په افغانستان کې پر نشه يي توکو له خپلې خوښې پرته روږدي شوي کسان

په ښځو کې د اپينود روږدې کېدو د زياتوالي پړه پر نشه يي توکو روږدو مړونو اچول کيږي، چې غواړي مېرمنې يې د هغوی تر فرمان لاندې وي.

په افغانستان کې پر نشه يي توکو له خپلې خوښې پرته روږدي شوي کسان

په ښځو کې د اپينود روږدې کېدو د زياتوالي پړه پر نشه يي توکو روږدو مړونو اچول کيږي، چې غواړي مېرمنې يې د هغوی تر فرمان لاندې وي.

Monday, 12 September, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پې آر د خبريال، نسيم همدرد ليکنه

پر اپينو د ارزو  روږدي کېدل نژدې يو کال دمخه پيل شول او پړه يې پر خپل مېړه اچوي چې په زوره يې  دې کار ته اړ ايستلې ده.

هغې وويل: «ما ونه منله، خو په پای کې هغه زه په مرګ وګواښلم. ما له هغه سره د اپينو د څکولو پر مهال ژړل، خو کرار کرار پرې روږدې شوم.» 

ارزو وويل ميړه يې، چې په عين وخت کې يې د تره زوی هم دی، په ايران کې د اتو کالو تېرولو په بهير کې پر اپينو روږدی شو. 

کله چې آی ډبليو پي آر له هغې څخه وپوښتل چې ولې دې ميړه غواړي ته نيشه يي توکې وکاروې، وويل: «زما ميړه وويل، ښځې نه غواړي له روږدي ميړه سره واوسيږي. هغوی يا له کوره تښتي يا ورسره جنګ جګړه کوي، له دې امله غوره ده، ښځې هم روږدې شي، ترڅو د ستونزو مخنيوی وشي.»    

د ارزو حالت په لويديځ کې د پروت ولايت هرات، د زيات شمېر مېرمنو حالت ته ورته دی. په  هرات کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست وايي، په سيمه کې پر نشه يي توکو د ثبتو شوو  ۶۰  زرو روږدو کسانو په ډلې کې پنځلس سلنه ښځې دي. دا شمېره مخ په زياتيدو ده.  

د ولايتي روغتون د روږدو کسانو د څانګې مشر، زمري حصين وويل، په هر لسو کې اته مېرمنې د خپلو مړونو له خوا اعتياد ته اړ ايستل شوي دي.

په پای کې د هغوی زيات  شمېر د درملنې په موخه په هرات کې د «شهامت» په نامه د روږدي شوو کسانو د درملنې مرکز ته راوستل کيږي. د هغوی په ډله کې د پريې ګل په نامه يوه مېرمنه ده. نوموړې ته له واده وروسته څرګنده شوه چې ميړهييفيض محمد  اپين کاروي. هغې هڅه وکړه  د خپل ميړه د روږدی کېدو مخه ونيسي.

هغې وويل: «ما به له هغه سره جنګ جګړه کوله، چې له دې کاره يې واړوم. هغه به ماته د وهلو ډبولو ګواښ کاوه.  کله چې مو جنګ جګړه زياته شوه، هغه به زه وهلم او اړ يې ايستم له هغه سره اپين وڅکوم. څو ځلې يې راباندې په زوره اپين وڅکاوه، وروسته پرې پخپله راغلم او يو کال مې وڅکولو. وروسته د  اپينو نشه ورکه شوه. ميړه مې هيرويين پيدا کړل او ما هغه به په ګډه څکول.»     

سره له دې چې پري ګل  ۲۴ کلنه ده، خو د هيرويينو د کارولو له امله د پنځوسو کالو زړه ښکاري. دوه کلنه لور يې په کلينيک ورسره وه. هغې ژړل، خو د کرارولو وس يې نه درلود. هغه نشوه کېناستلای چې هغه په غېږکې واخلي.  

اوس هغه وايي چې که ښه شوه، نو بېرته د خپل پلار کور ته ځي.

په عين وخت کې د هغې ميړه د نوموړي کلينيک د نارينه ګانو په څانګه کې تردرملنې لاندې دی. دېرش کلن فيض محمد په بستر کې پروت دی، سترګې نشي پرانيستی او په سختۍخبرې کوي. 

هغه وويل پري ګل يې په زوره د نشه يي توکو ته اړ ايستلې ده، وايي: «که ما هغه [پر نشه يي توکو] نه وای راوستی، نو له ما سره نه اوسېده. هغه له بل چا سره تله. زه به هم بې عزته او هم يوازې شوی وای.»

د روغتيايي چارواکو په وينا پر نشه يي توکو د ښځو د روږدي کېدو په لاملونو کې بېوزلي، کورنی تاوتريخوالی او له ايران سره ګاونډيتوب شامل دی. سره له دې، چې اپين په افغانستان کې توليديږي،خو د زياترو خلکو د وينا له مخې پر نشه يي توکو زياتره هغه کسان روږدي شوی چې په ايران کې يې د کډوالۍ شپې او ورځې تېرې کړي دي. 

حصين وويل د ښځو له خوا د نشه يي توکو کارول ټاکلې روغتيايي اندېښنې رامنځته کوي.

هغه وويل: «پر نشه يي توکو د روږدو ښځو زياتره ماشومان د لوګي د تيرولو له لارې هم روږدي کيږي او په کلينيک کې يې درملنه کيږي. زياتره حالتونو کې که چېرته اميندوارو مېرمنو نشه يي توکي کارولي وي، نوماشوم هم روږدی زيږي.»

هغه وويل د شهامت په کلينيک کې هره ورځ  د ۱۵۵ مېرمنو معاينه کيږي او نورې ۳۵۰ ښځې د ګرځندو روغتيايي ډلو له خوا درمل اخلي، چې د ولايت بېلابېلو برخو ته ځي. په کلينيک کې بسترې شوې مېرمنې ۴۵ ورځې تيروي او له کلينيک څخه تر وتلو وروسته  د ګرځنده ډلو له خوا ترڅارنې نيول کيږي، ترڅو بېرته د نشه يي توکو په کارولو راونه ګرځي.

روغتيايي چارواکي وايي دمګړۍ د هغوی د اوسني ظرفيت په تناسب پر نشې د اخته نارينه او ښځينه دواړو درملنه محدوده ده. له نشه يي توکو سره د مبارزې ولايتي رئيس، غلام جيلاني دقيق وايي په راتلونکي کال کې به پر نشې داخته کسانو د درملنې لپاره د ۱۸۰ بسترو په ظرفيت يو ځانګړی روغتون جوړ شي او تر يوې کچې به په مخ کې پرتې ستونزې لږې کړي. 

د هرات ولايت د ښځو د چارو رياست  مني چې ډېرې ستونزې موجودې دي. د نوموړي رياست مشره، زهرا بې ريا وايي په نښو دروږدو ښځود  څېړنې لپاره بودجه او لازم امکانات نه لري.   

هغې وويل، زموږ رياست له ښوونکو، د ټولنو له مشرانو او ديني عالمانو سره په ګډه د نشه يي توکو د زيانونو په اړه معلوماتي غونډې جوړې کړي دي. په يو بل نوښت کې به د هغې رياست د پوليسو په ګډه مرسته هغه وضعيتونه په نښه کړي، چې په زور پر نشه يي توکو د اخته کولو هڅې پکې کيږي. 

هغې وويل: «ددې پروګرام له مخې که چېرته يو مېړه خپله مېرمن د نشه يي توکو کارونې ته اړ باسي، نو د ښځو د چارو د رياست په غوښتنه به پوليس هغه سړی ونيسي. دا پروګرام به ډېر ژر پلی شي.»  

ناقانونه او غير اخلاقي کارونو ته د خپلې مېرمنې هڅول د افغانستان د کورنيو د قانون د ۳۲ مادې له مخې منع  او عاملينو ته يې تر درېو مياشتو پورې د بند سزا ورکول کيږي.  

د هرات د پوليسو د قوماندانۍ وياند، نورخان نيکزاد وويل، په دې اړه يو شمېر ښځو خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

هغه وويل: «پوليسو د هغوی مړونه راغوښتي او څارنوالۍ ته د لېږلو لپاره يې ورته دوسيې چمتو کړي دي.» 

د هرات پوهنتون د اسلامي زده کړو د پوهنځي مشر، امين الله معتصم وويل، ناقانونه نشه يي توکي د شرعي قانون له مخې زيانمن بلل شوي. هيڅوک اجازه نه لري يا ځانته او يا هم بل چاته زيان ورسوي.

معتصم وويل: «که چېرته مېرمنې د خپلو مړونو له خوا د ناقانونه او يا منع شوو فعاليتونو سرته رسولو ته اړ ايستل کيږي، بايد د هغوی متابعت ونه کړي او د طلاق د اخيستلو په اړه له خپل حق څخه ګټه واخلي.»  

د ډاکټر سيد خليل مؤيد په نامه د ارواپوهنې او ټولنيزو چارو شنونکي په اند د ميندو تر منځ  د لوړې کچې روږدی کېدل به پر ټولې ټولنې ناوړه او ويجاړوونکی اغېز وکړي.

هغه وويل: «د شخصيت جوړښت له کورنۍ پيليږي ... ماشومان له هماغه پيل څخه له خپلو ميندو سره ټينګې اړېکې لري او زياتره له ميندو سره يوځای وي. څرګنده ده چې يوه ښه، روغه او  با وجدانه مور به ټولنې ته  روغ ، سالم او باوجدانه ماشومان وړاندې کړي.  خو که چېرته مور يا په کور کې کومه بله ښځه له دې راز کړاو څخه رنځيږي، نو  جوته ده چې ټوله ټولنه به په دې کړاو اخته شي.» 

     مؤيد ګوته وڅنډله: «زما په اند دا له هغه څه څخه ډېر زيانمن دي، چې دمګړۍ ورسره افغاني ټولنه مخامخ ده!»

Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists