ځان وژل د يوازينۍ لارې په توګه

د کورنيو ستونزو او نهيلي کوونکې وضعې له امله زياتره ځوانې مېرمنې ځانونه سوځوي، چې مړې شي.

ځان وژل د يوازينۍ لارې په توګه

د کورنيو ستونزو او نهيلي کوونکې وضعې له امله زياتره ځوانې مېرمنې ځانونه سوځوي، چې مړې شي.

Friday, 18 November, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

ليلا پنځه مياشتې وروسته هغه مهال چې د دولس کلنۍ په منګ واده شوه، په ځان پترول وشيندل او ځانته يې اور واچاو. هغې د روغتون په بسترې کې په پس پس ويل، هغې غوښتل ځان وسوځوي، ځکه د هغې 17 کلن مېړه تل مدام هغه وهله ټکوله.


هغې ويل: ((زما ميړه ما بدې ايسي او تل مې وهي. زه د مور کور ته وتښتېدم، خو ورور مې په زوره بېرته د ميړه کور ته واستولم.)) د هغې بدن په سلو کې 35 سوځېدلی او د خبرو پرمهال له خوځېدو پاتې شوې وه.


د هغې 45 کلنه مور، چې د نوم د نه ليکلو غوښتنه يې کوله، وويل، هغې نه شو کولای د بدغوني ميړه کورته د هغې دليږلو مخه ونيسي. خو له اوښکو په ډکو سترګو يې آی ډبليو پي آر ته وويل: ((زه به هېڅکه هم خپله بله لور په لږ عمر واده نه کړم.))


د نوي اساسي قانون له مخې د واده قانوني عمر د نجونو لپاره 16 او د هلکانو لپاره 18 ټاکل شوی دی. خو په قانون باندې زياتره وختونه سترګې پټيږي او داسې رپوټونه لاس ته راغلي دي، چې په افغانستان کې په سلو کې 57 ودونو کې د نجونو عمر له 16 کلونو څخه ټيټ وي.


هغه مهال چې د سپتمبر د مياشتې په يو سهار کې د آی ډبليو پي آر خبريالانو د هرات د ښار له يو حوزوي روغتون څخه ليدنه کوله، ليلا د درېو تنکيو نجونو په ډله کې وه، چې ځانونو ته يې اور اچولای و.


هغه د عمر په شپږ کلنۍ کې د خپل ورور د واده په بدل کې کوژده شوې وه، ځکه ورور يې د واده لپاره داړتيا وړ پيسې نه درلودي، چې خسر يې غوښتنه کوله. ددې معاملې په لړ کې بايد ليلا د نوموړې نجلۍ له ځوان ورور سره واده کړی وای.


دا د هغې مشر ورور و، چې هغه يې د خپل بدغوني ميړه کور ته په زور واستوله.


د روغتون له څانګې (وارد) څخه بهر د دويم پوړ په دالان کې د 17 کلنې فاطمې له خولې د سوځېدوله امله ورو ورو زږيروي ختلو.يو کال دمخه هغه هم د (واده بيه) وه، چې خپل ورور يې ځانته د واده کولو په بدل کې ورکړې وه.


دهغې د واده له يو څو مياشتو تېرېدو وروسته هغې تل د خپل مېړه له لاسه وهل خوړل، چې د هغې په وينا د هغې مېړه په يوې بلې نجلې باندې مين و. مخکې له دې چې ناڅاپه يې له خولې په لوږ غږ ژړا پورته شوه، وويل: ((ما خپل ځان ځکه وسوځولو، چې د تل لپاره هوسا اوسم. زما ګېډه سوځي.))


د هغې اوږده خچ پچ تور وېښتان د هغې په مخ پراته و. د ډاکټرانو د وينا له مخې د هغې په سلو کې 40 بدن سوځېدلی دی.


هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: ((ما ځکه دا کار وکړ، چې بله چاره مې نه لرله.))


هرات په افغانستان کې د ځان سوځولو لوړه کچه لري. دلته زيات شمېر ډاکتران په دې اند دي، چې دا دود دلته په ګاونډي هېواد ايران کې ددې عمل د سرته رسولو تر اغېز لاندې راغلی دی.


د نوموړي روغتون د سوځېدلود څانګې مشر، ډاکټر محمد همايون عزيز، وويل:(( په دې ولايت کې د 400 تنو په شاوخوا کې خلک، چې زياتره يې ځوانې نجونې وې، د 2002 کال راهيسې د ځان د وژلو لپاره ځانونو ته اور اچولی دی.)) نوموړي زياته کړه چې له دې ډلې څخه په سلو کې د 60 په شاوخوا کې مړې شوي دي.


هغه وويل زياتره داسې پېښې په هغو کورنيو کې رامنځته کيږي، چې په ايران کې يې د کډوالۍ ژوند تېر کړی وي.


هغه وايي: ((داچې ولې هغوې ځانونه وژني، يو شمېر لاملونه شته. د بېلګې په توګه د زده کړې ټيټه کچه، ناوړه اقتصادي حالت، جبري ودونه، د فلمونو ننداره کول او بيا هغه د ژوند له خپل حالت سره پرتله کول.))


د هرات ولايت د ښځو د چارو رئيسه، سيما شېرمحمدي د تنکيو پېغلو د ځانونو د سوځولو بل لامل جبري ودونه بولي.


نور لاملونه هم شته. سيما شېر محمدي وويل: ((په يوې کورنۍ کې يوې 14 کلنې نجلې غوښتل د واده په يوې غونډې کې د لنډو لسټونو کميس واغوندي اوپه کورکې هم دغه جامې په ځان کړي؛د هغې کورنې هغه دې کار ته پرې نه ښوده، له هغې وروسته هغې ځانه ته اور واچاوه.))


هغې زياته کړه: ((د تنکي عمر په منګ ودونه، چې ميړونه د ځوانو نجونو هيلې نه شي پوره کولای،دې زده کړې ټيټه کچه، او جبري ودونه، چې د ميندو او پلرونو يو ظلم بلل کيږي، يو شمېر ځوانې نجونې د ځان له منځه وړل يوه چاره بولي.))


په هېواد کې په دې اړه سمه شمېره نه شته، چې څومره نجونو ځانونه سوځولي دي؛ زياتره کورنۍ هغه ځانته يو شرم بولي او هڅه کوي، چې د سوځېدو لامل پټ پاتې شي او هغه د پخلي يوه پېښه څرګندوي. ځان وژنه کله ناکله مذهبي لاملونه هم لري.


د هرات په ولايت کې د بشري حقوقودخپلواک کميسيون د ساحوي دفتر رئيس قاضي غلام نبي حکاک وويل چې موږ هڅه کړې ، چې د ځان د له منځه وړلو د پيښو له زياتېدو سره مقابله وکړو.


حکاک وويل: ((موږ په ښارونو، کليو او بانډو کې د نارينه او ښځو لپاره يو شمېر ورکشاپونه جوړ کړي او


د جوماتونو د ملا امامانو په مرسته مو د اسلامي اصولو له مخې د ښځو د حقونو په پراخولو کې هڅه کړې ده.)) نوموړي زياتوي موږ د (ولې ځان وژنه) تر سرليک لاندې يو کتاب هم خپور کړی دی او څو علمي سيمنارونه مو جوړ کړي دي. ))


سيما شېرمحمدي وويل، د ښځو د چارو رياست هڅه کړې، له ډله ييزو رسنيو څخه ګټه واخلي او له خطيبانو څخه يې غوښتي دي، چې په خپلو ويناګانو کې د ټيت عمر د ودونو د مخنيوي په هکله تبليغات وکړي، خو لا زيات نور کارته اړتيا ليدل کيږي.


نوموړې څانګې ښځو ته د پرتو ستونزو او د ځان د وژلو د لاملونو په هکله يو رپوټ خپور کړی دی او د ښځو چارو وزارت ته مو استولی دی. هغه وايي: ((زه ځواب ته سترګې په لار يم.))


د ښځو چارو په وزارت کې يوه چارواکې فوزيه اميني وايي، هغه له رپوټ څخه خبره نه ده او ادعا يې


وکړه، چې هغه ميرمنې چې ځان ته اوراچوي ((د پخوا په پرتله ټيټه شوې ده.)) هغې وويل، د هيواد په کچه د ځان د سوځولو 57 پيښو رپوټ په ورته مودې کې لاس ته راغلی دی. هغې له زياتې تبصري نه ډډه وکړه او ويي ويل: ((موږ دا شمېره له انټرنيټ څخه لاس ته راوړې ده او هغه سمه ده.))


د ښځو د چارو له وزيري مسعودې جلال سره د مرکې شونتيا تر لاسه نه شوه، چې د اوټ لوک Outlook)) په اوونيزه کې د هغې له خولې د اګست په مياشت کې ليکل شوي و، په 2004 کال کې 700 تنو مېرمنو د ځان وژنې هڅه کړې وه.


د جرمنۍ د يوې موسسې، ميديکا مونديال يوې چارواکې سجيې بهګام وويل، نوموړې موسسې هرکال په ټول افغانستان کې د ځان سوځولو او نور ځان وژلو 500 پېښې ثبتې کړې دي. خو هغې وويل، چې په زياترو پيښو کې د شرم په خاطر د کورنيو له خوا پرده اچول شوې. د پېژندل شويو پيښو نيمايي يې د ښځو د ځان د سوځولو پيښې وې او په سلو کې د 60 او 70 تر منځ مړې شوې دي. نورې ځان وژنې په بيلابيل ډول ترسره شوې دي.


د کابل د استقلال روغتون، د سوځېدلو ناروغانو مرکزي روغتون، رئيس سيد حسين کامل وويل، د روغتون په سلو کې 40 برخه د سوځېدو پيښو ته ځانګړې شوې ده. د اګست په مياشت کې هلته 558 پيښې رسېدلي، چې په سلو کې پنځه (28 ناروغان) يې ميرمنې وي، چې د ځان د سوځولو په واسطه يې د ځان وژنې هڅه کړې وه.


ددې پېښو څخه يوه يې د مېدان وردګ د ولايت اوسېدونکې اتلس کلنه زرڅانګه وه چې د سپتمبر په پای کې بستر شوې وه. د هغې نيا وويل، نجلۍ دمخه د خپلې خواښې اوا ندرور له ظلمونو څخه شکايت درلود. دا په ځوانو مېرمنو باندې د ظلم يوه بله بېلګه ده.


د هغې نيا چې د نوم له ښوولو يې ډډه وکړه، وويل: ((کله چې زه کور ته راغلم، زرڅانګه څه ناڅه په سلو کې 50 فيصده ځان سوځولى و؛او هغه مې روغتون ته راورسوله.))


Frontline Updates
Support local journalists