ډاکټره سياسي نه تړاو د ځان برى بولي

مسعوده جلال د هېواد دستونزو د له منځه وړلو لپاره سياسي نه تړاو او خپله خپلواکي بنسټيزه چاره بولي.

ډاکټره سياسي نه تړاو د ځان برى بولي

مسعوده جلال د هېواد دستونزو د له منځه وړلو لپاره سياسي نه تړاو او خپله خپلواکي بنسټيزه چاره بولي.

Friday, 1 September, 2006

مسعوده جلال وايي د ولسشمرۍ لپاره د شنبې د ورځې ټولټاکنې به په افغانستان کې د دموکراسۍ د حالت د ښه کولو لپاره يوه آزموينه وي. هغه وايي: ((که چېرته ټاکنې آزادې او عادلانه وي، نو زه به تر ټولو زيات ملاتړ تر لاسه کړم، ځکه زه يوه خپلواکه کانديده يم، او له کوم سياسي غورځنګ سره تړاونه لرم. که چېرته هغه دسياسي کړيو تر منځ د معاملو، د وسلو د شتون او يا د پيسو او بهرنيو حکومتونو تر سيورې لاندې راشي، نو زه به څه شی تر لاسه نه کړم او نه به ټاکنې وګټم.))


جلال د ولسمشرۍ لپاره د اتلسو کانديدانو تر منځ يوه کانديده ده. هغه مخکينۍ سياسي تجربه نه لري، خو د 2002 کال په بېړنۍ لويي جرګې کې د منځمهالې ادارې د مشر د ټاکلو په سيالۍ کې له کرزي وروسته دويمه شوه. هغه دهېواد د ستونزو د له منځه وړلو لپاره خپله خپلواکې د يو شرط په توګه وړاندې کوي. هغې له آی ډبيلو پي آر سره دمرکې په ترڅ کې وويل: ((ما له چا سره نه مخکې جګړه کړې او نه به يې له دې وروسته وکړم. زه له کوم سياسي سازمان سره تړاو نه لرم او نه کوم سياسي ګوند لرم.))


مسعوده جلال په 1963 کال کې په کابل کې په يوې روښان فکرې کورنۍ کې زيږېدلې او په 1988 کال کې د طب له پوهنځي فارغه شوې ده. په 1989 کال کې يې د طبيبې په توګه په رواني روغتون کې دنده پيل کړه. په 1996 کال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې سره يوځای شوه. له هغې وروسته يې په نړيوال خوراکي پروګرام کې د سلاکارې په توګه دنده تر سره کړې ده.


په داسې حال کې چې جلال د خپل انتخاباتي کمپاين لپاره لږې پيسې لري، خو لوی لوی رنګه عکسونه يې د کابْل په ټولو برخو کې تر سترګو کيږي. نوموړې ولايتونو ته هم تللې ده. هغه وايي: ((زه د کمپاين پر مهال 21 ولايتونو ته تللې يم، خو هېڅکله هم له کوم ګواښ سره مخامخ شوې نه يم.))


د جلال کړنلاره د اسلام سپېڅلي دين ته په درناوۍ او قضايي او اداري سيستم د پرمختللې بڼې په شتون کې د اساسي قانون په پلي کولو ولاړه ده. هغې همدارنګه ژمنه کړې، چې د ملي يووالي لپاره به هلې ځلې کوي، داسې يوه ژمنه، چې سياسي او قومي بيلابېلو ډلو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په اتنخاباتي مبارزې کې تر ټولو کارنده وسله ده. هغه لوړه کوي، چې: ((د خلکو او حکومت تر منځ واټن به نژدې کوم.)) او زياتوي، داسې يو حکومت به جوړ کړي، چې د افغاني ټولنې ټولو استوګنو پرګنو استا زيتوب وکړای شي. نوموړې وايي: ((زه به هڅه وکړم، چې د ټولو سياسي، قومي او مذهبي ډلو استازو ته د هغوی له وړتيا او توانايۍ سره سم دندې ورکړم.))


جلال مني، چې د يوې ډاکټرې په توګه پوره سياسي تجربه نه لري، خو وايي چې وړ خلک به حکومت ته راولي: ((زما حکومت به له منورو او تجربه لرونکو خلکو څخه جوړ وي.))


د جلال د کړنلارې په يوې برخې کې د ښځو د حقوقو پر اهميت هم ټينګارشوی دی. هغه وايي، د هغې حکومت به د ښځو لپاره روزنيز پروګرامونه او د روغتيا څارنې اسانتياوي چمتو کړي او ټينګار کوي، چې په حکومت کې به تحصيل لرونکو او ماهرو ښځو ته ځای ورکړي.


جلال د ځايي قوماندانانو د زور د اوبه کولو په هکله د حامد کرزي د ادارې په پاتي راتګ هم نيوکه کوي، هغه وايي، د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د بې وسلې کولو او ملکي کولو پروګرام د جنګ سالارانو له منګولو څخه د وسلو په راټولو کې ډېر غړند روان دی. هغه وايي: ((د منځمهالې ادارې موده پوره شوې، خو جنرالان لا تر اوسه په واک کې دي. ولسمشر د خلکو له خوا نه دی ټاکل شوی. د بېلابېلو ډلو فساد او نيشه يي توکو لېږد رالېږد د زياتېدو لامل شوي دي. د DDR بهير په بري سره پر مخ نه ځي او د ټاکنو تر مهال پورې يې بشپړېدل ناشونې ده.)) د بېوسلې کولو په بهير کې د پرمختګ نشتوالي د مرکزي حکومت د جوړولو د لارې يو خنډ دی. د راتلونکو ټاکنو لپاره امنيتي اندېښنې په خپل ځای پاتې دي، چې د جلال په اند د افغانستان د خلکو لپاره له ډار او ګواښ پرته د ژوند کولو يو ښه چانس دی.


هغه زياتوي: ((ډلې ټپلې بايد د قدرت او سياسي څوکيو لپاره جګړه ونه کړي. هغوی بايد دامنيت د ټينګولو لپاره سره يوځای شي. زه ژمنه کوم، چې که چېره ټاکنې وګټم، چاته به اجازه ور نه کړم چې په افغانستان کې د سولې او امينت په وړاندې ګواښونه رامنځته کړي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists