په لويديځ ښار، هرات کې له رايو ورکولو څخه دمخه هر څه ارام او غلي برېښي

په هرات کې کانديدان ادعا کوي، چې يو شمېر سيالان يې د غيرعادلانه ګټو د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي، خو پخپله کمپاين له هر راز ګواښ او ډاراچونی څخه ازاد و.

په لويديځ ښار، هرات کې له رايو ورکولو څخه دمخه هر څه ارام او غلي برېښي

په هرات کې کانديدان ادعا کوي، چې يو شمېر سيالان يې د غيرعادلانه ګټو د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي، خو پخپله کمپاين له هر راز ګواښ او ډاراچونی څخه ازاد و.

Friday, 18 November, 2005

د هغې د کمپاين په مرکزي دفتر کې، چې د هرات د يو درې لارې په سر په يو کرار ځای کې پروت دی، 32 کلنه فوزيه سادات د رنګه پوستر د لوستلو په حال کې ده او غواړي نوي پارلمان ته وټاکل شي.


د هغې په پوستر کې ليکل شوي: ((د قانون حکومت، صنعت او کرنه، يو ازاد، پرمخ تللی او خوندي افغانستان زموږ هيله ده.))


څو ګامه وړاندې په يوه پراخ تش ځای کې هټۍ د کرايي نيولو لپاره چمتو دي. ولايتي شورا ته کانديد، 33 کلن کرام الدين نظامي په خپلې هټۍ کې د يو زوړ مېز شاته ناست دی. په يو تور او سپين عادي کاغذ د هغه د کمپاين يو لنډ شعار ليکل شوی: (ستاسو اعتماد زموړ وياړ دی.)


ددې دوو کانديدانو د کمپاين ډول او د هغوی د لګښت د پيسو اندازه به يو څه اندازه توپير ولري، خو هغوی دواړه په دې اند دي، چې د هغوی دا لاره او ميتود به هغوی د وږي د مياشتې په ټولټاکنو کې بريالي کړي.


سادات د دريو کوټو يو کور د مياشتې په دوو سوو ډالرو په کرايي نيولی دی. دا د هغو لسو زرو ډالرو يوه برخه ده، چې هغه يې په خپل کمپاين لګول غواړي. هغې 130 زره پوسترې، پاڼې او د پېژندنې کارتونه په ايران کې چاپ کړي، چې ليسه يې هم هلته لوستې ده.


سادات وويل، هغه او دهغې خاوند دا ټول لګښتونه له بهرنۍ مرستې پرته په خپل سر اخيستي دي.


لکه د نورو کانديدانو په څېر چې په دې لوېديځ ولايت کې 17 پارلماني څوکيو نيولو ته سيالي کوي، سادات وويل، هغه په کمپيان کې ستونزې نه دې ليدلي. هغې په جوماتونو او په کليو او بانډو کې غونډې کړي دي. د هرات له ولايت څخه پنځه څوکۍ د ښځو لپاره بېلې شوي دي.


هغه وايي، چې په هر ځای کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شوې ده. هغه زياتوي: ((يوه ورځ چې د سودا اخيستلو لپاره (بازار) ته وتلي وو، خلکو موږ وليدلو او زموږ تر موټر راتاو شول. زموږ دومره هرکلی يې وکړ، چې زه يې په خوله ويلای نه شم. هر يو راڅخه زما د پوستر غوښته کوله. زه ونه توانيدم، خپله ټوله سودا واخلم او په ډېرې سختۍ کور ته ستنه شوم.))


سادات د خپل کمپاين په ترځ کې له مبالغې هم کار اخلي: ((زه د خپل کمپاين لپاره يوې ناحيې ته لاړم. زموږ هرکلي ته لس زره تنه راغلي و. (هغوی) زموږ تر خواوشا راتاو شول او يوه کړۍ يې جوړه کړه او ګلان يې راباندې وشيندل.))


د هغې تګلاره ساده ده، د کمپاين له شعار سره جوخت هغه وايي، چې د ښځو حقوق (زموږ) د لومړيتوبونو په ډلې کې دي.


هغه خلکو ته وايي: ((زه چاته وعده نه ورکوم، خو په پارلمان کې به ستاسو له حقونوڅخه دفاع وکړم.))


سادات دوه لوڼې او څلور زامن لري. د هغې دوه اولادونه په سويدن کې زده کړه کوي.


د ښار په ښکتنۍ برخه کې چې د بيارغاولو کار په کې روان دی او د زړو ورانو شويو هټيو پر ځاې د سوداګرۍ نوی مارکيټ جوړيږي، نظامي د ای ډبليو پي ار خبريال ته په ځير وکتل. ښايي په هغه يې د يو احتمالي ملاتړې ګومان کړی وي.


د نظامي بودجه د سادات د بودجې په پرتله خورا لږه ده. خو هغه ميلمنو ته د دوديز چای اوخوږو ست او سلا کوي. هغه هم وايي، چې امنيتي ستونزې نه لري. هغه د ولايتي شورا له 19 څوکيو څخه د يوې د ګټلو لپاره په جوماتونو او عامه ځايونو کې کمپاين کوي.


هغه وايي: "زه د شرعياتو (يوې ديني) پوهنځي فارغ التحصيل يم. کېداى شي، يو قاضي يا څارنوال شم. خو کله چې مې ولېدل هغوى ټول بډې اخلي، نو ومې پتېله،چې قاضي نه شم. زه غواړم، په ولايتي شوراى کې واوسم، ترڅو وکړاى شم، د فساد په وړاندې مبارزه وکړم."


د نظامي لپاره پرمختګ ګران دى، چې د خپل کمپاين لګښت د خپل خياطۍ له هټۍ څخه ترلاسه کوي. هغه د ورځې له خوا خپل کاروبار شاګردانو ته پرېږدي او د شپې بېرته خپل کار ته راځي ، جې د


خلکو کارونه (فرمايشونه) سرته ورسوي. خو د لږ عايد له امله هغه يوازې تو راو سپين پوسترونه چاپ کړي دي، چې ټول لګښت يې يو سل ډالره شوى دى.


نظامي اوږد راديوي او تلويزيوني خپرنيز وخت ته اړتيا لري. هغه کانديدانو ته په راديو او تلويزيون کې د لږ وخت د ورکولو له امله د ټولټاکنو د سمون په ګډې څانګې نيوکې کوي.


هغه وايي: "دوه دقيقې په تلويزيون او څلور دقيقې په راديو باندې ډېر لږ وخت دى. داسې بريښي، چې خلکو ته د زړه د اواز په رسولو کې د کانديدانو لاسونه (تر شا) تړلي دي."


په يو بل ځاى کې د ښار په ګران بيه بلاکونو کې له سلو څخه زيات خلک د پارلماني کانديد، سيد محمد حسين حسيني د خبرو انتظار باسي.


د تورې ږيرې خاوند دا اسلامي پوه، ساده او په کراره خبرې کوي. خپلو اورېدونکو ته وايي، هغه د خلکو په وړاندې د يو مسووليت د احساس له مخې وپتېله، ترڅو دې ماموريت ته ودريږي.


دا ٣٣ کلن ځوان، چې اوږد سپين کميس او پرتوګ يې په ځان دي، آى ډبليو پي آر ته وويل، يو ملګري ورته خپل دفتر په وړيا توګه د کار لپاره په واک کې ورکړى دى. او زياتره هغه کسان چې د هغه لپاره کمپاين کوي، هم ديني خلک (د قرآن حافظان) دي.


هغه وويل، چې د پوسترونو د لګولو او په جومات کې له خلکو سره د خبرو پر مهال يا د خپل کمپاين په دفترکې له کومې امنيتي ستونزې سره مخامخ شوى نه دى.


حسين ادعا وکړه، چې يو شمېر دولتي مامورين د ټاکنو په بهير کې د ټاکلو کانديدانو په ګټه لاسوهنه کوي. د نوموړي دا ادعا د ټولټاکنو د سمون د ګډې څانګې ځايي دفتر رد کړه.


حسين وويل: "که حکومت په دې ټاکنو کې د ولسمشرى د ټاکنوپه څېر درغلي ونه کړه، نو زه به يې وګټم."


يو بل کانديد، چې بريښې زيات پام ورته اړول کيږي، ٢٦ کلنه قاعده عفيف ده. د خلکو ډلې د هغې د هټۍ مخې ته راغونډې شوې، چې هغه يې د خپل کمپاين د دفترپه توګه کاروي. هلته هغه خپل هدفونه بيانوي: "د ښځو له حقونو څخه دفاع، په جګړې کې د وران شوي هېواد ودانول او د يو اسلامي دولت تر سيورې لاندې د دموکراسۍ راوستل."


هغې آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه داسې کوم شواهد نه لري، چې د حکومتي چارواکو لاسوهنه وښيې . خو داسې نښې نښانې يې ډېرې لېدلي، چې کانديدان د رايو د اخيستلو لپاره بډې ورکوي.


هغې وويل: "زما په هکله خلک ماته راغلي او د پيسو غوښتنه يې کړې. او وايي چې رايه به ماته راکړي. ما ورسره دانه ده منلې."


له هغه مهاله، چې هغې خپل کمپاين پيل کړى دى، د هغې لګښت د هغې پلار او ورور ورکړى دى. . عفيف امنيتي ستونزې نه لري. سره له دې چې دوه ځلې د تليفون له لارې ګواښول شوې ده.


هغه وايي: "فکر کوم چا زه ازمويلم. تليفون کوونکي د تيلفون له عامه ځاى څخه تليفون کاو، نو له دې امله راته جدي ښکاره نه شو."


Frontline Updates
Support local journalists