په افغانستان کې پاسپورټونه د خرڅلاو لپاره

د پاسپورټونو کمښت د سفر په اسنادو کې نوې ناقانونه سوداګري رامنځته کړې ده.

په افغانستان کې پاسپورټونه د خرڅلاو لپاره

د پاسپورټونو کمښت د سفر په اسنادو کې نوې ناقانونه سوداګري رامنځته کړې ده.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبدالواحد فرامرز ليکنه

له هغه وروسته د پاسپورټونو تور بازار رامنځته شو چې چارواکو درې مياشتې دمخه د هغه ورکړه وځنډوله.  

د پاسپورټ رياست د ۲۰۱۱ کال په وروستيو کې اعلان وکړ چې تر دې وروسته پاسپورټونه، نه توذ يع کيږي، پارلمان ته يې وويل چې تش پاسپورټونه، نشته. 

آی ډبليو پي آر ته جوته شوه چې مفسد چارواکي د کمېشنکارانو له لارې په پټه پر هغه چا پاسپورټونه پلوري، چې ډېرې پيسې ورکوي.

په پارلمان کې د سويلي ولايت غزني استازي، محمد عارف رحماني وويل: «موږ ليدلي چې زموږ ملګرو ، خپلوانو او مؤکلينو د ۵۰۰ او ۷۰۰ ډالرو په وړاندې پاسپورټونه اخيستې دي. خلک د ډېر پيسو په ورکولو پاسپورټونه ترلاسه کوي.»

يو کمېشنکار چې په دې ناقانونه سوداګرۍ کې ښکېل دی،د  آی ډبليو پي آر  خبريال ته وويل، په کابل کې د شپې په يوې غونډې کې يې د پاسپورټ د رياست له يوه کارکوونکي څخه  پاسپورټونه ترلاسه کړل.  

هغه وويل، د قانوني مهلت له اعلان وروسته پاسپورټونه تور بازار ته راووتل او په دوه يا درې سوو ډالرو پلورل کېدل. خو اوس چارواکي ډېرې پيسې غواړي او بيه يې له  ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰  ډالرو پورې رسېدلې ده.

د پاسپورټ يوه کارکوونکي، چې د نامه د نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې، د نوموړي کار د شتون  پخلی وکړ.

هغه وويل: «يو شمېر نوي پاسپورټونه  لوړ پوړو چارواکو له ځان سره ساتلي او د پيسو په وړاندې يې ورکوي.»

هغه او  کمېشنکار دواړو ټينګار وکړ چې د بډو له ورکړې سره سره د پاسپورټ ترلاسه کوونکي بايد  مناسب اسناد چمتو کړي.

د پاسپورټ کار کوونکي آی ډبليو پي آر ته وويل، د پاسپورټونو کمښت هغه مهال رامنځته شو ، چې ډېری خلک سعودي عربستان ته  د حج د مراسمو لپاره روان وو. له بلې خوا هغو خلکو هم پاسپورټونو اخيستلو ته مخه کړه چې ايران بې سنده افغانان له خاورې وشړل.  

محمد امين خرمجي، د فساد د څارنې د ادارې مرستيال ددې پخلی وکړ چې د پاسپورټ [د رياست] کارکوونکي د زياتو پيسو په وړاندې پاسپورټونه ورکوي. هغه وويل ادارې يې د ستونزې په اړه له امنيتي ارګانونوسره اړيکې ونيولې، خو کوم غبرګون يې نه دی ترلاسه کړی.

د غزني اوسېدونکي، شفيق الله له هغه وروسته له توربازار څخه پاسپورټ ترلاسه کړ، چې د پاسپورټ په رياست کې يې پنځلس ورځې انتظار وکيښ او په پای کې ورته مامورينو وويل، چې پاسپورټونه خلاص شوی دي.

هغه وويل: «پنځه سوه ډالره مې کمېشنکار ته ورکړل او په دوو ورځو کې مې پاسپورټ ترلاسه کړ.» 

د پاسپورټ لوی رئيس، جنرال ايوب دا خبره نه مني چې ګوندې کارکوونکي يې په کوم ناسم کار کې ښکېل دي. هغه وويل، نوموړې ادعاګانې مازې اوازې دي چې د تور بازار کارکوونکو خپرې کړې ددي.  

هغه وويل: «په هيڅ راز شرايطو کې پاسپورټ د پيسو په وړاندې نه دی ورکړ شوی.»  

نوموړي جنرال وويل، اوس هم په ځانګړو حالتونو کې پاسپورټونه ورکول کيږي. د بېلګې په توګه هغو ناروغانو ته، چې د عملياتو لپاره بهر ته ځي او هغو سوداګرو ته چې د ملي اقتصاد لپاره يې بهر ته تګ مهم ګڼل ګيږي. په ناقانونه ډول له هيچا څخه پيسې نه دي اخيستل شوي.

جنرال ايوب وويل، کوم پاسپورټونه چې  په تور بازار کې پلورل کيږي، تقلبي او درغل دی.

هغه وويل: «هغه څوک چې وايي د پيسو په وړاندې يې پاسپورټونه ترلاسه کړي، يا دې ما ته ووايي او يا دې امنيتي ارګانونه خبر کړي ترڅو  ښکېل خلک ونيسو.» 

د پارلمان غړي، رحماني دا خبره رد کړه، ټينګار يې وکړ، چې پلورل شوي پاسپورټونه اصل دي. هغه زياته کړه، دا بې معنا خبره ده، چې، چا ناقانونه پاسپورټونه اخيستي، د شکايت لپاره دې د پاسپورټ رياست ته لاړ شی.

د افغانستان د ماليې وزارت په لندن کې له يوه شرکت سره د يو مليون او څلور سوه زره پاسپورټونو د چاپ تړون لاسليک کړی، چې د چارواکو په وينا به ښايي په دې مياشت کې راورسيږي.  جنرال ايوب  وويل، د پاسپورټونو د وېش لړۍ به د هغې له رارسېدو سر ه سم پيل شي.

په عين وخت کې په لسګونه خلک په کابل کې د پاسپورټ د رياست مخې ته په دې هيله کتار ولاړ دي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.

د محمد نظر په نامه يوه زاړه سړي، چې له يخنۍ څخه يې ځان په شړۍ کې تاو کړی، وويل، له لسو ورځو راهيسې په کتار کې ولاړ دی. يو شمېر انډيوالانو يې بډې ورکړي او پاسپورټونه يې تر لاسه کړي، خو هغه بېوزلی دی او دا کار نشي کولای.

هغه وويل: زه پيسې نه لرم. له دې امله هغوی پاسپورټ نه راکوي.»

Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists