په افغانستان کې د لبناني شخړې ازانګه

د لبناني مسلمانانو د کړاو په هکله د امريکا بې پروايي په افغانستان کې د امريکا د متحده يالتونو اتحاد ته زيان او دښمنانو ته يي ګټه رسوي.

په افغانستان کې د لبناني شخړې ازانګه

د لبناني مسلمانانو د کړاو په هکله د امريکا بې پروايي په افغانستان کې د امريکا د متحده يالتونو اتحاد ته زيان او دښمنانو ته يي ګټه رسوي.

Wednesday, 9 August, 2006
.



افغانان لکه د نورو هېوادونو د مسلمانانو په څېر له لبنانيانو سره د خواخوږۍ احساس لري او د اسراييلو په بريدونو، په تېرو په هغو بريدونو، چې د ملکې خلکو د زيانمن کېدو لامل کېږې، په غوسه دي.



اسلامي ډلو او د مجاهدينو پخوانيو تنظيمونو ډېر ژر د امريکايي ضد احساساتو د راپارولو لپاره دريځونه ونيول. په همدې ډول هغه شمېرخلک، چې د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلاف په هکله يي مثبت دريځ درلود، د ولسمشر حامد کرزي د ملاتړ او د طالبانو او القاعدې په وړاندې د جګړې په هکله يي په احساساتو کې بدلون راغلی دی.



زيات شمېر څارونکي ګوته څنډي، دا مفهوم چې امريکا چوپه ولاړه او څه نه کوي او متحد يي د مسلمانو په کليو او بانډو باندې بمونه اوروي، د افغانستان په سهيل کې د ياغيانو په ګټه پای ته رسيږي.



(د افغانستان) چارواکو هڅه وکړه، ترڅو د خلکو د قهراو غوسې د کرارولو لپاره د اسراييلو د بريدونو غندنه وکړي.



د ولسمشر وياند، کريم رحيمي د زمري د مياشتې په درېمه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل: ((موږ په لبنان کې د ملکې خلکو د وژلو له امله اندېښمن يو. موږ د کوچنيانو او ښځو په ګډون د ټولو بېګناه خلکو د وژل کېدلو غندنه کوو.))



په بله ورځ په تېر کال کې ټاکل شوی پارلمان په دې هکله خپل غبرګون وښود، چې د کرزي او د هغه د کابينې په پرتله د امريکا د حضور په هکله لږ ملاتړ کوي . د ولسي جرګې مشر، محمد يونس قانوني ولسي جرګې ته په وينا کې په بيړه د اسراييلو د يرغلونو د ودرېدو غوښتنه وکړه. هغه وويل: ((زه ډاډمن يم، چې د فلسطين او لبنان د خلکو په وړاندې د اسراييلو بريدونه او ظلمونه د نړيوالې ټولنې، په تېره بيا د اسلامي نړۍ د خپګان لامل شوي دي.)) له دې اندېښنې پرته چې د لبنان ناتار زيات شمېر افغانان د طالبانو په څنګ کې ودرېدو ته هڅوي، کرزی هم د جهاديانو په وړاندې د مهم سياسي پلويتوب له لاسه د ورکولو له خطر سره مخامخ دی، چې شوروي ضد جهادې ډلې وي او په عمومي توګه د طالبانو د سخت دريځي رژيم مخالفې وې. جهادي ډلو د زمري د مياشتې په نهمه په کابل کې يوه غوڼډۀ وکړه، چې لوی شعار يي ((اسراييل جنايت کوي، امريکا يي ملاتړ کوي.)) و او په يو څرګند پيغام کې دافغانستان حکومت ته وړاندې شو، چې موجوديت اودوام يي د امريکا د متحده ايالتونو او لويديځو متحدينو له لارې شونی شوی دی. غوڼډې ته په يوې وينا کې پخواني جهادي قوماندان، احمدشاه احمدزي وويل: ((دا ډېر شرم دی، چې د افغانستان حکومت او خلک تر اوسه چوپ پاتې شوي دي. هغوی بايد داسراييليانو او امريکا په وړاندې لا له وخته غبرګون ښوولای وای.)) هغه زياته کړه: ((امريکا د خپلو بيان شويو اصلونو مخالف عمل کوي. هغه د بشري حقونو په وړاندې شعارونه ورکوي، خو پخپله بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. امريکا د دموکراسۍ چيغې وهي، خو د ملتونو دازادۍ مخه نيسي.)) ((افغانانو ته اوس ثابته شوه، چې امريکا درواغ وايي.)) احمدزی د طالبانو ملګری نه و او هغه مهال له هيواد څخه ووت، چې طالبانو په 1996 کال کې کابل ونيو. هغه وايي، د امريکا متحده ايالتونه او اسراييل د القاعدې په پرتله ((رښتينې ترهګر دي.)) هغه ګوته وڅنډله: ((د امريکا په وړاندې کرکه او نفرت زياتيږي. په پای کې به يي د طالبانو او القاعدې کتارونه وپړسيږي. ځکه د امريکا په وړاندې د هغوی پروپاګند په رښتياوو بدليږي.)) يو بل نيوکه کوونکي، د فلسفي رياضي د نړيوال مرکز مشر، محمد صديق افغان راغونډو شوو خلکو ته وويل: ((نن د ژړا ورځ نه ده. دا د هوډ يوه ورځ ده. مسلمانان بايد يو له بل سره يو شي. په نړۍ کې له يو نيم ملياردو څخه زياد مسلمانان اوسيږي. که چېرته هغوی سره يوشي، نو کولای شي اسراييل يوازې په لاړو توکولو له منځه يوسي.))



نوموړي زياته کړه، پاتې شو د امريکا متحده ايالتونه، ((که چېرته مسلمانان يو ځای شي، (ولسمشر جورج) بوش د مسلمانو په وړاندې يو موږک دی... .))



زياترو عادي افغانانو، چې آی ډبليو پي آر ورسره مرکې کړي، له اسراييلو څخه د امريکا د متحده ايالتونو د ملاتړ له امله يي خپل قهر او غوسه څرګنده کړې ده.



د ننګرهار په ولايت کې يو ښوونکي، 42 کلن والاجان وويل: ((له هغه مهاله چې (په لبنان کې) جګړه پيل شوه، زما له هغو تورو سره کرکه پيدا شوه، چې امريکا پرې ليکل کيږي. ... د امريکا رښتينی مخ راښکاره شو. ددې نړۍ خوړونکي څاروي چټله څېره راڅرګنده شوه.))



((اوس د هر مسلمان دنده ده، ترڅو ددې جنايتکار په وړاندې د خبرو، قلم، وسلې او يا په هر هغه شی مبارزه وکړي، چې په واک کې يي لري.))



په کابل کې يوې حکومتي کارکوونکې، 35 کلنې سلما وويل، هغه اوس بشري حقونو يو تش مفهوم ګڼي.



نوموړې وويل: ((ترهګر هغه دی، چې د امريکې د ګټو په خلاف جنګيږي او له خپلې عقېدې او آزادۍ دفاع کوي. بشري حقونه د امريکايي حقونو مانا لري. دا ددې مانا لري، که امريکايان بيګناه خلک، ښځې او ماشومان وژني نو پروا نه کوي.... د دموکراسۍ مانا داده، چې امريکايان په آزادانه ډول د نورو په عقيدو بريدونه وکړي، د هغوی سپکاوی وکړي او هر هغه څه وکړي، چې زړه يي غواړي.))



زياتره مرکه شوو خلکو هغه خطر روښانه کړ، چې د امريکا په وړاندې به مخ په زياتېدونکې کرکه د طالبانو په ليکو کې د زيات شمېر خلکو د ورګډېدو لامل کيږي.



سياسي شنونکي، فضل الرحمن اوريا ګوته وڅنډله: ((د لبنان جګړه به په افغانستان او عراق کې ترهګرۍ غښتلې کړي.))



د مجاهدينو د يو لوی تنظيم، جمعيت اسلامي وياند، واقف حکيمي چې د طالبانو په وړاندې جنګېدلای، وويل: ((امريکا په افغانسنتان کې ترهګري له ماتې خوړلو وروسته بېرته راژوندۍ کړه او د ترهګرۍ او القاعدې د فعاليتونو لپاره يي يوه ښه لاره پرانيستله.))



د آی ډبليو پي آر ددې رپوټ ورکوونکي له هاند او هڅو سره سره ناشوني وه، ترڅو په کابل کې د امريکا له سفارت څخه غبرګون تر لاسه کړي.



دا له وخته مخکې خبره ده، چې د افغانستان په سهيل کې دې په ياغيانو باندې د لبنان د جګړې اغېز وارزول شي، خو آی ډبليو پي آر ته د ملي اردو له ليکو څخه د يو تښتېدلي سرتېري د کيسې له مخې کېدای شي، د هغې اغېزې جوتې شي.



دا سړی چې تر اوسه پټ و او نه يي غوښتل ونومول شي، وويل، هغه مهال يي چې وليدل ولسي خلکو د هغوی په وړاندې وسله راپورته کړه، نو هغه او پنځو نورو سرتېرو تېښته غوره وبلله.
Frontline Updates
Support local journalists