يوازې مجرد افغاني قومونو د حل يوه لار موندلې

په خوست ولايت کې يو قوم د واده د لگښت پر محدودولو هوکړه کړې.

يوازې مجرد افغاني قومونو د حل يوه لار موندلې

په خوست ولايت کې يو قوم د واده د لگښت پر محدودولو هوکړه کړې.

Thursday, 22 October, 2015

په خوست کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه ليکنه

پنځه اويا کلن گلداد له خپل ورور سره ټول عمر په کروندې کې ژوند تېر کړی دی. يو هم د دې وس نه درلود، د «واده هغه لگښت» او هغه پيسې پوره کړي؛ چې زوم يې خپل راتلونکي خسر ته ورکوي.

هغه وويل: «موږ به خپل د ودونو ارمان له ځان سره قبر ته يوسو. موږ دومره دوډۍ مومو چې شپه پرې تېره کړو. نه راته څوک پيسې په پور راکوي او نه هم راسره مرسته کوي. که واده مې کړی وای، نو اوس به مې د نور خلکو په څېر زامن درلودل. ژوند به مې کرار او له خوښيو ډک وو.»

د ولور بيه او د واده لگښت په افغانستان کې له وس وتلې خبره ده، آن تر دې چې ځينې ځوانان يې هيڅ وس نه لري. هلک او نجلۍ دواړه مجردان پاتې کيږي.

د خوست ولايت په سويل ختيځ کې د تڼيو د ولسوالۍ د يوه قوم مشرانو پر هغه يوه تړون موافقه کړې چې له مخې يې په کورنيو کې د واده پر لگښت محدوديت لگول کيږي. ځايي خلک وايي، په دې کار کې بايد نوره اسانتيا هم راوستل شي چې ځوانان وکړای شی ودونه وکړي. 

د ولور بيه او د کوژدن او واده لگښت، چې د زوم د کورنې پر غاړه دي، له لسو زرو څخه تر شلو زرو امريکايي ډالرو پورې رسيږي. دا اندازه په داسې يوې ټولنې کې ډېره زياته ده، چې لږ عايد لري. 

زياتره ځوانان د کار لپاره له هېواد نه بهر ځي، د زندان، بېرته راگرځولو او آن د مرگ خطر پر ځان مني، په دې هيله چې نغدې پېسې کور ته راوړي. له واده وروسته کله ناکله له ناوې سره په کور کې ناسم چلن کيږي او د هغه ولور او لگښت پېغور ورکول کيږي چې پرې لگيدلي دي.

د تڼيو د ولسوالۍ ٤٠٠ تنه قومي مشران او ديني عالمان پر يوه تړون سلا شوي او د ولور بيه يې ٥٠٠٠ ډالره ټاکلې ده. گاڼه هم په دې لگښت کې شامله ده او له ٦٤ گرامو څخه زياتېدای نشي.

د دغې پریکړې له مخې دقوم مشران کولای شي پر هغه چا د شړلو په گډون ناغه ولگوي چې له تړون سرغړونه کوي.

د حاجي حکيم ولي په نامه يوه قومي مشر وويل: « سر غړونکي ته هيڅوک  د مرگ پر مهال قبر نه کني؛ هيڅوک به يې په ودونو کې گډون نه کوي؛ هيڅوک به يې د روغ ناروغ پوښتنه نه کوي. له کلي او قومه به وشړل شي. او قوم ته به دوه زره ډالره نغدي جريمه ورکوي.»

د مولوي ثناء الله رحمانزي په نامه يوه ديني عالم وويل، عالمانو د دې تړون په جوړولو کې ستر رول لوبولی دی. امامان به د هغو خلکو په ديني مراسمو کې گډون نه کوي چې د سرغړوونکو له خوا جوړيږي او نه به يې څوک په ودونو، جنازو او نورو غونډو کې ديني مراسم سرته رسوي.   

د حاجي گلاجان په نامه يوه قومي مشر وويل، قومونو ته بله لاره نه ده پاتې له دې پرته چې په نوموړي تړون عمل وکړي.

هغه وويل: «موږ به يې سرته رسوو، ځکه پېغلې نجونې په کور زړې شوې او هيچا ونه غوښتې. د ولور د لوړې کچې له امله نه کوژده کيده او نه د کوم واده غونډه جوړېده.»

د رسول محمد تڼي په نامه يوه بل قومي مشر وويل، د تړون د موادو پر خبرو اترو څو کلونه واوښتل.

هغه وويل: «د ولور له امله ډېری ځوانان او مېرمنې له واده پاتې او د خپلو پلرونو په کورونو کې زاړه شول. له دې امله مو وپتېله چې د خپلو زامنو او لوڼو د حمايت لپاره د حل يوه لاره ومومو او ښه ژوند ورته جوړ کړو.»

د مدني ټولنې يوه فعاله، ناديه باوري وايي، يوه لامل چې ځوانان د کار لپاره په قانوني يا  ناقانونه لارو بهر ته ځي، د واده د لوړ لگښت پوره کول دي. دا نه يوازې د هغوی د شخصي خطر لامل کېده، بلکې افغانستان د خپل کاري ځواک د پام وړ برخه له لاسه ورکوله.   

هغې وويل: «کله چې دا پرېکړه عملي شي، زيات شمېر ځوانان به بهر ته لاړ نشي او د هغوۍ وړتياوې به په خپل هېواد کې په کار واچول شي.»

په تړون کې د «بدو» موضوع هم شامله ده. بد يو افغاني دود دی او له مخې يې د نجلۍ په ورکولو په کورنيو کې د څو کلنو تربگنۍ پاتی ته رسيږي. دا داسې يو کاردي، چې له مخې يې د قتل د غچ له امله په دواړو کورنيو کې د زيات شمېر وژنو او وينې تويولو مخه نيول کيږي. 

کله چې ژوند وژغورل شي، ښځه، زياتره پېغله نجلۍ واده ته اړايستل کيږي. د هغې خسرگنۍ زياتره هغې ته په بده سترگه گوري. د بشري حقونو فعالان وايي دا دود د کورني تاوتريخوالي ستر لامل جوړوي.

د مصباح الدين په نامه يوه ځايي اوسيدونکي وويل، خلک د بدو د بندولو لوی ملاتړي دي.

هغه وويل: «پر ښځو ناسمه معامله کېده. جرم به سړي سرته رسولو او گناه به يې د هغه خور يا لور ته ورکول کېده. زموږ په سيمه کې زموږ ښځې د يو جرم پر وړاندې ودېدې. کورني تاوتريخوالی به د هغې د خسرگنۍ له خوا د هغې پر وژلو پای ته رسېده.»

نور وايي نوی ټيټ ولور به د جنسيت د تاوتريخوالي له کمولو سره هم مرسته وکړي.

په خوست کې د افغان ښځې د شبکې مشرې، زيبا بارکزۍ وويل، د هغې د ډلې مخې ته ډېرې داسې موضوعگانې راغلي چې د ښځو په سر د لوړ ولور د ورکولو له امله د خسرگنۍ د کورنۍ له خوا له ناسم چال چلن سره مخامخ شوې وې.  

هغې وويل: «زما په اند د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي يو مهم عامل لوړ ولور دی.»

د ځايي مدني ټولنې فعالې، وزيرې سادات وويل، هغې په خپله ليدلي چې ځوانان د واده کولو د لگښت د پوره کولو لپاره څومره کړاوونه گالي.

يوه ځوان  دکوژدې لپاره زیاتې پیسې پور کړې وې . د پور د ورکړې لپاره هغه سعودي عربستان ته ولاړ او هلته د څا د کندلو پر مهال د څا د رالوېدو له امله ووژل شو.

د هغه کورنۍ د هغه کونډه په زور د هغه ورور ته په نکاح کړه.

سادات وويل: «اوس هغه هره ورځ وهل او ټکول کيږي. د هغې د کورنۍ غړي تل هغې ته پېغور ورکوي او ورته وايي چې د لوړ ولور له امله ميړه یی مړ شو.»

هغه بار چې د واده د بې خړته لگښت له امله د خلکو پر ولو باريږي، د زيات شمېر افغانانو د اندېښنې وړ موضوع ده. آن طالبانو دا موضوع درک کړې وه، تر خپل لاس لاندې سيمو کې يې د واده لگښت راتيټ کړی وو او په خلکو کې يې د خپل محبوبيت لپاره ترې کار اخيست.   

ځايي اوسيدونکي وايي، د تڼيو د ولسوالۍ تړون د ديني عالمانو، قومي مشرانو او چارواکو ترمنځ د گډې مرستې يوه په زړه پورې ېبېلگه ده.

د نوموړې ولسوالۍ ولسوال، زمري حقمل آی ډبليو پي آر ته وويل: «قومي مشرانو د دې تړون په اړه له موږ څخه د مرستې غوښتنه وکړه. موږ له هغوی سره بشپړه همکاري وکړه. موږ به د قومي مشرانو په سلا مشوره او همکارۍ او له فرهنگ سره سم سرغړوونکو ته سزا ورکړو.»

په کابل کې سياستوالو هم د دې تړون ستايه کړې. د مشرانو جرگې مشر، فضل هادي مسلميار پر نورو قومي مشرانو غږ وکړ چې د تڼيو د قومونو پر لاره روان شي.

نوموړي زياته کړه: «زه له ټولو قومونو سره ژمنه کوم چې له هغوی سره به پوره مرسته وکړو او په دې اړه به ورسره همکاري وکړو.»

په ورته ډول د خوست په متون کې درې کاله وړاندې د واده په لوړ ولور او بدو باندې بنديز لگول شوی وو. 

له دغه کار سره مرسته کوونکي شخص، مولوي عبدالرحيم بلالي وويل، څه دپاسه ٤٠٠٠٠ کورنۍ په دې تړون کې شاملې دي. د ولسوالۍ زياترو خلکو هغه ومانه او د تڼيو د ولسوالۍ د تړون په پرتله يې د ناغې اندازه نرمه وه.    

دغه تړون پروسږکال له ستونزو سره مخ شو. بلالي وايي د قومي مشرانو د اشتباه له امله خلکو له تړون بهر پښه کيښوده. 

نوموړي زياته کړه: «موږ په پام کې لرو د سرغړوونکو په وړاندې سخته سزا پلې کړو، هغسې چې د تڼيو په ولسوالۍ کې يې پلې کړې ده.»

د متون اوسيدونکي ميوند وويل، د قومي تړون له برکته هغه واده وکړ. 

هغه وويل: «له مېرمنې سره مې ژوند په ښه ډول تېريږي. ما د تړون له مخې پر خپل واده څلور زره ډالر ولگول، په داسې حال کې چې د مشر ورور پر واده مې ٢٠٠٠٠ ډالر لگېدلي وو.»

بارکزۍ وويل، د دغه تړون گټه څرگنده ده.

نوموړې زياته کړه: «زه د خوست پر ټولو قومونو غږ کوم چې د تڼيو او متون په څېر تړونونه لاسليک کړي. دا کار به د خلکو اقتصادي حالت ښه کړي او د تربگنيو مخه به ونيسي.»

په هر ډول د گلداد لپاره د دې تړون لاسليک ډېر ناوخته دی.

احمدشاه د آی ډبليو پي آر له خوا په خوست کې يو روزل شوۍ خبريال دی.

 

Frontline Updates
Support local journalists