ښځى د پرمختګ په لور

د ښځو يو نوى راډيويي سټيشن د دوى لخوا د لازياتو حقونو د تر لاسه کولو لپاره د يوه بل برياليتوب په توګه ليدل کيږي.

ښځى د پرمختګ په لور

د ښځو يو نوى راډيويي سټيشن د دوى لخوا د لازياتو حقونو د تر لاسه کولو لپاره د يوه بل برياليتوب په توګه ليدل کيږي.

د يوى لسيزى په اوږدو کى د لومړي ځل لپاره ، د ښځو د سندرو غږ د افغانستان د هوا په څپو کى دا اوونۍ خپور شو، چى د طالبانو د تيارو کلونو راهيسته د ښځو د پرمختګ وروستۍ نښه ده.


د ښځو د نوي راډيويي سټيشن پيل چى د ښځو د آواز په نامه ياديږي ، تير کال په کابل، جلال آباد او مزارشريف کى لږ تر لږه د پنځو ، شپږو خپرونو له پيليدو وروسته جوړيږي.


د ښځو د آواز ليګ ، هغه سازمان دى چى نوى راډيويي سټيشن يي پيل کړ، او خپله لومړۍ ګڼه يي د مارچ په پنځمه نيټه چاپ کړه او پکښى خبرونه ، نظر او د ستونځو مخونه هم و.


تير سمستر د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د ښځو او نجونو لپاره په لومړي ځل د موزيک درسونه پيل کړل. يوازى دوى نجونى راغلى وى، خو پوهنتون هيله لري چى ١٣ نور تش ځايونه هم د نوي سمستر تر پيليدو چى د مارچ په ٢٢ پيليږي ډک کړي.


يو بل خنډ چى بايد ليرى شي هغه په دولتي تلويزيون او راډيو کى د ښځو له خوا د سندرو ويل دي. په انتقالي حکومت کى د دودپالو او پرمختګ غوښتونکو تر منځ د واک لپاره د روانى مبارزى معنى دا ده چى رسمي بنديز لا پر ځاى پاتى دى. د ښځو د آواز د ليګ ريسه جميله مجاهد، چى يو کال وړاندى يي دا ليګ پيل کړ وايي: دا بنديز د هغى پر سټيشن نه شي پلى کيدى ځکه چى هغه دولتي نه دى.


جميله مجاهد همدارنګه د راډيو او تلويزيون نطاقه، او د ملالۍ په نامه د مياشتنۍ مجلى چى د ښځو يوه خپلواکه خپرونه ده مسول مديره او بنسټ ايښودونکى هم ده. هغى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: موږ د ځان لپاره ډير ښه والى وينو چى يو کال وړاندى مو تصور هم نه شو کولى . زه ډيره خوشحاله يم چى موږ خپله راديو لرو.


دا راډيويي سټسشن چى يونسکو يي مالي لګښت ورکوي، پنځه تنه کارکوونکي لري، ماسپښين ناوخته د يوى ګړۍ له پاره خپرونه لري، او پلان لري چى ډير ژر خپله خپرونه دوه چنده کړي. پروګرامونه يي خبرونه، تعليم، ټولنيز او ښځينه مسايل، پخلى او البته موسقي هم پکښى ده، چى په دواړو رسمي ژبو ، پښتو او دري خپرونى کوي او له کابل څخه ٢٠ کيلومتره ليرى اوريدونکو ته د اف ، ام په ٩١،٦ ميګاهيرتزه رسيدى شي. دا سټيشن پلان لري چى د افغانستان په لر او بر کى په دوى پورى تړلي سټيشنونه جوړ او پر لنډو څپو خپل پروګرامونه خپاره کړي.


ميرمن پروين لومړۍ ميرمن وه چى په کال ١٩٥٧ کى يي په راډيو افغانستان کى سندرى وويلى ، د مارچ په اتمه نيټه يي د ٣٥٠ کسانو لپاره چى د ښځو د ليګ لومړۍ کليزه او د نوي سټيشن پرانيستنه وه کنسرت ورکړ. راډيو افغانستان يوازى د ښځو د سندرو ريکاډونه خپروي خو چا دا اوس مهال ژوندۍ سندرى نه دي ويلي. ميرمن پروين چى اوس ٧٥ کلنه ده او ټول غاښونه يي لويدلي دي لا هم سندرى وايي. د سټيشن د پرانيستو په مراسمو کى هغى او نورو وويل چى افغاني ميرمنى بايد د ځان لپاره خپل آواز پورته کړي.


ميرمن پروين وويل: دوى بايد هڅه وکړي چى په خپلو ټولنيزو شرايطو کى ښه والى راولي. خو هغه او نورى ښځينه سندرغاړي په هيواد کى ژوند نه کوي او د کورنۍ جګړى پر مهال له هيواد څخه وتلي دي.


د مارچ پر اتمه نيټه د ښځينه چارو وزيرى حبيبى صرابي وويل: دا راډيويي سټيشن بايد ښځو ته د هغوى د حقونو په هکله معلومات ورکړي او دا هم ووايي چى د کار کولو له پاره بايد نور د انتظار ځنډ ته تم نه شي. موږ هم انسانان يو او هغه څه چى نارينه يي کولى شي موږ يي هم کولى شو. صرابي همدارنګه غوښتنه وکړه چى ولس مشر حامد کرزى د ښځو پر سندرو ويلو رسمي بنديز ليرى کړي او دا اعلان دى په دولتي راډيو او تلويزيون کى وکړي.


د غونډى بل ګډون کوونکي د اطلاعاتو او کلتور د وزير مرستيال عبدالحميد مبارز همدارنګه په ټول هيواد کى د مطبوعاتو له لارى د ښځو د آواز د پورته کولو د اړتيا په هکله خبرى وکړى. هغه وويل: دا سټيشن يو ښه پيل دى ، او د ټولو افغانانو لپاره د خوښۍ ځاى دى ، دا چى ښځى د تعليم د تر لاسه کولو او د کار له کولو څخه محرومى وى ، اوس يي راډيويي سټيشن جوړ کړ.


مبارز وويل: نورو ولايتونو ته د سټيشن غزول خورا مهم دى ځکه هلته ځينى داسى ښځى هم دي چى لا تر اوسه په دى فکر کى دي چى دوى د تعليم د تر لاسه کولو حق نه لري. خو دا پرمختيا غوښتونکي غږونه لاهم په حکومت کى د هغو کسانو تر واک لاندى دي چى په ټولنه کى د ښځى د ځاى ځايګي لپاره د اسلام سخت تعبير کوي. حديث ، د محمد (ص) د ژوندانه په هکله کيسى (له قران وروسته) د اسلامي اصولو دوهم اساس جوړوي، او کيدى شي په ډاګه د ښځو د سندرو ويلو په پلوي او پر ضد دواړو لپاره وکارول شي.


د اسلام له پيل راهيسته ښځو ته اجازه ورکړ شوى چى د قران آيتونه په قرائت سره ولولي. آن د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ، دوى له نارينه و څخه جلا په ودونو کى سندرى ويلى.


که څه هم د عدليي وزارت د تبليغ مشر مولوي ميرانشاه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د ښځو د سټيشن غږ د شريعت، يا اسلامي قانون ضد دى. موږ يوازى هغه حقونه منو چى ښځو ته شريعت ورکړي ، نه د نورو، ځکه زموږ هيواد يو اسلامي هيواد دى، او د هيواد کلتور او مذهب بايد په پام کى ونيول شي. موږ نه غواړو هغه څه تر سره کړو چى طالبانو کړي ، خو نه شو کولى دا راډيويي سټيشن ومنو.


پروين ، د منځني عمر لرونکو او زړو ميرمنو په شان هغه ورځى يادوي چى ښځو کولى شو د په عصري کيدونکي افغانستان کى په آزاده وګرځي، سندرى ووايي. په شپيتمو او اويايمو کلونو کى دوى کنسرتونه ورکول، او د کابل پوهنتون د موسيقي په ديپارتمنت کى يي کار کوه. ميرمن پروين او يوى بلى مشهورى سندرغاړى صحرا ځلاند، په ١٩٦٦ کال کى په کابل کى کنسرت ورکوه او عصري جامى يي اغوستى.


په اتيايمو کلونو کى ، د کابل پوهنتون د موزيک ديپارتمنت يو شمير ښځينه کارکوونکي درلودل، چى پکښى تاجکانى ښځى هم وى چى د سندرو او نڅاه ډله يي جوړوله. له هغوى څخه يوازى يوه چى نجيبه سيمين نوميږي په دغه ډګر کى د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د موسيقي په څانګه کى کار ته دوام ورکوي.


په ١٩٨٣ کال کى هغى له نارنه و سره د ګډو سندرو ويلو په برخه کى هم کار کوه، خو په ١٩٩٢ کال کى د نجيب اله د رژيم له نسکوريدو ورسته هغه له دى کار منع شوه.


هغه د کابل پوهنتون د ټولګيو له لارى د ښځو د موسيقي د بيا ژوندي کيدو په هيله ده . هغه دوى نجونى چى په تير سمستر کى يي په دغه برخه کى نومونه ثبت کړي دوى خويندي دي چى يوه يي رقيبه نوميږي چى ١٦ کلنه ده او بله رحيمه چى ١٣ کاله عمر لري. د دوى مور له ايران څخه ده او پلار يي افغان دى او دوى پس له ٢٥ کلونو جلاوطنۍ وروسته په تير مني کى هيواد ته راستانه شوي دي.


رقيبه او رحيمه د هرمونيي غږول (چى يو ډول اکوردين دى) لولي او سندرى وايي چى دا د پوهنتون د تصديق د تر لاسه کولو يوه برخه ده. رقيبى د مرکى پر مهال خپلى موسيقۍ ته پام کوه ، خو رحيمى له خپل لوست څخه لږ وخت د مرکى لپاره واخيست او ويي ويل: موسيقي ماته د خوښۍ احساس راکوي زه دلچسپي لرم چى ډير څه وغږوم.


د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د موزيک د څانګى مشر اکبر بايي وويل: حکومت افغان هنرمندان چى له هيواد څخه وتلي هڅولي تر څو بير ته راشي او د خپل هيواد د موسيقي دودونه راژوندي کړي. خو هغه دا خبره ومنله چى نارينه او ښځينه سندرغاړي د دودپالو افغانانو له خوا په ورته ډول له خطر سره مخامخ دي.


يو څو مياشتى وړاندى د کابل شمال ته په يوه کلي کى څلور هنرمندان هغه مهال وهل ټکول شوي و چى دوى د يوه واده په مراسمو کى د سندرو ويلو لپاره راغلي و. او له دى وړاندى دوه نور له کابل څخه بهر په پغمان کى د واده په مراسمو کى د سندرو ويلو له امله وژل شوي و.


د پوهنتون د موسيقي استاد محمد عظيم حسين زاده وويل: د ښځو د موسيقۍ په برخه کى له مخالفت سره سره د موسيقي روزنه به دوام وکړي. د جنګ په وروستيو کلونو کى د ښځو حقونه او اړتياوى له پامه غورځول شوي. موږ د موزيک په ديپارتمنت کى نجونو ته ځاى ورکړى تر څو دوى په خپل هنر کى بريالي شي. هر هغه څه چى په ټولنه کى ښځو ته لازيات آواز ورکوي ډيرى ځوانى تعليم يافته ښځى يي هرکلى کوي.


د کابل پوهنتون د طب د پوهنځي د دريم کال محصلى ثريا د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: په هيواد کى د دومره جنګ او ورانۍ وروسته، د ډموکراسۍ په لور ګامونه اخيستل شوي او د ښځو د حقونو ساتنه کيږي. دا د ډير وياړ ځاى دى. اوس موږ غواړو چى حکومت په تلويزيون کى د ښځو پر موسيقۍ بنديز ليرى کړي.


Frontline Updates
Support local journalists