په افغانستان کې د بنديانو بدمرغه حالت

دناتو پوځونوڅخه غوښتنه شوېده چې کوم کسان دوى نيسي افغان امنيتى مسولينو ته ونه سپاري

په افغانستان کې د بنديانو بدمرغه حالت

دناتو پوځونوڅخه غوښتنه شوېده چې کوم کسان دوى نيسي افغان امنيتى مسولينو ته ونه سپاري

International forces in Kapisa province are being urged not to turn detained suspects over to Afghan security forces. Here, US troops hand out leaflets to Kapisa residents with good wishes for Ramadan, September 2010. (Photo: Isafmedia/US Air Force Tech. Sgt. Joe Laws)
International forces in Kapisa province are being urged not to turn detained suspects over to Afghan security forces. Here, US troops hand out leaflets to Kapisa residents with good wishes for Ramadan, September 2010. (Photo: Isafmedia/US Air Force Tech. Sgt. Joe Laws)

افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

د افغانستان په ختيځ کې د تورنو بنديانو  خپلوان  د ناتو له سرتيرو  څخه غوښتنه کوي، ترڅو يې هغوځايي امنيتي ځواکونو ته ونه سپاري، چې د دوی په اند خلک په ناقانونه توګه  بندي کوي، له بنديانو سره ناوړه چال چلن کوی او شوکه ترې کوي.    

د پلازمېنې کابل، شمال ختيځ ته د کاپيسا ولايت له بدرآب څخه حاجی محمد آغا د شپې پرمهال د ناتو ځواکونو له خوا ددوی پر کور د يرغل پر مهال د ځان، ورور، زوی او وراره د بندي کېدو کيسه وکړه.

هغه وايي بهرنيو ځواکونو خبر ورکړ چې د هغوی په وړاندې هيڅ لاسوندي نه دی موندل شوي، خو له هغې سره سره يې د کاپيسا ولايت ملي پوليسو ته وسپارل. کله چې د پوليسو ولايتي مقر ته راوستل شول، حاجی حمد آغا خوشې شو، خو نور پاتې بنديخاني ته يوړل شول او تر پنځو مياشتو پورې هلته وساتل شول. 

نوموړی د هغوی د خوشې کېدو لپاره بېلابېلو حکومتی ادارو ته لاړ، خو کومه ګټه يې ونه کړه.

هغه وويل: «دا کار هغوی ته دبډو اخيستلو ښه فرصت ورکوي. په هره يوه اداره کې يې راڅخه بډې غوښتې.»     

هغه وويل، که چېرته د ناتو ځواکونو ته څرګنده شي، چې يو بندي بېګناه دی، نو بايد پخپله يې خوشې کړي ، نه دا چې خپلو افغاني انډيوالانو ته يې وسپاري.

آی ډبليو پي آر له هغه يو چا سره وکتل، چې لومړی په کاپيسا ولايت کې له فرانسوي پوځونو سره د کارکوونکو امريکايي پوځونو له خوا نيول شوی او بيا وروسته افغان ځايي محبس ته انتقال شوی و.

هغه وويل: «د تېرو څلورو مياشتو راهيسې دلته پاتې يم. هيڅ ګناه مې نه ده کړې. نه پوهيږم چې افغان چارواکي پر موږ ولې دومره ظلم کوي. هغه خلک چې  امريکايانو ته بېګناه ثابت شي، افغاني ځواکونو ته يې تسليموي. هغوی يې بيا وهي، ډبوي او شکنجه کوي او په پای کې ترې بډې اخلي او خوشې کوي يې.» 

هغه  په پای کې وويل: «امريکايان هم ښه خلک نه دي، خو له افغان چارواکو څخه بهتره دي. لږ تر لږه بډې خو راڅخه نه غواړي.»      

افغاني چارواکو څو، څو ځلې له امريکايي اردو څخه غوښتنه کړې چې په بګرام او کندهار کې د متحده ايالتونو تر لاس لاندې بنديان دوی ته وسپاري. خو په دې ځايونو  کې د ناوړه چلن له ادعاگانو سره سره يو شمېر افغانان په دې اند دي، که د هغوی مسؤوليت د کابل د چارواکو په غاړه وای، نو وضعه به تر دې ډېره ناوړه وه.   

د ناتو د ځواکونو يو وياند آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغوی سرتيري تر شک لاندې اشخاص د لاسوندو د ترلاسه کولو پورې د يوې لنډې مودې لپاره ساتي. له هغه وروسته يو شمېر افراد افغان پوليسو ته سپاري، چې هغوی ترې پخپله تحقيق او څېړنه وکړي.

نوموړي وياند وويل: «زموږ له خوا نيول شوی افراد يوازې ۹۶ساعته ساتل کيږي. په دې موده کې موږ  تحقيق کوو چې ايا هغه ګناهکار دی، که بېګناه. د نوموړې مودې له پوره کېدو وروسته، که افغان امنيتي ځواکونه معلومات ولري، نو بنديان هغوی ته سپارل کيږي او هغوی د خپلو اصولو له مخې خپل تحقيق بشپړوي.»       

د کاپيسا ولايت چارواکي له دې څخه انکار کوي، چې يا دې له بنديانو سره ناوړه چال چلن شوی وي يا دې د خلاصون په بدل کې د بډو اخيستو لپاره په بند کې ساتل شوي وي.

د کاپيسا ولايت د استيناف د محکمې رئيس، محمدصديق شفق وويل:  «زموږ د تحقيق او څېړنې لاره د بهرنيانو له لارو سره توپير لري. هغوی خپل معيارونه لري او موږ خپل. کله چې خلک موږ ته [د شکمنو] مجرمينو په توګه تسليميږي، زموږ امنيتي ادارې له هغوی څخه تحقيق کوي ... که چېرته د تورن جرم ثابت شي، بندي کيږي، که نه، نو خوشې کيږي.»    

شفق ټينګار وکړ، که داسې لاسوندي او شواهد موجود وي، چې له بندي څخه د خوشې کولو په وړاندې د بډو غوښتنه شوې وي، نو مجرم ته به سخته سزا ورکړ شی.

د کاپيسا ولايت مرستيال، عزير الرحمن تواب وويل، د اله سای ولسوالۍ له استازو سره له ليدنې وروسته يې يو اړخيز اقدام وکړ، چې په سيمه کې يې د بنديانو په اړه اندېښنه راپورته کړې وه.  

هغه وويل: «سره له دې چې زه د بنديانو د خوشې کولو واک نه لرم، خو د نورو ادارو په مرسته مې د هغوی بنديان خوشې کړل.»

د کاپيسا ولايت اوسيدونکي، سيداجان وويل، د افغان حکومت نړيوال متحدين د فساد په شتون ښه خبر دي.  داسې دې نه کوي، چې اسانتيا ورته پيدا کړي.   

هغه وويل: «که چېرته بهرنيان بېګناه خلک خوشې کړي او حکومت ته يې ونه سپاري، نو ډېر اعتبار به ترلاسه کړي. خلک به ډېر ليوال شي، له هغوی سره به مرسته وکړي، د هغوی په اړه به يې فکر سم شي. خو که [بنديان] چارواکو (حکومت) ته تسليم کړي او هغوی يې ووهي، ويې ډبوي، شکنجه يې کړي او بډې ترې واخلي، نو خلک به د خپل کړاو پړه پر بهرنيانو واچوي.»       

د بنديانو د انتقال د سيستم په اړه د کاپيسا ولايت د خلکو د راولاړو شوو اندېښنو په غبرګون کې د ناتو ځواکونو وياند وويل: «موږ به دا موضع له افغان حکومت او کورنيو چارو له وزارت سره شريکه کړو. موږ به هغه ستونزه راپورته کړو چې خلک ورسره مخامخ دي او د هوارۍ لپاره به يې لارې چارې ولټوو.» 

د تګاب او اله سای په ولسواليو کې داسې خلک شته چې د بندي کېدو  او د يوې ناڅرګندې مودې لپاره په بند کې د پاتې کېدو له ډاره بلې سيمې ته کوچ کوي.

ميده آغا خپله ځمکه اجاره کړې او کابل ته تللی، ځکه ډاريږي د خلکو د چغلۍ له امله تش په تشه بندي نشي.

هغه وويل: هلته [د خلکو تر منځ] ډېره دښمني ده. خلک د قومونو، ډلو ټپلو او يا نورو دښمنيو له امله بهرنيانو ته ناسم رپوټونه ورکوي او بيا [نړيوال سرتيري] د هغوی په کورونو وحشيانه يرغلونه کوي، بېګناه خلک وژني او يا يې بنديانوي. په هر ترتيب موږ مجرمان يو، ځکه پښتانه يو. کله چې يو څوک پښتون وي، نو سمدلاسه د ترهګر، القاعدې، طالبانو يا حزب اسلامی ټاپه ورباندې وهل کيږي. که حکومتي چارواکو ته وسپارل شي، بايد خپله ځمکه، کور او جايداد وپلوري، ترڅو بډي ورکړي او خوشې شي. له دې امله له سيمې ووتم.» 

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists