آيا د افغانستان د ښځينه پيلوټانو هيلې لوړې دي

ټولنيز تعصب او لږې اسانتياوې د هېواد د هوايي چلن په اکاډمۍ کې د گوتو په شمېر ښځينه پيلوټانو ژوند گرانوي.

آيا د افغانستان د ښځينه پيلوټانو هيلې لوړې دي

ټولنيز تعصب او لږې اسانتياوې د هېواد د هوايي چلن په اکاډمۍ کې د گوتو په شمېر ښځينه پيلوټانو ژوند گرانوي.

A member of the Afghan Air Force stands in the doorway of a hangar in Kandahar. (Photo: Justin Sullivan/Getty Images)
A member of the Afghan Air Force stands in the doorway of a hangar in Kandahar. (Photo: Justin Sullivan/Getty Images)

د ٢٠١٦ کال د دسمبر په مياشت کې د افغانستان د هوايي ځواک له دوو ښځينه پيلوټانو څخه د نيلوفر رحماني په نامه يوې پېلوټې له هغه وروسته چې کلونه، کلونه ورته د مرگ گواښونه شوي، په متحده ايالتونو کې د پنا اخيستلو غوښتنه کړې ده.

نيلوفر رحماني، چې په ٢٠١٢ کال کې پېلوټه شوه، اوس هيله لري چې که د امريکا په هوايي ځواکونو کې ورته دنده ورکړل شي. نوموړې نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په مرکې کې وويل،[په افغانستان کې د ښځو لپاره] شرايط ورځ په ورځ سختيږي. 

د رحماني له تگ وروسته په افغان هوايي ځواک کې د صفيې فېروزي په نامه يوه ښځينه پېلوټه پاتې شوه. نوموړې په دې وروستيو کې د هرات ولايت د شينډنډ په پوځي هوايي ډگر کې ازمېښتي الوتنې سرته ورسولې.

فيروزي، چې مېړه يې هم پيلوټ دی، وويل، د دندې په وړاندې ستونزې مې د کار مخه نشي نيولای. 

هغې وويل: «امنيتي ځواکونو ته مهمات چمتو کوم او ناروغ سرتيري پلازمېنې ته لېږدوم. [د ورځې] لس ساعتونه الوتنه اسان کار نه دی، خو زه يې خلکو ته د خدمت په خاطر سرته رسوم.»

د رحماني د پناغوښتنې د ادعا په اړه خبرونه د هغو پنځو تنو ښځو لپاره ښه خبر نه دی، چې اوس د کابل د هوايي چلن په اکاډمۍ کې په زده کړو بوختې دي.

د کلونو کلونو سختې او له کړاو څخه ډکې روزنې له بشپړولو ورسته هغوی هيله لري د ممتازو کسانو په کوچنۍ ليکه کې د ښځينه پېلوټانو په توگه خدمت وکړي او څرگنده کړي چې ښځې په اوسني افغانستان کې کومې برياوې لاسته راوړای شي.

له سلگونو نارينه ځوانانو سره اوږه په اوږه د تحصيل د ستونزو تر څنگ ښځو ته د ډېرو لږو اسانتياوو له موجوديت پرته ډېر نور ټولنيز او فرهنگي خنډونه په مخ کې پراته دي.

د اکاډمۍ ټول استادان نارينه دي او په دغه بشپړه محافظه کاره ټولنه کې، چې د جنسيت په وړاندې تبعيض پکې يو معيار گڼل کيږي، يو بل خنډ جوړوي.

اته مياشتې کيږي چې شميم نوري په دغه اکاډمۍ کې لوست لولي. هغه له خپل پرمختگ څخه خوښه ده، خو ويې ويل، هغه او نورې ښځينه همټولگيوالې يې له نارينه برلاسي چاپېريال سره منگولې لگوي.

هغې وويل: «د هوايي چلن په اکاډمۍ کې مې له زده کړې سره ډېره مينه درلوده. ما له دغه ټولو ستونزو سره سره دا مسلک غوره کړ، ترڅو خلکو ته په دغه لاره خدمت وکړای شم. خو د ډېرې اندېښنې خبره دا ده چې موږ هيڅ ښځينه استادانې نه لرو. ښځې هم د نارينه گانو په څېر درس ورکولای شي.»

دلته  د استوگنې جلا ځای او آن د جامو د بدلولو خونې نشته. له دې امله ښځې نشي کولای يوازې  واوسي.

د هغې بلې همټولگيوالې، زهرې نبي زاده وويل، د نجونو د ليليې نشتوالی په دغه لار کې يو مهم خنډ دی.

هغې وويل: «د بېلابېلو ولايتونو گڼ شمېر خلک غواړي کابل ته راشي او پېلوټانې شي، خو له دې امله چې نجونو ته بېله ليليه او د لېږد رالېږد وسايل نشته، د زده کړې لپاره دلته راتلای نشي. موږ يوازې پنځه تنه نجونې يو چې د هوايي چلن په اکاډمۍ کې زده کړه کوو او د ورځې په څلورو بجو کورونو ته ځو.»

د عبدالرووف په نامه يوه استاد، اعتراف وکړ چې د ښځينه استادانو نشتوالی د نجونو د شامليدو مخه نيسي.

له بل پلوه هوايي ځواک زياترو ښځو ته ښه انتخاب نه دی، په تېره بيا پر هغو خنډونو بريالي کېدل چې له اکاډمۍ څخه د فراغت لپاره د هغوی په وړاندې موجود دي. 

هغه وويل: «د اسانتياوو پر نشتوالي سربېره د هوايي چلن په اکاډمۍ کې زده کړه د ښځو لپاره د گوتو په شمېر گټې لري. يو نجلۍ څلور کاله زده کړه کوي چې ښه پېلوټه شي. که چېرته [له فراغت] وروسته د هوايي چلن په اکاډمۍ کې پر تدريس پيل وکړي، نو تر ٢٥٠٠٠ افغانيو زيات معاش نشي ترلاسه کولای.»

نوموړي يادونه وکړه، پخوانيو فارغانو د روزنکو د دندې پرځای په دفتر کې دنده تر لاسه کړې.  

هغه وويل: «موږ يوه ښځينه پېلوټه درلوده چې د هوايي چلن له اکاډمۍ څخه فارغه شوې وه، خو اوس د وزارت د جنسيت په څانگه کې کار کوي. که چېرته اکاډمۍ ورته ښه معاش او نور امتيازات ورکولای، نو په اکاډمۍ کې به يې پر تدريس لاس پورې کړی و. دې کار به ښځينه زده کوونکو ته ډېره گټه رسولی وای.»

د افغان هوايي ځواک پخوانی قوماندان، عتيق الله امرخېل مني چې د سم چار چلن نشتوالي، لږ معاش او پراخ ټولنيز تعصب ښځې له دې خدمت څخه بې برخې کړې دي.

هغه وويل: «هغه مرکزي موضوع، چې په هوايي ځواک کې د ښځو د گډون مخه نيسي، ښځينه پېلوټانو ته د اسانتياو نشتوالی، لږ معاش او د همکارانو له خوا ناسم چلن او د درناوۍ نه موجوديت دی.»

هغه وويل، په ١٩٧٠ او ١٩٨٠ کلونو کې ښځو ته په اردو کې ډېر ښه شرايط موجود و.

هغه وويل: «هوايي ځواک ښځينه پېلوټانو ته د اړتيا وړ ټولې اسانتياوې چمتو کړې وې او آن د استوگنې کورونه او نور امتيازات يې ورکړي و.»

پراخه پانگونه

د کابل د هوايي ځواک اکاډمي بنسټيز نظري درسونه او د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په پوځي هوايي ډگر کې عملي تمريني الوتنې چمتو کوي. له يوه کال وروسته بايد ټول زده کوونکي په بهر کې خپلې لوړې زده کړې بشپړه کړي.  

متحده ايالتونو په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته د افغانستان په هوايي ځواک کې ډېره پانگونه کړې او څه دپاسه درې عشاريه اووه مليارډه ډالره بسپنه يې چمتو کړې ده. اوس يو لوی ډگر موجود دی چې ١٢٠ ترانسپورتي او جنگي الوتکي پکې ځاييږي.

د اردو يوې متقاعدې جنرالې، ظريفې ذکي، چې اوس د افغانستان د ولسي جرگې د ملي امنيت د کميسون غړيتوب لري، وويل، د ښځو پر سرته رسول شوي دندې سترگې پټې شوې دي.

هغې وويل، د افغانستان په عصري پوځې بنسټونو کې د ښځو موجوديت ډېره مهمه خبره ده.

هغې وويل: «پېلوټ کېدل د نارينه يا ښځو ډېره زړورتيا غواړي. د هوايي پوځي ځواک ښه کېدو ته ډېر کار پکار دی، خو تر اوسه هيڅ لاسته راوړنه [بريا] نه لري. نړيوالې ټولنې له افغان هوايي ځواک سره ډېره مرسته کړې او تمويل کړې يې ده، خو د ښځو رول ته يې هيڅ پام نه دی اړولی.»

د دفاع وزارت مرستيال وياند، محمد رادمنش په ټينگار وويل، اردو د ښځو لپاره د ډېرو او برابرو فرصتونو په چمتو کولو کې بې پروايي نه ده کړې.  

هغه وويل: «د افغانستان د دفاع وزارت غواړي چې د امريکا د متحده ايالتونو او د ټينگ ملاتړ د ماموريت [د ناتو تر سرمشرۍ لاندې په هېواد کې څه دپاسه ١٣٠٠٠ سرتيري] په گډه مرسته ډېر فرصتونه چمتو کړي او په افغان هوايي ځواک کې ښځينه پيلوټانو ته د روزنې په برخه کې لاره هواره کړي.»

په افغانستان کې يوازنۍ پاتې شوې ښځينه پېلوټې، فيروزې څرگنده کړه چې هر څو ستونزمنه [دنده] هم وي، خپلو الوتنو ته به دوام ورکوي. 

هغې وويل: « سره له دې چې زما دنده ډېرې انرژۍ او زغم ته ته اړتيا لري، خو بيا به هم  ورته دوام ورکوم. زه آن سرښندنې ته چمتو يم، ځکه زما کار هېواد ته خدمت دی.»

Frontline Updates
Support local journalists