په افغان مېرمنو کې د خپگان ناروغي مخ په خپرېدو ده

د جنسيت تاوتريخوالی، بېوزلي او ورسره مل نورې ټولنيزې ستونزې د ذهني ناروغۍ د پراخېدو لامل کيږي

په افغان مېرمنو کې د خپگان ناروغي مخ په خپرېدو ده

د جنسيت تاوتريخوالی، بېوزلي او ورسره مل نورې ټولنيزې ستونزې د ذهني ناروغۍ د پراخېدو لامل کيږي

IWPR
IWPR

د اتلس کلنې ليلا پر لاسونو او غاړې د چړو ټپونه د هغې د ځان وژنې پر هڅې شاهدي ورکوي.  د هرات نوموړې ځوانې ښځې آی ډبليو پي آر ته وويل، له ٤٥ کلن سړي سره له واده کولو وروسته ورته د ژور خپگان ناروغي پيدا شوې ده.

 هغې وويل: «مور او پلار مې يوه زاړه سړي ته واده کړم. وروسته راته پته ولگېده، دا هغه څوک نه دی، چې ما غوښته. په کور کې راباندې کنترول ولگېد او له تگ راتگ څخه منع شوم. زما د ژوندانه په هر لوی او واړه څېز کې د هغه لاسوهنې زما ژوند له زغم څخه وايست. تر دې کچې زما غوسه پارېدلې وه چې و مې غوښتل زهر وخورم او خپل ژوند ته د پای ټکی کېدم، خو ژوندۍ پاتې شوم. بيا مې پر يوې چړې د ځان وژنې هڅه وکړه، خو دا ځل هم وژغورل شوم.»

له هغې وروسته ليلا د ذهني ناورغۍ پر درملنې لاس پورې کړ.

هغې وويل: «اوس د درملو او د اوږدې مودې لپاره د طبي لارښوونو له اخيستلو وروسته يو څه ښه شوې يم.»

ذهني ناروغتيا په افغانستان کې له درېو لسيزو څخه د زياتې جگړې له امله ډېره عامه ده. اروپوهان وايي، ښځې د دغې ستونزې له امله ډېرې کړيږي.

کارپوهان وايي په هرات ښار کې په ښځو کې د خپگان د ناروغۍ کچه مخ په لوړېدو ده او لامل يې د جنسيت د تاوترخوالي په گډون بېوزلي او له هغې څخه راولاړې شوې نورې ستونزې دي. 

د ځايي روغتيايي کارکوونکو د اټکل له مخې د پروسږکال په پرتله په سږني کال کې دغه راز ناروغان په سلو کې شل زيات شوي دي.

د هرات د عامې روغتيا د رياست يوه کارکوونکي، عبدالرحمن همراز له آی ډبليو پي آر سره په خبرو کې وويل: «زموږ له شمېرو څرگنديږي چې د خپگان د ناروغۍ کچه لوړه شوې ده. روغتيايي مرکزونو ته زيات شمېر ناروغان رالېږل کيږي.»

د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون د رواني ناروغانو د څانگې مشر، وحيد نورزاد وويل، دغه کار په ښځو کې د دغه ستونزې د ودې خبرتيا ورکوي.

هغه وويل: «زما د اټکل له مخې د خپگان دغه لوړه کچه پخوا هم موجوده وه. لامل يې دا و چې د خبرتيا د نشتوالي له امله يې شمېره څرگنده نه وه او لږ رواني کلينيکونه موجود وو.»

د هرات ارواپوه، مهدي حسيني وويل، د خپگان د ناروغۍ حالت په ټيټې، منځنۍ او لوړې کچې ډلبندي کېدای شي. 

هغه وويل، د دغه ناروغۍ په نښو کې:«خوږ (درد)، د خپگان احساس، د انرژۍ لږوالی، ستړيا، بېوس توب، ژړا، ځان گنهکار گڼل، غوسه او (ټولنيز) گوښه والی» شامل دي.»

په درملنه کې د سلا مشورو او درملو ورکول دواړه گډون لري.

نورزاد وويل، په دولتي کلينيکونو کې درملنه د هر فرد د ناروغۍ په نښو نښانو پورې تړلې ده.

هغه وويل: «د منځنۍ کچې ناروغانو درملنه درې – څلور پلا سلا مشورې ورکول دي. د لوړې کچې د ناروغۍ په درملنه کې ناروغان په روغتون کې تر شپږو مياشتو پورې بستريږي. هلته ورته درمل او سلا مشورې [دواړه] ورکول کيږي.»

د هرات د عامې ورغتيا رئيس، محمد آصف کبير وويل، سايکوتيراپي او درملنه په ټولو ولايتي روغتيايي مرکزونو کې موجود ه ده.

نوموړي په دوام وويل، سربېره پر دې :«د تيټې کچې رواني ناروغانو ته لس کلينيکونه جوړ شوي او يو يې د هرات په سيمه ييز روغتون کې جوړ شوی چې د لوړې کچې رواني ناروغانو درملنه پکې کيږي.»

کبير زياته کړه، په دې کلينيکونو کې د ذهني گډوډيو او د هغې د مخنيوي په اړه د خلکو د معلوماتو کچه هم ورسره لوړيږي.

اته دېرش کلنې زهرا، چې د خپگان د ناروغۍ اوږده مخينه لري او د هرات په سيمه ييز روغتون کې بستر ده، له آی ډبليو پي آر سره خبرې وکړې.

هغې وويل: «پنځلس کاله کيږي چې له دغې ناروغۍ څخه کړېږم. په بېلا بېلو ځايونو، لکه ايران او پاکستان کې مې ډول ډول درملنه وکړه، ټوله درملنه زما په روغتيا کې پاتې راغله، سره له دې چې کله ناکله به ښه وم. په دې وروستيو وختونو کې مې د خور له مړينې وروسته ناروغي زياته شوه. تل به مې سر خوږېده، له کورنۍ سره به مې په نه خبره شخړه کوله. درې ورځې کيږي چې دلته بستر شوې يم.»

د جنسيت د تاوتريخوالي اغېز

دعامې روغتيا وزير، فيروزالدين فيروز تېر کال د ذهني ناروغې د نړيوالې ورځې په مناسبت وويل، د افغانستان ٧٢ سلنه مېرمنې د خپگان له ناروغۍ څخه کړيږي.

هغه وويل، جگړه، بېوزلي، بېکوره کېدل او د سرچينو نشتوالی په افغانستان کې د ذهني ناروغۍ اصلي لاملونه دي. د ارواپوهني خدمتونه د هېواد په شاوخوا ١٥٠٠ روغتيايي مرکزونو کې موجود دي. په دغه ډله کې ٣٠٠ مرکزونه ذهني ناروغيو ته ځانگړي شوي دي. هغه وويل، دولت په پام کې لري چې نور ٢٠٠ تخصصي مرکزونه جوړ کړي.

ځيې خلک وايي، د افغانستان د ناوړه دودونو د اغېز له امله او ورسره مل د جنسيت نابرابري د ښځو د ذهني ناروغيو اصلي لامل دی. په چار چلن کې د بنسټيز بدلون له امله د لږ پرمختگ هيله کېدای شي. 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د چارو رئيسې، فاطمې باقري وويل: «تقريبا د ښځو د حقونو ټولې موسسې او همدارنگه [د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون] د ښځو د ذهني کړاو د لويې شمېرې له امله اندېښمنې دي.»

مدينه، چې څه باندې يو کال دمخه يې د خپگان ناروغي تشخيص شوې، د خپلې ناروغۍ لامل بېوزلي او پر نشه يي توکو د خپل پلار روږدې والی بولي.

هغې وويل: «يوازنۍ هيله مې دا وه چې ښوونځي ته لاړه شم، خو پلار مې پر نشه يي توکو روږدی شو او د هغه وهلو ټکولو له امله له زده کړې بې برخې شوم. همېشه به مې زړه تنگ و. د ارواپوهنې يوه ډاکټر ته لاړم. هغه راته وويل، چې د خپگان ناروغي درته پيدا شوې ده.»

د هرات ولايت د ښځو د چارو رئيسې، محبوبې جمشېدي يادونه وکړه، گڼ شمېر هغه مېرمنې، چې له کورني تاوتريخوالي کړيږي، پر ذهني ناروغۍ اخته شوې دي.

هغې وويل، په خپل رياست کې په دې وروستيو وختونو کې يې ښځو ته د راوا پوهنې مشورتي مرکز پرانيستی، خو خواشيني يې څرگنده کړه چې د ښځو د ذهني ناروغۍ د درملنې لپاره اوږد ستراتيژيک پلان وجود نه لري.  

هغې وويل: «د خپه او غمگينو مېرمنو لومړنی درملنه د سلا مشورو ورکول دي چې وروسته يې درملنه ډېره اغېزمنه ده.»

د افغان ښځو د شبکې رئيسه، حسنيې نېکزاد دا مني چې د کور دننه او په ټولنه ټولنه کې موجود تبعيض د ښځو د ذهني ناروغيو اصلي لامل دی.

هغې وويل: «دولت بايد د پوهنې، اطلاعاتو او فرهنگ او حج او اوقافو د وزارتونو تر څارنې لاندې يو سيستم رامنځته کړي چې له نژدې څخه د تاوتريخوالي په راټيټولو کې مرسته وکړي، ځکه د ښځو د خپگان ناروغي د تاوتريخوالي له امله نوره هم زياتيږي. که چېرته خلک [د جنسيت په وړاندې د تبعيض په اړوندو] قوانينو او اصولو پوه شي، نو د خپگان ناروغي او تاوتريخوالی به راټيټ شي.»

ځينې مېرمنې وايي، د مناسبې درملنې له امله هغوی راتلونکې ته نوې هيلې پيدا کړي دي. اتلس کلنه، چې دمخه يې د ځان وژلو هڅه کړې، اوس د ذهني درملنې په يوه مرکز کې کار کوي. هغه وايي د هغې له خپلې درملنې سره يې ډېره مرسته کړې ده. 

هغې وويل: «ما وغوښتل دلته کار وکړم، ترڅو د دغو مېرمنو پر حالت او خوږ ځان پوه کړم. غواړم له دغو ښځو سره مرسته وکړم چې روغې شي.»

Frontline Updates
Support local journalists