Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

آذربايجان: کډوال کورته د تګ خوبونه ګوري

د قره باغ د جګړې کډوال لا تر اوسه هم له يوې لسيزې څخه د زياتې مودې له تېرېدو وروسته له نوي ژوند سره د سمون لپاره لاس او پښې وهي.
By Nurlana Gulieva

د پوهنتون په دې ليليه کې اوس چوپه چوپتيا خپره ده، چې يو مهال به د زده کوونکو ټوکو ټکالو او خنداګانو په سر اخيستې وه. د آذربايجان په پلازمينې، باکو کې، د زده کوونکو په استوګنځايونو کې دا اوسني استوګن د خندا او موسکا لپاره څه شی نه لري. هغوی د يوې مړی ډوډۍ د ميندلو لپاره لاس او پښې وهي.


د هغه ځای زياتره اوسيدونکي اوس کډوال او کورني بېځايه کورنۍ دي، چې د نګورنو قره باغ او د هغی د له خوا وشا ځايونو څخه راغلي دي. هغوی د هغه جګړې په پايلې کې يا پخپله تښتېدلي او يا د ارمينيايي ځواکونو له خوا په زوره ايستل شوي، چې له 1991 کال څخه تر 1994 کال پورې يې دوام وکړ.


يو شمېر يي لکه د 66 کلنې نساء په څېر له 12 کلونو راهيسې په ويجاړو او نړېدلو ودانيو کې ځای په ځای شو ي، چې زينې يې لوېدلي او د لنده بل او نم بوی ترې خيژي. هغه له خپل مېړه، زوی او نګور سره په يوې کوچنۍ کوټې کې اوسيږي او د قره باغ سهيل ته د ايران او ارمينيا په پولې پروت، خپل کلي، زانګيلان کې خپل ښکلي باغ او کور ته د ورستنېدو خوبونه ګوري.


هغه وايي: ((موږ په خپل کلي کې تر ډېره ځنډه پاتې شو. زما د مېړه او ورونو په ګډون ټولو خلکو د هغی دفاع وکړه. وروسته دومره زياته او شديده بمباري پيل شوه، چې څو ورځې په سمڅو کې پټ شو. ما يوازې دومره وکړای شول، چې خپله شړۍ له ځان سره راواخلم.))


زانګيلان د 1993 کال په اګست کې هغه مهال په بشپړ ډول د ارمنيايي پوځونو لاس ته ورغی، چې پاتې اوسېدونکې په آذربايجان کې د 780 بېځايه شويو کورنيو له ليکو سره يوځای کېدوته اړايستل شول. په دې شمېره کې دارمينيا کډوال او په همدې توګه د قره باغ د ولسوالۍ بېځايه شوي خلک شامل دي، خو يو شمېر خلک لا تر اوسه په آذربايجان کې اوسيږي، چې سمه شمېره يې څرګنده نه ده.


کډوال ډېر ستونزمن ژوند لري. د نساء کورنۍ د مياشتې په 260 زرو مناتو (55 امريکايي ډالر) ورځې شپې سبا کوي. هغوی ته د دولت له خوا هم د سړي په سر هره مياشت د 30 زرو مناتو په شاوخوا کې مرسته رسيږي، چې د هغې نيمايي يې په ورځني لګښتونو لګيږي.


نساء وايي: ((موږ ته اوبلن ګاز راکول کيږي، سره له دې چې جريان يې کمزوری هم دی. د ورځې دوه درې ساعته اوبه لرو، برښنا لرو خو کله ناکله ځي. د استوګنځې ترڅنګ د خاورو خځلو لويه ډېرۍ جوړه شوې. هرڅومره شکايت چې مو وکړ، هېڅوک يې له دې ځايه نه لېږدوي. موږ ددې خدمتونو په وړاندې پيسې ورکوو.))


کورنيو ته د خوراکي توکو وېش تر دوه کاله وړاندې روان و. د نساء په وينا: ((تر دې وروستيو وختونو پورې نړيوالو خيريه موسسو له موږ سره مرسته وکړه، اوړه، وريجې، غوړي او کله ناکله يې غوښه راکوله. اوس کال کې يو ځل راته جامې او بړستنې او توشکونه راکول کيږي.))


بې روزګاري لويه ستونزه ده. په 2000 او 2001 کلونو کې د يو شمېر غير حکومتي موسسو له خوا د ناروغانو د پالنې (نرس) او ګنډلو کورسونو جوړشول،خو د روزل شويو خلکو لپاره د دندو د نه موندل کېدو له امله يې کومه نتېجه ورنه کړه.


د نساء زوی کله ناکله د ودانيو په کارونو کې ځانته کار مومي، خو مېړه يې هغومره نېکمرغه نه دی. هغه وايي: ((هغه ټول عمرکار کړی دی. خو اوس نه پوهيږي، چې له خپل ځان سره څه وکړي.))


ايلنورا مامديوا، يوه بله بې کوره شوې مېرمن ده. هغه اوس د قره باغ ختيز ته د آذربايجان په يو ښارګي کې اوسيږي. هغه له خپلې لس کلنې لور سره له 12 نورو کډوالو کورنيو سره په يو دوه کوټه يي کوډلې کې اوسيږي. هغوی وړۍ ريشي او له دې لارې پيسې پيدا کوي. دا پيسې آن د هغې د کوچنۍ لور د ډاکټر فيس اود درملو لګښت هم نه پوره کوي، چې په ښځينه ناروغۍ باندې اخته ده.


آن يوه لسيزه وروسته د هغو خلکو لپاره د ژوند بيا جوړول آسانه نه دي، چې يوه پلا يې د کورني ژوند ريښې سره وشليږي.


سيودا ګومباتوا، چې اوس 42 کلنه ده، 12 کاله وړاندې د اګدام د ولسوالۍ له خيدريلي کلي څخه له خپل مېړه او ماشومانو سره باکو ته راغله. دا له قره باغ بهر سيمه ده، چې د جګړې د پای ته له رسيدو وروسته دارمينايي ځواکونو په لاس کې پاتې ده.


د هغې مور او پلار هلته په جګړې کې مړه شوي و.


ګومباتوا وايي: ((د کال په هغه ورځو کې چې زموږ د دود له مخې موږ د خپلو خپلوانو د قبرونو زيارتونو ته ځو، زه زياته خپه وم. ما آن نه شوای کولای د ډېرو نزدې او راته ګرانو خپلوانو په قبرونو ګلان کېږدم.))


د هغې مشر اولادونه، چې اوس شل کلن او اتلس کلن دي، خپل کلی پېژني او له پلرني هېواد څخه له جلاوالي سره سره ګومباتوا پتېلې ده، هغوی د قره باغيانو په توګه لوی کړي.


هغه وايي: ((په آذربايجان کې هر ولايت خپله، خپله لهجه لري. زما نه خوښيږي، چې اولادونه مې د باکو د لهجې پېښې وکړي.))


هغه زياتوي: ((زه په هغوی زور اچوم، چې د (آذري ژبې) په قره باغي لهجه وګړيږي. هيڅوک بايد خپلې ريښې له ياده ونه باسي. د يو چا له لهجې بايد نور وپوهيږي، چې هغه د کوم ځای دی. کله چې څوک ورڅخه پوښتنه کوي، چې د کوم ځای ياست، نو بايد په وياړ ورته وايي، چې د قره باغ يو.))


ګومباتوا وايي، کله چې د هغې زامن له هغې څخه پوښتنه کوي، خپلې سيمې ته زموږ د نه ورتګ پړه د چا پرغاړې ده، نو هغه په ځواب کې ورته وايي، چې د ارمنيانو پر غاړې ده.


نساء هم د ګومباتوا په څېر کلي ته په ستنېدو پسې پخسيږي (لېواله ده).


هغه نور نه غواړي، خيرات ته لاسونه اوږده کړي. هغه يوازې دا غواړي، چې ژوند وکړي او دې ته چمتو ده، چې د قره باغ خواوشا سيمو کې د جګړې لومړۍ کرښې ته وروګرځي، چې د آذربايجان د تيلو په عايد کډوالو ته په کې کورونه جوړيږي.


هغه وايي: ((که زما ټول ملګري کليوال دا کار وکړي، نو زه به هم همغسې وکړم. زه غواړم، لکه د پخوا په څېر په يو کلي کې واوسيږم.))


د امليا خليلوا کورنۍ په 1993 کال کې هغه مهال د قره باغ له سهيل ختيځ، فيضولي څخه باکو ته وکوچېده، چې جګړې زور واخيست. هغوی لا تر اوسه هلته په يوې ليليې کې اوسيږي، چې شرايط يې خورا ستونزمن دي. د خليلوا مېړه ناروغ شوی دی.


هغوی يوازې يو ارمان لري: ((موږ يو خوب ګورو او هغه داچې يوه ورځ به خپلې سيمې ته بېرته ستانه شو. موږ چمتو يو، چې له دې څخه په ناوړو شرايطو کې واوسيږو. خو يوازې هلته، چېرته چې زموږ کور دی.))