په درسي کتابونو کې د [تېرو] لسيزو جګړو ته ګوته نه ده نيول شوې

ښوونځيو ته د تاريخ د (مضمون) په وېشل شوو درسي کتابونو کې تېرې ناخوالې بيان شوي نه دي.

په درسي کتابونو کې د [تېرو] لسيزو جګړو ته ګوته نه ده نيول شوې

ښوونځيو ته د تاريخ د (مضمون) په وېشل شوو درسي کتابونو کې تېرې ناخوالې بيان شوي نه دي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، عبدالوحيد فرامرز ليکنه
د افغانستان د پوهنې وزارت په يوه ناندريز خوځښت کې د تېرو څلوېښتو کلونو جنګ جګړو له پېچلتيا سره د معاملې په خاطر د ښوونځيو د تاريخ په نوو درسي کتابونو کې
هغه ټوله دوره له منځه ايستلې ده.
چارواکي وايي له معاصر تاريخ څخه د پرله پسې پېښو د ايستلو (حذف)  پرېکړه د افغان ټولنې پر ټپونو د پټۍ د اېښوولو او د لا نور تاوتريخوالي د مخنيوي په لور يوه هڅه ده، خو نيوکه کوونکي د [پوهنې پر] وزارت د تاريخ د تحريف  او په تېرو خونړيو جګړو کې د ښکېلو افرادو د حمايت پړه اچوي، چې يو شمېر يې لوړ [دولتي] پوستونه لري.  
هغه زده کوونکي چې دا [درسي] کتابونو لولي، کېدای شي فکر وکړي ګوندې د بل کوم هېواد تاريخ لولي. 
تاريخپوهان د سياسي رغښت او د سړې جګړې دا ورکه شوې برخه د اسلامي ملېشو او د ټولې جګړې د رامنځته کېدو د لامل په توګه د افغانستان پر معاصر تاريخ د پوهېدو کلي بولي.   
د تاريخ په دې پړاو کې نه د محمد داودخان په مشرۍ د  ۱۹۷۳ کال د جولای کودتا او نه په ۱۹۷۸ کال کې د کمونيستي ځواکونو له خوا د  هغه مړينې ته ګوته نيول شوې. همدارنګه د۱۹۷۹  کال د شوروي يرغل، د مجاهدينو جګړو، د ۱۹۹۰ کلونو کورنۍ کور ورانوونکې جګړو او د طالبانو واک ته ګوته نه ده نيول شوې، چې تر ۲۰۰۱ کال پورې يې دوام وکړ. په همدغه کال کې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې يرغل او له هغه راوروسته لسيزې جګړې ته هم ګوته نيول شوې نه ده.
د پوهنې د وزارت وياند، امان الله ايمان آی ډبليو پي آر ته وويل، زموږ موخه داده چې پر مثبتو ټکو ټينګار وکړو.
هغه وويل: «د تېرو څلوېښتو کلونو مثبتې پېښې راوړل شوي، خو له منفي هغو ډډه شوې: ځکه  کړاو زياتوي او پر ټپونو مالګه دوړوي.»
هغه ومنله په تېرو جګړو کې د يو شمېر ښکېلو افرادو د سياسي رول دوام  د وروستي تاريخ د نه راوړلو په اړه د پرېکړې يو لامل و.
هغه وويل: «دا به ناشونې خبره وي چې په روان حالت کې دې  د هغو پېښو او حادثو په اړه قضاوت وشي.»    
د پوهنې وزير فاروق وردګ په دې اند دی چې د بې اتفاقۍ د مخنيوي په خاطر ددې پړاو پر تاريخ سترګې پټول يوازنۍ لار ده. 
د واشنګټن پست  په وينا وردګ وويل: «زموږ اوسنی تاريخ موږ يو له بله بېلوي. موږ د تېر تاريخ پر بنسټ تعليمي نصاب چمتو کړی، چې يو بل ته مو نژدې کوي او مشران مو په عام ډول د درناوۍ وړ دي. دا په تېرو کلونو کې لومړني [درسي] کتابونه دي، چې له سياسي او  توکميز تړاو  ليرې دي.»
ايمان وويل، د افغاني سياستوالو او نړيوالې ټولنې له خوا داسې کوم فشار نشته چې تېر دې سانسور شي. 
هغه وويل، دا پرېکړه د وزارت اوسنيو چارواکو نه ده کړې، بلکې هغه ۲۰۰۳ کال ته ورګرځي، چې محمد يونس قانوني د پوهنې وزير و.
قانوني اوس د پارلمان غړی دی. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، خبره داسې نه ده. د وزير په توګه هغه پر دې فشار راوړی چې له اوسنيو تاريخي پېښو څخه بايد په درسي کتابونوکې يادونه وشي.
هغه وويل: «زما د دندې پر مهال داسې کومه پرېکړه نه ده شوې. موږ هڅه کوله د تېرو څلوېښتو کلونو پېښې په ښوونيز نصاب کې ځای کړو.»
د پوهنې د وزارت يو کارکوونکي، چې د نامه د نه ښودلوپه شرط  يې خبرې کولې، آی ډبليو پي آر ته وويل، ولسمشر حامد کرزي له وزيرانو او د وسله والو ملېشو له پخوانيو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته ددې دورې له منځه ايستلو سره موافقه کړې ده.    
د کرزي يو وياند، حامد علمي وويل، ولسمشر له موضو ع څخه خبر نه و.
هغه وويل: «موږ خبر نه يو چې اته کاله دمخه دې داسې کومه پرېکړه شوې وي. د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب په اړه د هر راز پرېکړې واک لري.))
د تاريخپوهانو په وينا هرڅوک چې مسؤول وي، وي به، کتابونه بايد تاريخي حقيقت پټ نه کړي
د کابل پوهنتون د تاريخ استاد، احمد ضيا نيکبين وويل: «تحريف ته اجازه نشته او نه د افغانستان په تاريخ کې [تحريف] د منلو وړ دی.»  نوموړي زياته کړه، د پوهنې [د وزارت] چارواکي حق نه لري تېر تاريخ په مثبتو او منفي برخو وويشي.  
د تغيير او اميد ايتلاف پارلماني مخالفه ډله د [تاريخ د يو پړاو د] منځه وړلو مخالفه ده.  د نوموړي ايتلاف وياند، فاضل سانچارکي ګوته وڅنډله د وروستي تاريخ د ځينو برخو په له منځه وړلو به افغاني ځوانان خپل ځانونه په طبيعي ډول ونه پېژني.
هغه وويل: «اوسنی افغان نسل بايد له خپل تېر تاريخ څخه جلا نشي. په دې معنا چې راتلونکی نسل به فکر کوي ګوندې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې حکومت نه و او مثبتې او منفي پراختياوې رامنځته شوي نه دي.» 
نوموړو درسي کتابونو هغه افغانان هم په غوسه کړي چې په تاوتريخوالي او جګړو کې يې خپلوان له لاسه ورکړي، ځکه تر پوښتنې لاندې پېښې له منځه ځي.
د تمنا په نامه د پوهنتون يوې محصلې د نوي يمې لسيزې په اوږدو کې خپل دوه ورونه له لاسه ورکړي و. 
هغې وويل: «تېرې شوې پېښې بايد پټې پاتې نشي. د افغانانو دښمنان بايد وپېژندل شي. هغه څوک چې نن واکمن دي، بايد محاکمې ته راکښل شي.» 
ژورنالست، عتيق الله بينا وويل، په اوسني سياسي حالت کې واکمنې څېرې، چې لاسونه يې په وينو سره دي، غواړي حقيقت پټ  پاتې شي‎. دا به ستونزمنه وي د تېر په اړه عيني قضاوت وکړای شي.
هغه وويل: «هغه خلک لا تر اوسه د واک پرګدۍ ناست دي چې د يو د بل په وړاندې جنګېدلي، هېواد يې له خاورو سره خاورې کړی، بېګنا خلک يې په ډله ييز ډول وژلي او په زرګونه نور جنايات يې کړي دي. هغوی به هڅه وکړي تاريخ ناسم  وليکل شي. که انتظار وباسو، نو ښه خبره  به وي.»
عبدالوحيد فرامرز په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Education
Frontline Updates
Support local journalists