پر افغاني مناظرو د ملا عمر د مړينې اغېز

د مناظرو برخوال له مخالفينو سره د اړيکو مثبتې او منفي خواوې څېړي.

پر افغاني مناظرو د ملا عمر د مړينې اغېز

د مناظرو برخوال له مخالفينو سره د اړيکو مثبتې او منفي خواوې څېړي.

په دې وروستيو کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړينې اعلان او د سولې پر بهير د هغې اغېز تېره مياشت د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د آی ډبليو پي آر مناظرې تر خپل اغېز لاندې راوستې وې.

داسې انگېرل کيږي چې يوازې شوی مشر دوه درې کاله دمخه مړ شوی وي، خو افغان حکومتي سرچينو د هغه مړينه د جولای په مياشت کې اعلان کړه او بيا طالبانو د هغې پخلی وکړ. د دې خبر په اورېدو د کابل او طالبانو تر منځ خبرې له ځنډ سره مخ شوې.

په ختيځو ولايتونو ننگرهار، کونړ او لغمان کې د جوړو شوو مناظرو گډون کوونکو د مشرتابه د هغه بدلون پر پايلو خبرې وکړې چې کېدای شي د سولې په بهير باندې يې ولري.  

د کونړ د ولايتي شورا مرستيال، جمال الدين سيار وړاندوينه وکړه چې کېدای شي دا اغېز د اوږدې مودې لپاره نه وي.

هغه وويل: «د ملا محمد عمر مړينه به د سولې پر خبرو مثبت يا منفي اغېز ونه لري، ځکه په افغانستان کې د اوسنۍ جگړې لارښوونه نور خلک کوي.»

د کونړ د تنوير پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد، مولوي محمد انور وويل، تر ډېره بريده د پرله پسې جگړې پړه د پاکستان پر غاړه ده.

هغه وويل: «د طالبانو د دغه او هغه [مشر] مړينه به د جگړې پر پرمختگ باندې کوم توپير ونه لري. دا جگړه د پاکستان تر مشرۍ لاندې پر مخ وړل کيږي.»

د افغانستان شمال ته د جوزجان، بغلان او فارياب په ولايتونو کې برخوالو پر دې خبرې وکړې چې حکومت څنگه کولای شي د سولې په خبرو کې د طالبانو مخکنيو شرطونو ته ځواب ووايي. 

زياتره خلک ډاريږي چې د طالبانو د خوشالولو لپاره پر قانوني حقونو روغه جوړه به د ښځو د حقونو په گډون ډېر سخت زيانونه رامنځته کړي.

د جوزجان د ولايتي شورا يوې غړې، حليمې صدف وويل: «هغه خلکو ته، چې ځانمرگي بريدونه او چاودنې سرته رسوي، خلک وژني او هېواد په خاور ايرو بدلوي، بايد امتياز ورنه کړل شي. که چېرته د طالبانو شرطونه ومنل شي، نو له امريکا او د نړۍ له نورو قدرتونو سره به مو امنيتي تړون پای ته ورسيږي. طالبان ټپي شوي مار ته پاته کيږي چې د چيچلو په انتظار ناست وي.»

سياسي شنونکی، شمس الحق عيار له دې خبرې سره موافق نه و، ويل يي له مخالفينو سره بايد د خبرو اترو يو فرصت هم له لاسه ورنه کړل شي.

نوموړي گوته وڅنډله: «له طالبانو سره بايد د نړيوالې ټولنې په تضمين سوله وشي. که دا کار ونشي، نو هېواد به جگړه وران کړي.»

د طالبانو په غوښتنو کې په هېواد کې د ټولو پاتو بهرنيو پوځونو، چې د سلا مشور ورکولو رول لري، وتل او همدارنگه په اساسي قانون کې ځينې اصلاحات راوستل شامل دي.

په نورو مناظرو کې چې په خوست، پکتيکا او لوگر کې جوړې شوې وې، ويناوالو د امنيت په تامين کې د سيمه ييزو پوليسو پر رول خبرې اترې وکړې. دا ځواک د منظمو پوليسو له ليکو جلا فعاليت کوي او د کورنيو چارو تر واک لاندې له کليوالي ملېشو څخه جوړې شوې دي.

همدارنگه زياترو ويناوالو د فساد او د افغان سيمه ييزو پوليسو د ځورونو د مخنيوي په اړه د گام د پورته کولو په اړه خبرې اترې وکړې. زياترو داهم وويل چې له دې ځواکونو څخه ښه کار اخيستل کېدای شي.

د لوگر ولايت د محمدآغې ولسوال، سيد نعيم سلطان وويل، «که سيمه ييز پوليس ښه تجهيز او سمبال شي، نو د خپل تر فعاليت لاندې سيپمو کې به د نورو امنيتي ځواکونو په پرتله ښه اغېزمن واقع شي.»   

په ورته وخت کې د کندوز، سمنگانو او تخار ولايتونو په مناظرو کې خبرې په دې ټکي څرخېدې چې خلک څنگه کولای شي د سمو خبرونو او تبليغاتو ترمنځ توپير وکړي. 

د سمنگانو د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، فتح الله وافي وويل: «د جگړې داوړه لوري د دې لپاره له تبليغاتو کار اخلي چې د هغوی د جنگياليو مورال لوړ کړي. خلکو ته پکار ده چې په جگړه کې د بېلابېلو ډلو او بېلابېلو رسنيو پر اجيندا ځانونه وپوهوي. بايد رښتيا له درواغو څخه بېل کړي او هڅه وکړي چې تړلې، توکميزي او تنظيمي رسنۍ له ازادو او خپلواکو رسنيو څخه بېلې کړي.»

په ټوله کې شاوخوا يو زر تنو افغانانو د مناظرو په دغو لړيو کې گډون وکړ، چې د اگست په مياست کې د آی ډبليو پي آر د سولې او بياپخلاينې د پروژې د يوې برخې په توگه سولې او ثبات ته د رسېدو په موخه په يوې ازادې او خوندي فضا کې جوړې شوې وې.

گډون کوونکو وويل، د آزادو مناظرو غونډو هغوی ته يو بيساری فرصت ورکړ چې نه يوازې له چارواکو څخه پوښتنې وکړي، بلکې په حکومت کې د هغوی په وړاندې پرتې ننگونې هم ځانته معلومې کړي.

د فارياب په ولايت کې د جوړې شوې مناظرې برخوالې، نيلوفر قادري وويل: «دغه مناظرې ته په لاره مې په زړه کې ډېر پوښتنې راولاړې شوې وې، خو هغه ټولو ته د خبرو اترو په بهير کې ځوابونه وويل شول. تر اوسه ما داسې انگيرل چې حکومتي چارواکي بې فايدې دي، خو د نن ورځې په مناظره کې راته دا څرگنده شوه چې هغوی هم له دېرو ستونزو سره لاس او گرېوان دي.»

 

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists