ټولټاکنې په بلخ کې په تودېدو دي

شمالي ولايت د زورځواکي والي او افغان ولسمشر تر منځ د خپګان شاهد دى.

ټولټاکنې په بلخ کې په تودېدو دي

شمالي ولايت د زورځواکي والي او افغان ولسمشر تر منځ د خپګان شاهد دى.

Thursday, 6 August, 2009
.



ولسمشر حامدکرزى چې په کابل کې يې د برښنا پر هرې ستنې پوستر ځړېدلى په مزارشريف کې يې له يو څو لوړپوړيزو ماڼيو پرته بل ځاى کې نه ليدل کيږي. په نورو ځايونو کې زيات پوسترونه، بنرونه او پوستري تختې د هغه د سيال نوماندي، عبدالله عبدلله دي، چې د بلخ له والي عطا محمد نور سره مخامخ ولاړ دى.



عطا د تېرو څلورو کلونو راهيسې د بلخ اداره په لاس کې لري او مرکزي حکومت ورته ډېر واک او اختيار ورکړى دى. په بلخ کې د هغه امر مطلق دى. يو مهال د کرزي متحد او ملاتړى و، خو د تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې د درواغو ملگرتيا او آن ادب اودرناوى له منځه لاړ. پر ځاى يې عطا په ډاگه د عبدالله لپاره کمپاين کوي او د کرزي د واک د مخنيوي لپاره يې ټولې هلې ځلې سرته رسولې دي.



د ښار په مرکزي برخه کې د گل مير په نامه يو هټيوال وويل: "عطا ځان پاچا بولي. د مرکزي حکومت پروا نه لري. بلخ اوس يو خپلواک ولايت دى او عطا د هغې رئيس او همدارنگه والي دى."



خبرې دې ځاى ته رسيدلې چې اوسيدونکي اندېښمن شوي او د يوې ترخې جگړې گونگوسې اورېدل کيږي.



گل مير وويل: "اوس د مزار وضعه دېره خرابه ده. ددې احساس شته چې هره شېبه د عطا او د نورو ډلو ټوپکوالو تر منځ جگړه پيل شي."



بلخ ازبکيستان ته نژدي د شمال په ليرې پرتې سيمې کې واقع دى. بلخ د اگست د شلمي نېټې د ټولټاکنو لپاره يو ډېر مهم ولايت بلل کيږي. د هغې په ښارونو او کلو بانډو کې د هر قوم او قبېلې خلک او سياسي ډلې د يو بل تر څنگ اوسيږي. يو، دوه حکومته په بلخ کې د معاملو اوخيانتونو له امله له پښو غورځيدلي دي.



د نجيب الله کمونيست پلوه رژيم، په وروستۍ شېبه کې د جنرال عبدالرشيد دوستم د لوري د بدلون له امله، له پښو ولوېد. نوموړي هغه مهال حکومت ته شا کړه او له مجاهدينو سره يوځاى شو. کله چې دوستم له يو شمېر نورو سره په ازبکيستان، تاجيکستان او گاونډيو هېوادونو کې له جلاوطنۍ بېرته بلخ ته راغلل، طالبان وځپل شول.



د حزب وحدت د ډلې يو مشر او د پارلمان غړي، حاجي محمد محقق وويل: "بلخ به د افغانستان سرنوشت وټاکي." نوموړي دا خبرې د کرزي په ملاتړ د ټولټاکنو د مبارزې پرمهال په مزار کې وکړي، چې د هغه او د عطا ترمنځ د خپگان لامل شوې.



په بلخ کې د پخواني ولسمشر، برهان الدين رباني په مشرۍ تاجيک توکمه جمعيت اسلامي، د دوستم تر مشرۍ لاندې از بيک پلوه، جنبش ملي او د محقق په مشرۍ د لږه کيو هزاره گانو وحدت اسلامي درې سياسي ډلې ټپلې په ترينگلي توازن کې وجود لري.



محقق او دوستم دمخه له کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى، سره له دې چې په جنبش کې د تزلزل نښې نښانې ليدل شوي دي.



عطا له محقق او دوستم دواړو سره ستونزې لري، چې پخوانيو کلونو ته رسيږي. خو له کرزي سره د هغه د تريخوالي اصلي ريښه، د کورنيو شنونکو په اند، د ولسمشرۍ د دوو مرستيالانو د ټاکلو په اړوند رامنځته شوې ده.



د شمس الحق ناصري په نامه يو پخواني جهادي قوماندان وويل: "د کرزي او عطا تر منځ د لانجې اصلي لامل د مارشال محمد قسيم فهيم نوماندي ده." نوموړي وويل، چې د خپگان د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کړي دي.



فهيم د کرزي د لومړي مرستيال په توگه غوره شوى. دا داسې يو غورواى دى، چې د نړيوالې ټولنې تر منځ يې يو لړ اندېښنې راپارولي دي. د دفاع پخوانى وزير، فهيم د افغانستان د ترخې کورنۍ جگړې پرمهال له بشري حقونو څخه په يو شمېر سرغړونو تورن شوى دى.زياتره خلک واک ته د هغه بېرته راستنېدل افغانستان ته د يو بد فال په سترگه گوري. له فهيم سره د عطا دښمني زړه او ژوره ده، سره له دې چې کره لاملونه يې څرگند نه دي.



قوي او دوامداره اوازې موجودې وې، چې ولسمشر له څوکۍ څخه د عطا د گوښه کولو هڅه کړې وه. دا اوازې د کرزي او عطا د دفترونو له خوا ردې شوې دي. لږ شک موجود دى چې له واک څخه د والي (عطا) ګوښه کول به کرزى له سخت حالت سره مخامخ کړي.



له عبدالله څخه د عطا د ملاتړ له اعلان لږ وروسته د پوليسو د ٢٧ افسرانو د گوښه کېدو امر راورسېد، چې زياترو يې له جمعيت اسلامي سره تړاو درلود. عطا او عبدالله دواړه له جمعيت اسلامي سره ډېر نژدې تړاو لري. په امر کې د تاکنو د قانون يوماده ذکر شوې وه چې حکومتي کارکوونکي د سياسي څېرو لپاره له کمپاين څخه منع کوي. د کابل په وينا پوليسو په څرگند ډول د عبدالله ننگه او ملاتړ کاوه.



د بلخ د پوليسو يو مامور، چې ونه يې غوښتل ونومول شي، وويل هغه مهال چې د کورنيو چارو د وزارت ليک راورسېد، عطا له خپلو پلويانو سره د غبرگون د څرگندولو په موخه يوه غونډه ونيوه. هغوى پرېکړه وکړه چې امر ونه مني. د پوليسو ټول ٢٧ ماموران په خپلودندو کې پاتې دي. نوموړي مامور وويل، په دې ٢٧ تنو کارکوونکو کې د جنايي رئيس او د ترافيک رئيس شامل وو. سره له دې د يو شمېر شاهدانو په وينا هغوى د خپلې څوکۍ له امتياز برخمن دي او هره ورځ خپلو دندو ته ځي.



نوموړي افسر وويل: "مرکزي حکومت په دې موضوع پسې ونه گرځېد. هغوى غواړي خپله پرده وکړي که چېرته يې پر دې مامورانو زرو راوستى واى، نو زور يې نه رسيدو. ښايي جگړه شوى واى."



د بلخ د امنيي قوماندان سلطان محمد سلطاني د ولايت او مرکزي حکومت تر منځ د ستونزو د موجوديت خبره رد کړه. هغه په ټينگار وويل چې د وزارت امر پلى شوى دى.



شنونکي وايي له پوليسو څخه د عطا د کار اخيستلو په مخنيوي کې په پاتې راتگ، مرکزي حکومت د حکومت د زور د پلې کولو لپاره له بلې لارې کار واخيست.



د سياسي شنونکي، عالم زيب ابراهيمزي په وينا د کرزي ډلې بلخ ته د عطا يو پخواني متحد او اوسنى غليم، ايشان خالد د کمپاين د نوي مشر په توگه راوليږه.



خالد په بلخ کې يوه اختلافي څېره ده. د عطا د امنيت پخوانى مشر له والي سره مخالف شو او د تېرو اتو مياشتو راهيسې يې ښار ته په راتگ بنديز لگول شوى و.



اوس هغه د فهيم په مرسته د کرزي د کمپاين د مشر په توگه بېرته راغلى دى.



ابراهيمزي وويل: "دا عطا ته يوه گوت څنډنه (اخطار) ده. عطا ښه پوهيږي، چې خالد څه کولاى شي."



که داسې وي، نو دا عطا ته يوه گوت څنډنه ده چې پام ورته بايد وکړي. د ښار يو مامور، چې د نوم دنه ښودولو په شرط يې خبرې کولې، آى ډبليو پي آر ته وويل، عطا د خالد له راستنېدو وروسته خپل تگ راتگ محدود کړى دى.



نوموړي مامور وويل: "هغه د خپلو ساتونکو شمېره ډېره کړې او هره ورځ ولايت ته د تگ لار بدلوي."



ابراهيمزى وايي اوس ښايي د عطا د پاى ورځې رانژدې شوې وې. شنونکي وايي: "کرزي او فهيم له عطا څخه عطا جوړ کړ. هغوى کولاى شي بېرته يې مات هم کړي."



که کرزى په ټولټاکنو کې پاتې راشي، نو د عطا بخت به له سره وغوړيږي.
Frontline Updates
Support local journalists