کرزى بيا ټاکنه يو سرته رسېدلى عمل ګڼي

داسې برېښي، چې ولسمشر حامد کرزى به ټولټاکنې وګټي، خو آيا دا ټاکنې به عادلانه وي؟

کرزى بيا ټاکنه يو سرته رسېدلى عمل ګڼي

داسې برېښي، چې ولسمشر حامد کرزى به ټولټاکنې وګټي، خو آيا دا ټاکنې به عادلانه وي؟

افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د اکتوبر د نهمې نېټې د مهمو ټول ټاکنو په لور درومي، خو په داسې حال کې چې ملګري ملتونه او د ټول ټاکنو اداره د رايي د اچولو په نيټې کار کوي، دا لا څرګنده نه ده، چې آيا وبه شي، پايلې د خلکو خوښه په سمه توګه منعکسه کړي.


د ځايي قوماندانانو زيات ځواک، ياغي طالبان، د رايه ورکوونکو ډارونه او د متحده ايالتونو تر ملاتړ لاندې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ولاړ حامد کرزى، چې زياتره ورته د ګټونکي په سترګه کتل کيږي، هغه څه دي، چې د خپلواکو او عادلانه ټاکنو امکان ترپوښتنې لاندې راولي.


شپږ څلوېښت کلن حامد کرزى له افغانستان څخه بهر يوازېنى پېژندل شوى کانديد دى. هغه د لومړي ځل لپاره د نړيوالې ټولنې له خوا په ٢٠٠١ کې د بن په کنفرانس کې دې څوکۍ ته غوره شواو بيا وروسته د ٢٠٠٢ کال د جون د مياشتې د بيړنۍ لويي جرګې له خوا د منځمهالې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.


دا کا ر خلکو ته په پراخ ډول داسې سوچ ورکوي، چې ګوندې ټول ټاکنې د حامد کرزي په خاطر تر سره کيږي او نه په رښتينې توګه د خلکو له خوا د ټاکلو په منظور.


تر اوسه يوويشتو تنو خپل نومونه د ولسمشرۍ د څوکۍ لپار ه ليکلي دي، خو د تېرې اوونۍ تر پايه پورې هيڅ يو هم يي د ټول ټاکنو د ګډ دفتر د رسمي ثبت غوښتنې نه دي بشپړې کړي. د رايه ور کولو لپاره د هغوى د نوم د راڅرګندېدو په خاطر بايد کانديدان د لسو زرو ثبت شويو کارتونو فوتوکاپيګانې چمتو او يو زر ډالره نغدې پيسې تحويلې کړي.


د افغانستان د ملي پيوستون د غورځنګ مشر، سيد اسحق ګيلاني او د ولسمشرۍ د څوکۍ د ګټلو لپاره د ولاړو خلکو څخه يو، څرګنده کړه، د ټاکنو خواوشا حالت داسې څرګندوي، چې د پايلې په هکله لا د مخه پرېکړه شوې وي. ګيلاني چې په يوې سترې او منلې کورنۍ پورې تړلى دى، وايي: "ما تل ويلي دي، چې د ټاکنو په قانون کې يوازې يوه کرښه کمه ده او هغه دا چې، کرزى ولسمشر دى."


ښايي نور کانديدان، د عبدالرب رسول سياف د تنظيم پخوانى مرستيال، احمد شاه احمد زى او يوه مېرمنه، ډاکتره مسعوده جلال اوسي، چې د ٢٠٠٢ کال د جون د مياشتې په بيړنۍ لويي جرګې کې د حامد کرزي په وړاندې د ولسمشرۍ لپاره ولاړه وه.


احمد شاه احمدزى، چې له طالبانو څخه د مخه د برهان الدين رباني د حکومت د صدراعظم مرستيال و، وايي. که چېرته کرزى غواړي د ولسمشرى د څوکۍ د نيولو لپاره ودريږي، بايد دا اوس له خپلې څوکې ګوښه شي.


په ښا راو کوڅو کې د ولسمشر حامد کرزي په هکله په پراخه توګه دا نظر موجود دى، چې د هغه د ټاکنې په هکله لا له وړاندې پرېکړه شوې ده.


دکابل ولايت د ده سبز د ولسوالۍ يو بزګر٦٣ کلن ګل محمد د رايي ورکولو اړتيا نه ويني. هغه پوښتنه کوي: "زه ولې هڅه وکړم؟ کرزى به ولسمشر وي" نوموړى زياتوي: "که چېرته امريکا د طالبانو له پرځېدو وروسته په دې وتوانېده، چې کرزى د ارزګان په غرونو کې د افغانستان ولسمشر کړي، نو اوس هم ولې هماغسې نه شي کولاى؟"


په جلال آباد کې يو ليکوال، ولي کنديوال وويل: "نور کانديدان بايد هڅه ونه کړي او نه خپلې پيسې ولګوي. هيڅ يو يي د کرزې په څېر نړيوال ملاتړ نه لري." هغه زياته کړه: "نن سبا هر څوک په دې ښه پوهيږي، چې نړيوال ملاتړ له افغاني ملاتړ څخه غوره دى." کرزى په څرګند ډول د امريکي تر ملاتړ لاندې دى.


يو شمېرافغانان کرزى پړ ګڼې، چې په زياته اندازه د امريکايانوتر اغېز لاندې دى. د افغانستان د څېړنو د مرکز مشر، پوهاند رسول امين وايي، هغه په دې اند دى، چې د افغانستان لپاره پلانونه امريکايان جوړوي، نه کرزى.


د منځمهالې ادارې مشر په منظم ډول د امريکا له سفير، زلمي خليل زاد سره ګوري، د پلازمينې په شاوخوا کې په امريکايي زغره والې واسطې کې ګرځي او امريکايي ساتونکي يي څارنه او ساتنه کوي.


د جولاى په څلورم، د امريکا د خپلواکۍ په ورځ هغه متحده ايالتونو ته د "فلادلفيا د آزادۍ د مدال" د ترلاسه کولو لپاره تللى و. دا مدال هرکال د فلادلفيا د غير انتفاعي او غير سياسي انجمن له خوا د نړۍ هغو مشرانو ته ورکول کيږي، چې د آزادۍ لپاره هلې ځلې کوي. کرزى د ځينو افغانانو له خوا په دې خبره ګرم بلل شوى و، چې ويلي يي و: "خداى دې امريکا او افغانستان دواړه نېکمرغه لري. خداى دې زموږ دواړه ملتونه خوشحاله لري."


تېره اوونۍ "آسيا فونډېشن" د هېواد په کچه د سياسي ټاکنو پايلې خپرې کړې. د شمېرنو بنسټ کوچنى و. د هېواد د ٣٢ ولايتونو له ډلې څخه يوازې په ٢٩ هغو کې له ٨٠٤ تنو سره مرکه شوې وه.


په سروې کې څرګنده شوې وه، دوه په درېمه برخه افغانان (په سلو کې دوه شپېته) په دې اند وو، چې کرزى د ولسمشرۍ دنده په "ښه" يا "ډېرښه" ډول سرته رسوي، په داسې حال کې، چې له نيمايي زيات يي (په سلو کې ٥٧) يي منځمهالى حکومت "ښه" يا "ډېر ښه" ګڼلو.


په دې اړوند زيات سيمه ييز توپيرونه موجوو و. په سهيل کې کرزي له درېمې برخې (په سلو کې ٣٥) څخه لږ څه پورته نومره اخيستې، په داسې حال کې چې په سلو کې ٤٦ هغه ته د "وړ" يا "کمزوري" نومره ورکړې. د هېواد په شمال لوېديځه سيمه کې د دوه په دريمې برخې په پرتله (په سلو کې ٧١) يوازې په سلو کې شلو هغه ته مثبته نومره ورکړې او هغه يي "وړ" يا کمزورى" ګڼلىدى.


د يو افغاني سياستوال په توګه د کرزى مخينه ښايي ددې وړاند وينه وکړي، چې د هېواد په کچه پراخ ملاتړ تر لاسه کړي.


کرزى، په کندها رکې د پخوانيو طالبانو په مرکز کې، يو پياوړى پښتون دى. د مجاهدينو په ليکوکې يي د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې په ١٩٨٢ کلونو کې جګړه کړې ده. خو د منځمهالې ادارې په واکمنۍ کې هغه په دې کې پاتې راغلى دى، چې ويشل شوى هېواد يو موټى او ترمرکزي واک لاندې يي راولي.


په داسې حال کې چې په پلازمينه کې امنيت د ناتو تر قوماندې لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک (آيساف) د ځواکونو په لاس کې دى، د هېواد زياتره نورې سيمې د ځايي قوماندانانو په لاس کې دي، چې د نيشه يي توکو د قاچاق له لارې خپلې شخصي مليشې پياوړې کوي.


کرزى په دې کې پاتې راغلى دى، چې د امنيت د لا خرابېدو مخه ونيسي. د ټول ټاکنو په لاره اچولو، د ټولو ټاکنو کارکوونکي، په تېره بيا مېرمنې، تر بريدونو لاندې راغلي دي. څو تنه يي په دې وروستيو وختونو کې د هېواد په ختېځ ښار جلال آباد کې وژل شوې دي.


وتلى ليکوال، حيب الله رفيع وايي: "زه همدا اوس ويلاى شم،چې ټول ټاکنې به نه عادلانه وي او نه د خلکو په ګټه." ځکه بې مسووليته ځايي قوماندانان او ټوپک وال د مرکزي حکومت تابعيت نه مني.


رفيع په کرزي پړه اچوي، چې په غير دموکراتيک ډول په کابل کې د مخکښو ځايي قوماندانو سره ګوري او په راتلونکي حکومت کې ورته څوکۍ ستوي.


کرزې په ټينګه او پرله پسې توګه دا پړه رده کړې ده، خو دا جوته ده، په ولايتونو کې تر غاښونو پورې وسله وال ځايي قوماندانان يوه لويه ستونزه ده.


د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد، نصرالله ستانکزى وايي: "د حکومت په وړاندې ستره ستونزه داده، چې د هېواد په ټولو برخو کنترول نه لري."


کرزي تېره اوونې يو فرمان لاسليک کړ او قوماندانانو ته يي ګواښنه کړې، که چېرې د بې وسلې کولو د ملي پروګرام په وړاندې مقاومت وکړي، نو له سختوپايلو سره به مخامخ شي. خو دا لا څرګنده نه ده، چې پوليس يا نوى عدلي سيستم به د هغوى په وړاندې څه وکړي. سترو ولايتونو ته د کرزي د واک د غځولو مخکينې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې وې.


ددې مياشتې په سر کې، په لوېديځ ښار هرات کې، د مرکزي استخباراتو رئيس، له هغه وروسته چې د هغه کارکوونکي وډبول شول، دې ته اړ شو، چې بېرته کابل ته ستون شي. هرات د قوماندان اسمعيل خان مرکز دى.


د اپرېل په مياشت کې د فارياب په شمالي ولايت کې د هغه ولايت والي، عنايت الله عنايت، چې د مرکزي حکومت له خوا ګومارل شوى و، د ځايي مقاومت په پايله کې استعفا ته اړايستل شو. ددې سيمې قوماندان عبدالرشيد دوستم دى. په همدې ډول په ګاونډي ولايت سرپل کې عبدالحق شفق هغه مهال د ولايت څوکۍ پرېښودو ته اړ شو، چې تر فشار لاندې راغى. سرپل هم د دوستم تر کنترول لاندې دى.


مرکزي حکومت د بلخ ولايت مرکز، د مزارشريف په ښار کې نه دى توانيدلى، چې يو څوک د ښاروال په توګه وګوماري. په هغې برسېره د پوليسو قوماندان، چې په کابل کې د کورنيو چارو دوزارت له خوا استول شوى و، په دې وروستيو وختونو کې په شمال کې د جمعيت اسلامي د ډلې د قوماندان، جنرال عطامحمد د ځواکونو له خوا په خپل کور کې نظر بند شوى دى.


دا او داسې نورې پېښې د ولسشمر حامد کرزي په سياسي اړتيا ټينګار کوي، چې په قوماندانانو لاسبرى ومومي. خندنى خبره خولا داده، چې د هغه تر ټولو لويه ستونزه له هماغه شمالي زيات شمېر مشرانو سره ده، چې درې کاله دمخه د هغه ملاتړي، امريکا، ورته طالبان راوپرځول او هغوى يي د قدرت په ګدۍ کېنول.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists