د پای ته رسولو لپاره کنفرانس غږ وکړ، جوماتونه او د ديني زده کړو مرکزونه دې کنترول اوهمدارنگه دې په کابل کې اسلامي مرکزي اداره جوړه شي چې د دغه راز موضوعگانو په وړاندې گام پورته کړای شي. 

بله نوې سپارښتنه دا وه چې د ښوونځيو او پوهنتونونو په ښوونيز نصاب کې دې د سولې په نامه يو مضمون ته ځای ورکړل شي.  

رحماني وويل: «په کابل کې د سولې درې ورځني کنفرانس د سولې د پراختيا او روغې جوړې د رامنځته کولو په اړه د آی ډبليو پي آر د ٢٤ مياشتنۍ مهمې پروژې بريالي سرته رسېدل په نښه کړل. په کابل کې د وروستيو ناکراريو او روانو امنيتي شرايطو ته په پام دا يو اسانه کار نه و.»

«پر دې سربېره آی ډبليو پي آر وکړای شول په بريالي ډول دا کنفرانس تنظيم او جوړ کړي، چې په پايله کې يې يو لړ سپارښتنې وشوې او هيله ده له افغان حکومت او د هغه له نړيوالو شريکبانډو سره به په اغېزمن ډول د سولې د روان بهير په پر مخ وړلو کې مرسته وکړي.»

د جگړې تناوب (سايکل) 

له درېو لسيزو څخه اوږده جگړه افغانانو ته په لوړه بيه لوېدلې، په مليونونه وژل شوي، زيات شمېر بېځايه شوي، هېواد په کنډواله اوښتی او دردوونکې پېښې يې رامنځته کړي چې بیا رغاونې  لپاره يې کلونو، کلونو ته اړتيا ده.  

د مرکزي حکومت محدود لاسرسی، د سياسي، سيمه ييزو او قومي ډلو ټپلو بې ثباته يوځای کېدل او په وسلو کې د ډوب ټولنيز چاپېريال له امله د جگړې له پېر څخه بل لوري ته خوځښت پېچلی شوی دی.  

وسله وال مخالفان تل خپل عمل ته د جهاد يا مقدسې جگړې غزا نوم ورکوي.

دې کار ته په کتو په مصر کې د يو مهم اسلامي مرکز، الازهر د پوهنتون کارپوهان رابلل شوي وو چې د جگړې د ديني اړخ په اړه خپل نظر څرگند کړي.  

د الازهر د پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي رئيس، محمد سالم  محمد ابو عاصی وويل: «هر هغه څوک چې په افغانستان کې جهاد او شهادت روا بولي په ناسمه لار روان دي؛ ځکه افغانستان يو اسلامي هېواد دی او لمانځه ته د بلنې لپاره  اذان پکې اورېدل کيږي. له دې امله د اسلام له نظره دې هېواد ته د جگړې د ډگر په سترگه نه کتل کيږي.»

د افغانستان د حج او اوقافو له وزارت څخه کرامت الله صديقي له دې خبرې سره موافق و. 

هغه وويل: «د دوو مسلمانو ترمنځ جگړه ناروا ده.»

 د ننگرهار ولايت د مدني ټولنې يوه غړي، فاضل نگار وويل، د الازهر د پوهنتون عالمانو رابلل په دې کنفرانس کې ډېر پرځای او عاقلانه کار و.

هغه وويل: «د مصر د ديني عالمانو موجوديت به د کنفرانس په پايلو کې ډېر سودمن وي، ځکه  د افغانستان خلک د مصر ديني عالمانو ته ژور درناوی لري. موږ اوس ښه پوهيږو چې جگړه په افغانستان کې نامشروع ده، ځکه لوړې علمي سرچينې د شرعي احکامو له مخې دا جگړه ناروا بللې.»

په کنفرانس کې د هېواد د پولو د امنيت د ټينگولو اهميت ته هم گوته ونيول شوه.

د ډيورنډ کرښه، چې په ١٨٩٣ کال کې د برتانويانو له خوا په ناسم ډول کښل شوې وه، له پاکستان سره د تاوتريخوالي يو لامل دی. 

کابل د ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژني، خو اسلام آباد غواړي هغه د يو رسمي سرحد په توگه ومنل شي.

د سرحدونو او قبايلو د وزارت مسلکی معين، عبدالغفور لېوال يادونه وکړه، يو شمېر خلک وايي د ډيورنډ د کرښې پېژندل به د دواړو لورو ترمنځ تاوتريخوالی راکم کړي، خو دا  ناسمه خبره ده. 

هغه وويل: «که د ډيورنډ کرښه په رسميت هم وپېژندل شي،  پاکستان به چوپ پاتې نشي. که موږ د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژنو، بايد دا فکر هم وکړو چې څنگه له بريد څخه د کابل دفاع کولای شو.»

لېوال ټينگار وکړ، پکار ده چې سرحدي پولې له عصري وسايلو سره د ښو روزل شوو امنيتي پوځونو له خوا وساتل شي. 

هغه وويل: «د نشه يي توکو په قاچاق کې د جنايي ډلو لاس لرل او زموږ د ځنگلونو او کانونو څخه گټه پورته کول، ... هغه ستونزې دي چې د هېواد امنيت په خطر کې اچوي.»

په کنفرانس کې د افغانستان د اوبو د موضوع په اړه هم خبرې اترې وشوې.

د افغانستان د اوبو او برښنا له وزارت څخه سلطان محمود محمودي وويل، گاونډي هېوادونه د افغانستان له پرېښودل شوو طبيعي سرچينو څخه ناوړه گټه پورته کوې. 

هغه وويل، هر کال اتيا مليارډه مکعب اوبه له افغانستان څخه گاوڼدي هېوادونه ته روانې دي. د دې اوبو زياتره برخه پاکستان او ايران کاروي.

هغه وويل: «د جگړې يو لامل دا دی چې د افغانستان گاونډيان لاسوهنه کوي چې په هېواد کې د اوبو د طبيعي سرچينو د کنترول د پلانونو مخه ونيسي، ځکه زموږ گاونديانو له پېړيو راهيسې زموږ اوبه وړيا کارولي دي. هغوی نه غواړي چې موږ خپلې اوبه کنترول کړو. هغوی په افغانستان کې جگړې ته لمن وهي.»

د کنفرانس برخوال د غونډې له پايلو څخه خوښ ښکارېدل. 

د سولې د عالي شورا مرستيال، عطاءالرحمن سليم وويل: «دا هڅې د سولې د فرهنگ په رامنځته کولو  کې اغېزمنې دي. هيله من يم دغه راز کنفرانسونه  راتلونکې  کې هم جوړ شي.»

هغه وويل: «د کنفرانس وروستۍ ورځ له هغې ورځې سره مصادفه وه چې افغان حکومت د حکومت د يوه مخالف، حزب اسلامي گوند له مشر، گلبدين حکميتار سره د سولې يوې موافقې ته رسېدلی و. دا په هېواد کې د سولې او امنيت د تامين په اړه يو ښه خبر و.»

په کندهار کې د سولې د عالي شورا د سکرتريت مشر، محمد عمر ساطع له دې خبرې سره موافق و. 

هغه وويل: «دغه کنفرانس موږ ته الهام راکړ چې د افغانانو د گډ ژوندانه روحيه نوره هم  پياوړې کړو. اوس زموږ وار راغلی چې ځانونه سولې ته وقف کړو.»

يو شمېر نورو وويل، غونډه د سولې او روغې جوړې په اړه د آی ډبليو پي آر د پراخ پروگرام له پای ته رسېدو سره برابره وه. 

د باميانو د ولايت د مدني ټولنې فعالې، شکريې ندا وويل، د دوو تېرو کلونو راهيسې هغی د باميانو په ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړو شوو مناظرو کې گډون کړی و. 

هغې وويل: «اوس مې له هغو مناظرو وروسته د سولې په دې کنفرانس کې گډون وکړ. موږ په کنفرانس کې د سولې په اړه نوې ستراتېژۍ زده کړې . دا موضوع بايد هر افغان ته لومړيتوب ولري، ځکه موږ ټول د سولې تږي يو.