Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

آيا ستره غرنۍ واورينه پيشو به له افغانستان څخه ورکه شي؟

د ګوتو په شمېر واورينې برګې غرنۍ پيشوګانې د افغانستان له غرونو څخه بيخي وځي، دا ځکه چې ښکارچيان په ناقانونه توګه دا څاروي ښکار کوى او دبدن توکي يي خرڅوي .
By Sayed Yaqub Ibrahimi
(لږه پيداکېدونکې) ستره واورينه پيشو و ويشتله او د هغې په ويشتلو غره هم دی.



نوموړي په تېرې جولای کې د افغانستان شمال ختيځ ته د پامير په لوړو پرتو غرونو کې کميابه واورينېه ستره برګه پيشو وويشته او مړه يي کړه. اوس هغه نه يوازې د هغې د پوستکي، بلکې د هغې د هډوکو، نوکانو او همدارنګه د بدن د نورو توکو د خرڅلاو په لټه کې دی، چې د چينايي دوديزو درملو د جوړولو لپاره په لوړه بيه پېرودل کيږي.



د چاپېريال يو شمېر ساتونکو په اند ښايي د څو سوو په شاوخوا کې غټې غرنۍ واورينې پيشوګانې د بدخشان په غرونو کې پاتې وي، چېرته ترې چې چين، تاجيکستان او پاکستان ته نرۍ غرنۍ لاره غځېدلې ده. خو د افغانستان د چاپېريال د ساتنې ادارې په اند ښايي د هغوی شمېره يوازې د 50 په شاوخوا کې وي. د سمې او کره شمېرې لاسته راوړنه يي له دې امله هم شونې نه ده، چې د هغوی د داړلو له خطر پرته نوموړې پيشو په واورينو ځايونو کې اوسيږي او ځکه يي نو ليدل هم ګران دي.



څلورڅلوېښت کلن عطاوالله وايي: ((د واورينی پيشو ښکار د هر ښکارچي له وسې بهر خبره ده. کله ناکله موږ د درې مياشتو په بهير کې يوه هم نه ګورو. هغه د هر (ښکارچي) په بخت پورې تړلې ده.))



د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا له پنځو کالو راهيسې په ښکار باندې لګيدلی بنديز لا تر اوسه په خپل ځای پاتې دی، خو د هغې څارل ستونزمن کار دی او په پراخه ډول نه شي پلي کېدای.



د چاپېريال د ساتنې د ادارې مرستيال مشر، دوست محمد امين ګوته وڅنډله: ((که چېرته د غرنۍ واورينې پيشوګانو، مارکوپولو پسونو، خړرنګه خرسانو او هوسيو په ښکار بنديز ونه لګيږي، نو ښايي چې نوغی (نسل) يي ډېر ژر له منځه لاړ شي.))



د امين په اند د ولسمشر حکم تر يوې اندازې اغېزمن و. هغه وويل د چاپېريال د ساتنې اداره غواړي د طبيعت د ساتنې په منظور د يو شمېر کميابو څارويو په ښکار باندې دايمي بنديز ولګول شي.



غرنيو سيمو ته څېرمه پرتې کورنۍ زياتره برګې غټې واورينې پيشوګانې د هغوی په څارويو باندې د بريد په تور ولي يا نيسي. خو د عطاوالله په څېر مسلکي ښکارچيان بيا د ښکارچيانو بله ډله جوړوي او اوسمهال د دوديزو ختيځو درملو لپاره د څارويو د بدن د کاريدونکو غړو له امله نورهم پسې پارېدلي دي. عطاوالله ته په درملو کې د کاريدونکو توکو په وړاندې سل ډالره او د واورينې غرنۍ پيشو د پېړ پوستکي په وړاندې 900 ډالره لاس ته ورځي.



د دومره ډېرو پيسو لپاره ښکارچيان اوږده موده د خپل ښکار لارې څاري، ترڅو يي په لاس راشي.



عطاوالله وويل: ((کله ناکله د يو ښه ښکار د لاسته راړلو لپاره يوه مياشت انتظا رکوو. ځکه د تر پام لاندې ځناورو شمېر لږ او ښکار يي خورا سخت دی. موږ هغه مهال د جولای په مياشت کې ښکار ته ووتلو، چې لارې له واورو پاکې شوې وې. موږ د ښکار ځانګړي ټوپکونه لرو، چې په پاکستان کې مو پيرودلې دي او تر هغه وخته پورې مو چې زړه وي، د ښکار لارې څارو.))



د چاپېريال ساتنې د ادارې مرستيال، امين په خوشحالۍ وويل، کابل ته د خپل وروستي سفر په ترځ کې يي په بازار کې يوازې د واورينې برګې پيبشو دوه درې پوستکي تر سترګو شو، چې پخوا به په هر ځای کې سترګو ته راتلل.

عطاوالله وويل، ددې کار لامل دادی، چې د هغې سوداګري زياته منظمه شوې ده. نوموړي وويل: ((پخوا به موږ د نوموړ واورينو پيشوګانو پوستکي او توکي کابل ته وړل، خو اوس يي نه وړو، ځکه له پاکستان څخه زيات شمېر سوداګر د هغې د پيردولو لپاره زموږ کليو ته راځي.))



د زيات ښکار له امله د هغې شمېر ښايي له افغانستان څخه د هغې د وتلو له امله لږ شوی وي. ددې ځناور نوغی له هماليا څخه نيولي بيا په منځنۍ اسيا کې تر منګوليا پورې د ورکېدو ترګواښ لاندې دی.



عطاوالله د نوموړي ځناور ښکار خپل مجبوريت بولي. په داسې يو هېواد کې چې جګړې او بيوزلۍ ځپلی دی، د هغه په څېر زياتې کورنۍ د ډوډۍ د تر لاسه کولو لپاره لاس تر زنې ناستې دي.



هغه وويل: ((سږکال اوړی مې د پامير په غرونو کې يوه غرنۍ واورينه پيشو ښکا رکړه او د هغې د خرڅلاو له لارې مې زر ډالره تر لاسه کړه. په بل هر کار به دومره اندازه پيسې تر لاسه نه کړای شم.))



هغه مهال چې د عطاوالله په مخه دا ستره واورينه پبشو را نه شي، نو د ورځنۍ ډوډۍ د تر لاسه کولو په موخه د غرنۍ وزې يا بل کوم څاروي ښکارکوي.



په اويايمو کلونو کې د نړۍ تر ټولو لوی څاروی د پامير د غرونو يو بل کمياب ژوی ، د مارکوپولو پسه د بډايو بهرنيانو لپاره په زړه پورې ښکار و. د هغې لوی او تاوراتاو ښکرونه د بري يوه نښه ګڼل کېده. عطاوالله اوس هغه ښکار کوي او په ٢٠٠ ډآلره يي خرڅوي او کله نا کله دى پخپله هم دخپلې کورنۍ څخه دهغه له غوښې څڅه خوند اخلي .نوموړی د بنديز پروا نه کوي او وايي: ((دا ښکار له زرګونو کلونو راهيسي روان دی. که ددې ځناورو شمېره کمېدلای، نو ښايي يو يي هم نه وای پاتې شوای. دا يوازې د زورو خلکو يوه پلمه ده، چې غواړی موږ منع کړي او پخپله د هغې په ښکار ساعت تېري وکړي.))



د بدخشان والي، عبدالمجيد په بدخشان کې د غرنيو سختو لارو له امله د هغې د بنديز او مخنيوي لاره نه ګوري.هغه وايي: ((يو داچې دا ځناور د اوسيدو ټاکلی ځای نه لري، ځکه هغوی د افغانستان، تاجيکستان، چين او پاکستان تر منځ غرونو کې اوړي را اوړي. بل داچې موږ د سيمې د څارنې وړتيا نه لرو. هغه سيمه چې دا ځناور په کې اوسيږي ... په کال کې نهه مياشتې په واورو پټه وي. موږ دې سيمې د څارلو لپاره په يوه ولسوالۍ کې 40 تنه پوليس لرو. نو څنګه به هغه کنترول کړای شو.))

عبدالمجيد وويل، هغه په دې باور دی، چې زياتره ښکارچيان افغانان نه دي، هغوی له نورو هېوادونو څخه راځي.



امين هيله من دی، تر څو د افغانستان، تاجيکستان او چين د هېوادونو له خوا د پولې په اوږدو کې ددې ستونزې د هوارولو لپاره دا سيمه د پامير د سولې د نړيوال پارک په نوم وپېژندل شي او په دې توګه د له منځه تلونکو کميابه ژوو مخه ونيول شي.



هغه وويل: ((د جولای په نيمايي کې د دوشنبې په ښار کې يو سيمنار جوړ شو. په سيمنار کې وپتېل شوه چې ددې دريو هېوادونو په غرونو کې د ميشتو کميابو ژوو د استوګنې ځای د سولې د پارک په نوم ونومول شي او هيچا ته په هغې کې د ورننوتلواجازه ورنه کړای شي.)) نوموړي زياته کړه درېواړه هېوادونه به د سيمې د څارلو لپاره د پوليسو يو ځواک جوړکړي.



د چاپېريال د ساتنې اداره د افغانستان په نورو برخو کې داسې پلانونه تر لاس لاندې لري، ترڅو دېرش کاله وړاندې د موجودو ثبت شوو 119 سترو کميابو ژوو په هکله د يوې سروې له بشپړولو او د هغې د شمېر له معلوملو څخه وروسته نوموړې سيمې د نه ورننوتلو سيمې ونومول شي.



عطاوالله د چاپېريال د ساتونکو په دې خبرو خوشحاله نه دی. هغه وويل: ((دا وحشي ژوې دي او ازاد ژوند لري. يوه ورځ په يو ځای کې وي، بله ورځ په بل ځای کې. که هغوی په يو ځای کې د ايسارېدو احساس وکړي، نو ښايي وډاريږي او هغه سيمه پرېږدي او يا ښايي هغوی ډنګر شي او ومري، چې د ښکار د مهال په پرتله به زياته ناوړه وي.))



په ښکار باندې د کرزي په بنديز کې کبان هم راځي. امين وويل، د ماهيانو ښکار د حکم د خپرېدو له نېټې راورسته په سلو کې اتيا لږ شوی دی.



دا شمېره ګلمراد ته کومه مانا نه لري، چې د مزارشريف په ښار کې ژوند کوي او په امو درياب کې په ناقانونه توګه کبان نيسي او بيا يي پلوري.



هغه د کبانو د نيولو د خپل ښکار په هکله په ډېره خوشحالۍ وايي: ((موږ په درياب کې لاسي بمونه غورځوو. دا ډېر اسان کار دی. کوچني کبان مري، خو په درياب کې د کبانو په ټول شمېر کومه اغېزه نه کوي. که موږ هغه ونه نيسو، نو بل څوک به يي ونيسي.))



د وحشي ژوو د نورو هغو لپاره ښايي دا خبره هم همداسې وي.