په هلمند کې د ښوونځيو د بېرته پرانيستل کېدو غوښتنه

.د امنيت په ښه کېدا لا تر اوسه هم لسگونه زره زده کوونکي له زده کړې بې برخې پاتې دي

په هلمند کې د ښوونځيو د بېرته پرانيستل کېدو غوښتنه

.د امنيت په ښه کېدا لا تر اوسه هم لسگونه زره زده کوونکي له زده کړې بې برخې پاتې دي

A school in Helmand province, Afghanistan. (Photo: Gol Ahmad Ehsan)
A school in Helmand province, Afghanistan. (Photo: Gol Ahmad Ehsan)

 

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، گل احمد احسان او نذير احمد ورور ليکنه 

د افغانستان په سويل کې د هلمند ولايت اوسيدونکي وايي نژدې نيمايي ښوونځي لا تر اوسه تړلي دي. هغوی د پوهنې د چارواکو دا خبره نه مني چې گوندې وضع د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره خوندي نه ده. 

د هلمند ښوونځي د طالبانو د گواښونو او بريدونو له امله تړلي دي. د نجونو د زده کړو موسسې له نا انډوله حالت سره مخامخ دي. د پوهنې رياست وايي د ٣٦٠ ښوونځيو له ډلې څخه ١٥٣ هغه يې تړلي دي چې له امله يې د ١٣٦٥٠٠ تنو ماشومانو له ډلې څخه ٥١٠٠٠ تنه له زده کړې بې برخې دي.

ځايي خلک وايي رسمي شمېرنې د ستونزې رښتينې څېره نه څرگندوي.

ښوونځي د هلمند ولايت مرکز، لښکرگاه او آن ښار ته څېرمه، چې په پرتله ييز ډول خوندي دی، تړلي دي. سويل ختيځ ته په ديشو او شمال ته په بغران کې هيڅ يو ښوونځی هم نشته.

د هلمند د پوهنې رئيس، محمد نسيم ساپی وايي وضع له خطره ډکه ده. ښوونځي به هغه مهال پرانيستل شي چې امنيتي حالت ښه شي.

هغه وويل: "موږ د لښکرگاه د ښار دننه، چې د امنيتي چارواکو په وينا خوندي دی، يو ښوونځی ودان کړ. کله چې يې د پرانستلو لپاره لاړو، وسله والو مخالفينو زموږ د وژلو په موخه يو ماين ښخ کړی و. موږ څنگه کولای شو ښوونکي هغه لرې سيمو ته واستوو، چې کار او فعاليت ته خوندي نه وي."

دا خبره ځايي خلکو او همدارنگه پوليسو ناسمه وبلله.

د لښکرگاه د بازار يوه اوسيدونکي، بصيراحمد وويل، د هغو په سيمه کې  له تېرو درېو کلونو راهيسې ښوونځي تړلي دي، سره له دې چې امنيت د يو شمېر امنيتي پوستو د جوړېدو له امله ښه شوی دی.

هغه وپوښتل: "هره ورځ زموږ ماشومان اووه کيلومتره وړاندې نورو ښوونځيو ته ځي. که امنيت هغومره خراب وي، څنگه ورته په لارۀکې ستونزې نه پيدا کيږي؟"هغه وويل، څوڅو ځلې يې رياست ته غوښتنليکونه وړاندې کړي، خو نتيجه يې نه ده ورکړې. هغه وويل:"رياست تشې پلمې کوي."

د لښکرگاه شمال ته څېرمه د نهرسراج د سرای گودر د سيمې اوسيدونکی، رازمحمد شکايت کوي چې د تېرو شپږو کلونو راهيسې دلته ښوونځي تړلي دي.

هغه وويل: "زموږ په سيمه کې کومه ستونزه نشته چې له امله يې ښوونځي وتړل شي. اوس خلک د پوهې پر ارزښت پوهېدلي. هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر ښوونځيو بريد وکړي او يا يې وسوځوي."

بصير احمد او راز محمد دواړو وويل، د هغوی په سميه کې خلکو ژمنه کړې چې امنيت پخپله خوندي کړي، خو د پوهنې ځايي چارواکي غبرگون نه ښيي.

د هلمند د پوليسو مشر، عبدالنبي الهام دا خبره بابيزه وبلله، گوندې وضعه دومره خرابه ده چې ښوونځي پکې نشي پرانيستل کېدای.

هغه وويل: "د يو شمېر ولسواليو د کمزوري امنيت په اړه د پوهنې د رئيس خبرې ناسمې دي. په لښکرگاه کې، چې امنيت يې خوندي دی، هم ځينې ښوونځي تړلي دي."

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال، عبدالباري فياض وويل، امنيتي ننگونې چې هر څه وي، وي به، د ١٥٣ ښوونځيو د تړلو خبره د منلو وړ نه ده.

هغه وويل: "موږ په هلمند کې د ښوونې او روزنې په اړه څو څو ځلې د پوهنې له وزير، غلام فاروق وردگ سره خبرې کړي دي. هغه ډېرې ژمنې کړي، خو يوې هم تر اوسه عملي جامه نه ده اغوستې. يو وخت به راشي چې په هلمند کې د ښوونې او روزنې سيستم ښه شي."

په زياترو پرانيستو ښوونځيو کې حالت د پخوا په څېر [ناسم] دی.

د نهرسراج په ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي مدير، محمداسحاق وويل، ښوونځی مو وداني نه لري. زده کوونکي په خيمو يا د ونو تر سيوري لاندې لوست لولي.

هغه وويل، د کارکوونکو معاشونه هم يوه ستونزه ده، "موږ د معاشونو د نه اخيستلو له امله درې پلا خپل ښوونځی تړلی و. ښوونکو ته د کورونو لپاره د ځمکې د ورکولو او [په خطري سيمه کې د دندې د اجرا کولو په وړاندې] د اضافي معاش ژمنه شوې وه، خو يوه يې هم عملي شوی نه ده."

محمداسحاق په پای کې وويل: "په دې موجودو شيانو ښوونځي نه چلول کيږي، د تړل شوو ښوونځيو په اړه به څه شکايت وکړو."

د عبدالاحد په نامه د دولسم ټولگي يوه زده کوونکي وويل، په منځ کې هيڅ شی هم نشته. زده کوونکو ته زياتره د کال تر پايه د لوست کتابونه نه رسيږي. 

"د يو شمېر ښوونکو د پوهې کچه له زده کوونکو ټيټه ده. يا مسلکي ښوونکي نشته، يا د گوتو په شمار دي چې هغه هم کوم اغېز نه لري."

د پوهنې رئيس، ساپي وويل، داسې ستونزې د افغانستان په هرې سيمه کې موجودې دي، خو په هلمند کې تر نورو ځايونو ځکه ناوړه دي چې دلته وضعه ډېره کړکيچنه وه.

هغه وويل: "د درسي کتابونو کمښت د ټول هېواد ستونزه ده، خو په هلمند کې د امنيتي ستونزو له امله د لوست د کتابونو، قرطاسيې او نورو درسي توکو لېږد لويه ستونزه ده. که دا ستونزې هوارې شي، نو په هلمند کې به د ښوونې او روزنې کيفيت ښه شي."

گل احمد احسان او نذير احمد ورور په هلمند کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوي خبريالان دي. 

Afghanistan
Education
Frontline Updates
Support local journalists