په هلمند کې د يوې نوې مدني ډلې ستاينه او تقدير

نوموړې موسسه وايي له سياست سره تړاو نه لري او يوازې د کارونو د سمون غوښتونکې ده

په هلمند کې د يوې نوې مدني ډلې ستاينه او تقدير

نوموړې موسسه وايي له سياست سره تړاو نه لري او يوازې د کارونو د سمون غوښتونکې ده

 

په هلمند  کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، گل احمد احسان ليکنه

د افغانستان په سويلي ولايت، هلمند کې يوه نوې رامنځته شوې مدافع ټولنه له دې امله د ځايي اوسيدونکو د ستاينې وړ گرځېدلې، چې د هغوی د قانوني ادعگانو ملاتړ کوي، ناندرۍ هواروي او حکومتي خدمتونو ته د خلکو لاسونه رسوي. 

د هلمند مدني ټولنه څه ناڅه پنځه مياشتې دمخه رامنځته شوې او لا له وړاندې پکې دوو سوو تنو غړيتوب ترلاسه کړی دی. همدا راز نوموړې موسسه نورې ٣٧ ډلې تر ملاتړ لاندې لري، چې د زده کوونکو، ښوونکو، دکتورانو، قومي مشرانو، معيوبانو او د سوداګرو د اتحاديو استازيتوب کوي. 

په ٢٠٠١ کال د طالبانو له رانسکورېدو راهيسې د افغانستان په لرو بر کې بې شمېره غير حکومتي ډلې رامنځته شوې، خو د نيوکه کوونکو په وينا گڼ شمېر يې بې اغېزې ثابتې شوي دي. 

د هلمند اوسيدونکي وايي نوې جوړې شوې ډله، چې له بهرني مالي مرستو پرته په بشپړ ډول په خپله خوښه چليږي، په دې لنډه موده کې ښه او مؤثره ثابته شوې ده.

د گرمسير د ولسوالۍ يوه اوسيدونکي، نظام الدين له هغه وروسته د مرستې غوښتنه وکړه، چې پر ځمکه يې  "زور ځواکو"گېډه واچوله او په اړه يې حکومتي يې ادارو ته د هغه شکايت کومه نتيجه ورنه کړه. 

هغه وویل: "کله چې مې واورېدل په هلمند کې يوه ټولنه جوړه شوې او د ا راز ستونزې هواروي، هلته لاړم او د مرستې غوښتنه مې ترې وکړه. د ادارې مشر هم راسره مرسته وکړه. په گرمسېر کې يې د ځمکې پر سر د ناندرېو د هوارولو ادارې ته وروپېژندلم او د [مدني] ټولنې استازي ترهغه پورې راسره ودرېدل، ترڅو مې ځمکه بېرته لاس ته راغله."

نظام الدين وويل، کله چې په قضيه کې ښکېل افراد د هلمند د مدني ټولنې له لاسوهنې خبر شول، پر شا ولاړل او ځمکه يې بېرته راوسپارله.

هغه وويل: "په رښتيا هم دا [ټولنه] يوه منځگړې ټولنه ده؛ په ټول هلمند کې د هغې په څېر بله کومه ټولنه نشته."

نوموړې [مدني] ټولنې د ټولنې مشران هم پر ځان راټول کړي دي. په هلمند کې د عتيق الله خان په نامه يو قومي مشر وويل، دا لومړنۍ غير حکومتي موسسه ده چې په رښتيا يې کار اغېزمن دی. 

هغه وويل: "زياتره خلک د والي د دفتر او ولايتي شوار په پرتله هغوی [مدني ټولنې] ته ورځي؛ ځکه له څه ورکړې [پيسو] پرته مرسته ترلاسه کوي. د هغوی د بريالتيوب راز په دې کې دی چې د ټولنې د هرې برخې خلک پکې غړيتوب لري او د قومي مشرانو لارښوونو ته غوږ نيسي."

د نوموړې [مدني] ټولنې وياند، حزب الله خاموش وويل، د څو مياشتو په اوږدو کې زياتې لاسته راوړنې لري. د هغې له ډلې يوه هم د لښکرگاه د پوهنتون لپاره له ولسمشر، حامد کرزي څخه د يوې نوې ودانۍ د جوړولو غوښتنه وه، چې دمگړۍ په يوې موقتي ځای کې لوست پر مخ وړي. 

د هلمند د مدني ټولنو مشر، سردارمحمد همدرد وويل، [نوموړې ټولنه] له هغو ځوانانو څخه جوړه شوې چې له مفسدو چارواکو، سخت زړو زور واکانو او غير فعالې ولايتې شورا څخه پوزې ته راغلي وو.

هغه وويل: "موږ غواړو د خلکو او حکومت تر منځ واټن لنډ کړو. نه يوازې چارواکو ته شکايتونه وړاندې کوو، بلکې پر حکومت هم زور راوړو چې خلکو ته يې پايلې څرگندې کړي. دا لومړی ځل دی، ځوانان په دې اړه سوچ کوي چې څنگه او په کومه لاره کولای شي په هلمند کې د خپلو خلکو په گټه کار وکړي."

نوموړې ټولنې د خپل فعاليت اجازه د عدليې له وزارت څخه ترلاسه کړې او د هلمند د والي، محمد نعيم له هرکلي او ستاينې سره مخامخ شوې ده.

د [هلمند ]دوالي وياند، عمر ځواک وويل، د هغه دفتر له نژدې څخه له نوموړې ټولنې سره کار کوي.

هغه وويل: "هغوی تر اوسه ښې پايلې لري. موږ له هغوی سره هره ورځ اړېکي نيسو چې پر بېلابېلو موضوعگانو خبرې وکړو. هغوی د خلکو د ستونزو په اړه د معلوماتو ښه سرچينه ده. هغوی نوموړو ستونزو ته د چارواکو پام اړوي او د هوارۍ لارې چارې ورته لټوي."

ځواک وويل، په داسې يوه ولايت کې، چې طالبان پکې پياوړی شتون لري، د هلمند مدني ټولنه يوه ځانگړې ښيگڼه لري او هغه د هغوی "خپلواکي"ده.  

هغه وويل: "هغوی حکومتي خلک نه دي چې وسله وال مخالفين يې د فعاليتونو مخه ډب کړي."

د ښوونې او روزنې په اړه د هلمند د مدني ټولنې کار د يو څه اختلاف لامل شوی دی.

]د [ټولنې] وياند، خاموش يادونه وکړه، د هغوی د ډلې په هڅو د هغوی د خوښې يو نوماند د ناوې د ولسوالۍ د مشر په توگه وټاکل شو، چې په پايله کې څلور تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شول. د پوهنې وزير، فاروق وردگ د نوموړې ډلې د اندېښنو پر خبرېدو د ستونزې د هوارۍ ژمنه وکړه.

دا کار د يو شمېر چارواکو د خپگان لامل شو او د هلمند مدني ټولنه يې په حکومتي چارو کې په لاسوهنه تورنه کړه او ويې ويل چې غواړي خپل خلک پر سياسي څوکيو وگوماري.

د هلمند ولايت د پوهنې رئيس، محمدنسيم ساپي، وويل، [نوموړې] ټولنه له خپل واک بهر لاسونه غځوي او پر دې رياست يې د نيمگړتياوو د شتون بې بنسټه تورونه لگولي دي.

هغه وپوښتل: "زه دا نه وايم چې د پوهنې په رياست او يا په سيستم کې نيمگړتيا نشته، خو دا هغه څه دي چې ښايي ټول يې د هوارۍ لپاره په گډه کار وکړي. د هغوی له نيوکو څخه څه په لاس راځي؟"

خاموش ټينگار وکړ چې د هغه د ټولنې غړي نه سياسي تړاو لري او نه کومه ځان غوښتنه.

هغه وويل: "موږ نه کوم غليم لرو او نه له چا څخه ډاريږو. چارواکي ځکه موږ ته ستونزې رادمخه کوي چې د [هلمند] د مدني ټولنې پر موخو نه پوهيږي. موږ هڅه کوو قناعت ورته ورکړ."

داسې ښکاري چې د خلکو ملاتړ ورځ په ورځ زياتيږي.

نيازمحمد د اويا کورنيو استازی دی چې پخوا يې په هلمند کې د جگړې له امله خپل کورونه پريښي وو. له کابل څخه لښکرگاه ته له بېرته ستنېدو سره سم ورته د دوو ورځو لپاره د خواړو توښه ورکړ شوه.   

هغه وويل: "له خدای او دې ټولنې پرته بل چا راسره مرسته ونه کړه. يو ماشوم مو له لوږې سا ورکړه. نژدې و نور ماشومان مو له لوږې ومري. د [نوموړې] ټولنې غړو د ډودۍ او نورو خوراکي توکو پيسې راکړې او ژمنه يې وکړه چې له خيريه موسسو او خلکو څخه به ورته نوره مرسته هم راټوله کړي. هغوی لا اوس هم له موږ سره مرسته کوي، زموږ په استازيتوب له يوه دفتر څخه بل ته ځي. خدای دې ښه ورسره وکړي!" 

گل احمد احسان په هلمند کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

 

.


Afghanistan
NGOs
Frontline Updates
Support local journalists