Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

آيا د متحده ايالتونو او ايران تر منځ د اړيکو ښه والی به د افغانستان په گټه وي؟

ماهران په دې اند دي چې که تهران له لويديځ سره خپلې اړيکې ښې کړي، نو د افغانستان او ايران تر منځ به تاوتريخوالی رالږ کړي
By Hafizullah Gardesh, Mina Habib

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، حفيظ الله گردش او مينا حبيب ليکنه

د هېواد دننه سياسي شنونکي وايي، که د متحده ايالتونو او ايران تر منځ د دپلوماتيک نرموالي نښې وليدل شي، نو گټه به يې  افغانستانته  ورسيږي.

د جون په مياشت کې د ايران د ولسمشر په توگه د حسن روحانې ټاکل کېدل او تېره مياشت په نيويارک کې د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هغه گډون داسې يوه نښه بلل شوې چې گوندې د ايران په بهرني سياست کې نرموالی راغلی دی. د يوه رفورم غوښتونکي په سترگه ليدل شوي روحاني، نړۍ ته د پخواني ولسمشر، محمود احمدي نژاد په پرتله زياتره د يوه پخلا کېدونکي څېرې په توگه ځان څرگند کړی دی.     

نيويارک کې د خپلې استوگنې پر مهال هغه [روحاني] سي اين اين [تلويزيون] ته وويل: "غواړم امريکايانو ته ووايم: ما له ايرانيانو څخه امريکايانو ته [له ځان سره] سوله او ملگرتيا راوړې ده."

سپينې ماڼۍ په خپل وار هيله څرگنده کړه چې ايران به د خپل اتومي پروگرام په اړه نړيوالو اندېښنو ته ځواب ووايي او ځان به له گوښه توب څخه راوباسي، د اقتصادي بنديزونو لرې کولو ته به لاره هواره کړي چې د احمدي نژاد د واک په اته کلنه دوره کې زيات شوي وو. 

افغان ولسمشر حامد کرزی د اگست په مياشت کې د روحاني د دندې د ترلاسه کولو په مراسمو کې د گډون لپاره تهران ته تللی و. له هغه وروسته دواړو مشرانو د اړيکو د ښه کېدو هيله څرگنده کړې وه.

افغانستان او ايران د کلونو کلونو راهيسې پېچلي اړيکې درلودې؛ افغانستان په سياسي، اقتصادي او آن فرهنگي چارو کې پر [ايران د] لاسوهنې او همدارنگه د متحده ايالتونو پوځونو ته د زيان د رسولو په موخه له ياغي ډلو سره د ملاتړ له امله تور لگول کېده. اوبه په ځانگړي ډول يوه حساسه موضوع ده، افغانانو په پرله پسې توگه د اوبو د بند د جوړلو د مخنيوي له امله پر ايرانيانو تور پورې کړی چې د پولې ها خوا ته د سيندونو د اوبو بهيدل پرې اغيزمن کېدل.

په ايران کې اوسيدونکي افغان کډوال، چې شمېره يې نژدې يو مليون تنو ته رسيږي، هم پر کابل د افشار د راوستلو په توگه کارول شوي. په ايران کې د کار په موخه تلونکي ناقانونه خلک د سرحدي ساتونکو له خوا ويشتل شوي او وژل شوي. په سلگونه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په پلمه په دار ځړول شوي دي.  

د افغانستان د مشرانو جرگې رئيس، فضل هادي مسلميار وايي، پروسږکال په کابل کې د ايران سفير هغه او نورو قانون جوړوونکو ته گواښ کړی و چې که چېرته حکومت په ٢١٠٤ کال کې د ناتو د سرتيرو د په پام کې نيول شوو وتلو دمخه له متحده ايالتونو سره ستراتيژيک پلان لاسليک کړي، نو زيات شمېر افغانان به له ايران څخه وشړل شي. اوټول هغه افغان زندانيان چې په ايران کې دي دوى به يي اعدام کړي  

سياسي شنونکی، جاويد کوهستانی وايي چې د تهران او واشنگټڼ تر منځ د اړيکو نرموالی به په چارو کې بدلون راولي. 

هغه وويل: "کله چې ايران په افغانستان کې د متحده ايالتونو شتون ته د غليم په سترگه ونه گوري، په څرگنده به د حکومتي ضد ډلو ملاتړ ونه کړي. په افغانستان کې به د ايران استخبارتي شبکه او ډلې خپل اهميت له لاسه ورکړي؛ ددې ډلو په لاس رامنځته شوی قومي، مذهبي او ژبني تاوتريخوالی به له منځه لاړ شي، متحده ايالتونه به ايران پريږدي چې په افغانستان کې پراخې اقتصادي پروژې پر مخ يوسي. همدا راز د ايراني توکو واردات به هم زيات شي."

د مخالف ملي ايتلاف وياند، سيد فاضل حسين سانچارکي هم وايي چې د واشنگټن او ايران ترمنځ د اړيکو ښه والی به هرو مرو د افغانستان په گټه وي.

هغه وويل: "له شک پرته پر ايران لگيدلي اقتصادي بنديزونه پر افغانانو غير مستقيم اغيز لري. هيله من يو د امريکا او ايران تر منځ د اړيکو د ښه والي له امله به دا بنديزونه لرې شي. همدارنگه به د متحده ايالتونو د شتون په پلمه د ايران لاسوهنه هم ژر بنده شي. څنگه چې د [متحده ايالتونو او ايران] اړيکي ښې کيږي، افغانستان او ايران به هم د بيا رغاونې، د ترهگرۍ په وړاندې جگړې، د نشه يي توکو په وړاندې مبارزې، اقتصادي او نورو ډگرونو کې خپلې همکارۍ لا پسې پراخې کړي."

په کابل کې د سيمه ييزو مطالعاتو د دفتر مشر، عبدالغفور لېوال گوته وڅنډله چې روحاني لا تر اوسه په ايران کې د محافظه کارانو له سخت مقاومت سره مخامخ دی. له هغې سره سره بيا هم يوه مثبته نښه دا ده چې وروستنی پرېکړه کوونکی، روحاني مشر، آيت الله علي خامنه يي د ايران د بهرينو اړيکو په ډگر کې د "نرم چلن - انعطاف"په اړه خبرې کړي دي.

ليوال دا هم وويل، په ايران کې د متحده ايالاتونو نوي شوې گټې به افغانستان ته د هغه پام راټيټ کړي.

هغه وويل: "که چېرته د متحده ايالتونو او ايرن تر منځ اړيکې ښې شي او ايران د متحده ايالتونو ستراتيژيک ملگری شي، نو ايران به هغه گټې، چې اوس يې افغانستان له متحده ايالتونو او نړيوالې ټولنې څخه تر لاس کوي، ترلاسه کړي. په دې کار به پر ايران د امريکا تمرکز زيات او افغانستان ته به يې پام کم شي."

د حق او عدالت د گوند مرستيال، معين مرستيال په ايران کې د رفورم د څرنگوالي په اړه شک څرگند کړ. هغه وويل، د روحاني تاکتيکونه مازې د اقتصادي بنديزونو د لرې کولو په موخه دي، په داسې حال کې اصلي واک له روحانيونو سره دی چې د بهرنيو او کورنيو تگلارو پرېکړې يې په لاس کې دي.

هغه وويل: "د حکومت او ولسمشر بدلون به په سيمه کې د ايران مذهبي موخې بدلې نه کړي. ايران غواړي د هند او پاکستان په څېر په سيمه کې اتومي ځواک وي. ايران غواړي په سيمه کې شيعه مذهب ته پراختيا ورکړي. دا هغه څه دي چې سعودي عربستان يې مخالف دی. سعودي عربستان هم له متحده ايالتونو سره ښې اړيکې لري. ايران په سيمه کې د عربانو، په تېره بيا د سعودي عرب د اغېز له پراختيا څخه اندېښمن دي. ايران هلې ځلې کوي د دې کار مخه ونيسي او په سيمه کې خپل غير مستقيم مذهبي او فرهنگي کنترول زيات کړي." 

حفيظ الله گردش په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر اډيتور او مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوې خبرياله ده.