ځوان افغانان ډلې ډلې وځي

پوهان او روڼ اندي د ناوړو شرايطو له امله له هرات څخه وځي.

ځوان افغانان ډلې ډلې وځي

پوهان او روڼ اندي د ناوړو شرايطو له امله له هرات څخه وځي.

Friday, 7 January, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابر ليکنه

ځوان زده کړي (تعليم يافته) افغانان په لويديځ ولايت هرات کې، چې يو مهال د هېواد تر ټولو سوکاله او سمسوره سيمه بلل کېده، بهر ته د ښه ژوند لپاره روان دي، ځکه نور د ځان په څېر خلکو لپاره په خرابيدونکي امنيتي چاپېريال کې د ښې راتلونکي هيله نه لري.

شنونکي وايي د مغزو تېښته (فرار) به د افغانستان د بيارغاونې او پراختيا پر چارو اوپلانونو ډېره درنه منفي اغېزه وکړي.

د طب فارغ التحصيل، ٢٧ کلن فريد په پام کې لري چې د انسانانو د قاچاق له لارې په غيرقانوني توګه اروپا ته ولاړ شي. هغه وايي هغه د افغانستان څخه پر وتلو او له خپلې کورنۍڅخه په جلا کېدو خپه دى، خو له دې پرته بله چاره نه لري.

هغه بهر ته د خپل تګ لامل بيان کړ، ويې ويل: "ما ته ددې هېواد راتلونکې ډېره تياره ښکاري. نړيواله ټولنه [په خپل کار کې] رښتينې نه ده. په خپلوګټو پسې ګرځي. حکومت په فساد کې ډوب دى. هره ورځ جګړه، قتل، ځانمرګي بريدونه او کړاو او بيا کړاو   ترڅو به دا حال وي؟  غواړم داسې ځاى ته لاړ شم، چې د مړينې، قتل غږ وا نه اورم او لږ ترلږه فکري سوکالي وموم."

د فريد په څېر د خلکو نهيلي د ٢٠٠١ کال په وروستيوکې د  امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې د يرغل غبرګون دى. دغه مهال زيات شمېر کډوالو چې د ١٩٨٠ په لسيزې کې د شوروي اتحاد د يرغل له امله پاکستان او ايران ته تللي وو، په دې هيله هېواد ته په راستنيدوپيل وکړ چې د هېواد په سوکالۍ اوسمسورتيا کې د طالبانو په راورسته  پېر کې خپله ونډه په رغنده توګه سرته ورسوي.   

پرځاى يې جګړه له سره ونښته او د افغانستان ډېرو برخو ته وروغځېده. نن طالبان د آن د هرات د امن ولايت په څېر هرځاى ته رسېدلي دي. په عين وخت کې د لويديځ تر ملاتړ لاندې افغان اداره تر غوږونو پورې په فساد کې ډوبه ده او د ښې حکومتوالۍ، عامه خدمتونو په وړاندې کولو او د نظم او  قانون په پلې کولو کې پاتې راغلې ده.  

د روڼ اندو افرادو کډوالي د وضعې خاص حالت څرګندوي، لکه چې فريد پخپله ورته ګوته نيسي اووايي مالي حالت يې تر ډېرې کچې ښه دى.   

د هرات پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي فارغ التحصيل، ٢٨ کلن رامز، فريد ورته حالت لري. مالي وضعه يې تر عادي افغانانو ډېره ښه ده. ځکه هغه يوشرکت لري او له هغې څخه عايد تر لاسه کوي. هغه هم په پام کې لري څومره ژر چې کيږي د تاوتريخوالي د کچې د زياتېدو او د سياسي نظام د پاتې والي له امله له هېواده ووځي.

هغه وويل: "له بدو خبرونو پرته نور څه نه اورم؛ استبدادي چلن، له قانونه سرغړونه، ډار او ترهه، اختلاس، چور چپاول او قتل."

بصيره محمدى د هرات ولايت د کار اوټولنيزو چارو رئيسه، دا مني چې جګړه او د ښې حکومتوالۍ نشتوالى زياتره له هېواده د وتلو لپاره د ځوانانو، په تېره د هغه چا د هڅونې لاملونه دي، چې زده کړې يې کړي دي.

هغې ګوته وڅنډله: "که ملي چارواکي د امنيت د تامين هڅه ونه کړي او د راتلونکي لپاره  د باور فضا رامنځته نه کړي، نوافغانستان به خپله ستره پانګه له لاسه ورکړي."

د هرات د ځوانانو د چارو رئيس، عبدالسلام وفا وويل، د کار نشتوالى بل زياتي لامل جوړوي. وفا وويل په داسې حال کې چې زيات شمېر ځوانان په ناقانونه ډول له هېواده وځي، نو له دې امله کره شمېره په لاس کې نشته، داسې بريښي چې په دې وروستيو کې د تعليميافته ځوانانوپه وتلوکې لس سلنه زياتوالى راغلى وي.  

نوموړي زياته کړه: "زما زياتره خپلوان له هېواده وتلي دي."

وفا وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت يولړ پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي، تر څو ځوانان په حکومتي ادارو او نورو موسسوکې پرکار وګوماري.  

له لومړنيوکډوالو سره د مغز د اوسني فرار توپير دادى چې زده کړي کډوال د ګاونډيو هېوادونو پر ځاى لويديځو هېوادونو ته مخه کوي.

د هرات ولايت يو ژورنالست، ولي محمد حديد وويل، دا بدلون، زياتره د انترنيټ له لارې په لويديځو هېوادونو کې د سوکاله ژوند په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو له امله رامنځته شوى دى.

هغه وويل: "زده کړي خلک او ماهرين، چې په بهر کې يې زده کړې سرته رسولي دي او پوهې ته يې زموږ هېواد اړتيا لري، د زده کړو تر سرته رسولو وروسته زړه نه ښه کوي، بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.  دا کار به زموږ په هېواد کې اکادميکو کړيو ته نه جبيره کيدونکى زيان ورسوي."

د هرات د پوهنتون د رئيس مرستيال، عبدالظاهر محتسب زاده ددې پخلى کوي چې بهر ته د زده کړو لپاره  پنځه سوه محصلين اواستادان لېږل شوي چې دهغې جملې نه ځينې  بېرته هېواد ته راستانه شوي نه دي. 

محتسب زاده وويل  ټول ځوان نسل د فساد، د ټيکاو، نظم اوقانون د نشتوالي او د دموکراسۍ په نامه د ولسمشرۍ او د پارلمان لپاره په وروستيو ټولټاکنو کې له "پراخې  درغلۍ" څخه پوزې ته راغلي دي.

يو محصل آى ډبليو پي آر ته د نامه د نه ښودلو په شرط وويل، د رخصتيو پر مهال هرات ته د کورنۍ د ليدلولپاره راغلي  او کېداى شي له فراغت وروسته د تل لپاره  راشي، ځکه د لوړو زده کړو وزارت له هغه او نورو انډوالانو څخه يي ضمانت اخستى دى   

هغه وويل: "له هغې سره سره بيا هم د داسې يوې لار په لټه کې يم چې په بهر کې پاتې شم. په دې هېواد کې يوازې جنګ سالاران او د وسله والو ډلومشران قدر لري. زورور افراد خوندي دي او همداسې يې راتلونکې هم درواخله. هېواد پوهې او بيارغاونې ته اړتيا نه لري. دا د هغو هېوادونو لپاره ښه سرچينه ده،چې دلته ګټې لري.سوله به هېڅکله دلته ټينګه نشي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists