نوې ورځپاڼه د بيان د ازادۍ ژمنه کوي

د افغانستان په شمال کې لومړنۍ ورځپاڼه ژمنه کوي، چې د هغو ځايي قوماندانانو په وړاندې به خپرونې وکړي، چې لا تراوسه يې د سيمې په واک منګولې ښخې کړي دي.

نوې ورځپاڼه د بيان د ازادۍ ژمنه کوي

د افغانستان په شمال کې لومړنۍ ورځپاڼه ژمنه کوي، چې د هغو ځايي قوماندانانو په وړاندې به خپرونې وکړي، چې لا تراوسه يې د سيمې په واک منګولې ښخې کړي دي.

په مزارشريف کې د نوي خپرې شوې ورځپانې، بازتاب، مسوول چلوونکی، شفيق پيام د ځان په وړاندې يوه دنده ويني او هغه د جنګ سالارانو له منګولو څخه د مطبوعاتو آزادول دي.


پيام آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ غواړو د بازتاب له لارې په شمال کې د بيان آزادي رامنځته کړو. سره له دې کېدای شي، دا دنده له خطر ډکه وي، خو موږ په دې اند يو چې که واقعيتونه خپاره کړو اود ټولنې غوښتنې غبرګې کړو، نو خلک به زموږ ننګه وکړي او هيڅ کوم زور ځواکی به ونه کړای شي، موږ له خپلې لارې واړوي.))


د بلخ ولايت په مرکز، مزارشريف برسېره دا ورځپاڼه د سمنګانو، جوزجان، فارياب او سرپل په ولايتونو کې تر لاسه کېدای شي. تر اوسه د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د شپېتو په شاوخوا کې خپرونې خپرېږي، خو بازتاب لومړنۍ ورځپانه ده چې هلته هره ورځ خپرېږي.


د بازتاب ورځپاڼې د اپرېل په 14 په خپلې لومړنی ګڼې کې د هغو خلکو شکايتونه خپاره کړي و، چې د سرپل د ملېشو يو قوماندان ورڅخه په زور او ډاراچونې پيسې اخيستې.


په شمال کې د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کميسون مشر، قاضي سيد محمد سامع دې خپرونې ته ګوته ونيوه، چې د تورن قوماندان نوم او عکس يې خپور کړی و. هغه آی ډبليوپي آر ته وويل: ((دا يو حقيقت دی، چې يو شمېر ځايي قوماندانان په شمالي ولايتونو کې په خلکو زور زياتی کوي، خو تر اوسه هيچا هم د هغوی په هکله څه شی نه دی خپور کړی. ))


خلک دې ته اړتيا لري و پوهيږي، چې څه روان دي او څه کيږي، خو مطبوعات له ډاره د چا نوم نه شي اخيستلای. هغه زياته کړه: ((په شمال کې د مطبوعاتو حالت ښه شوی دی. خو خبريالان او ژورنالستان بايد د واقعيتونو په ليکلو کې له زړورتيا کار واخلي.))


يو خبريال د مطبوعاتو په يو غير رسمي کلوپ کې آی ډبليو پي آر ته وويل، هغوی د کسات او غچ اخيستلو له ډاره حساسې او د تر اختلاف لاندې موضوعګانو خپرولو ته زړه نه شي ښه کولای.


د نومبر په مياشت کې يو ځايي خبريال اسلام الدين مايل، ادعا وکړه، چې هغه د جنرال عبدالرشيد دوستم سړيو وهلی ټکولی او بندي کړی و. په مايل باندې د يو ويديو ټايپ د غلا او پلورلو تور لګول شوی و، چې په کې د دوستم سړي د جګړې په جنايتونو کې ښکيل ښوول شوي و.


په مزارشريف کې د (انديشه نوين) په نوم يوه بله خپرونه له ناروغانو سره د يو روغتون د چارواکو د ناسم چلن له امله له يو رپوټ خپرولو وروسته محکمې ته غوښتل شوې وه.


بازتاب په څلورو مخونو کې په تور او سپين رنګ خپريږي. لومړنۍ ګڼه يې په يو زر شمېرو کې راووته، خو د خلکو غوښتنه دومره زياته شوه، چې اوس پيام غواړي په نزدې راتلونکې کې د ورځې 5000 ګڼې چاپ کړي. په دې ورځپاڼه کې ټول ټال اووه تنه کار کوي او په خپلو پيسو يې دې کارته ملا تړلې ده.


بازتاب په ټولنيزو او سياسي موضوعګانو څرخيږي او له انټرنيټ څخه په ګټې اخيستنې نړيوال خبرونه او سيمه ييز توکي خپروي.


پيام د يو روڼ اندې په توګه له نورو موضوعګانو سره مخالف نه دی. هغه مخکې تر دې چې ددې ورځپاڼې د چلوونکي په توګه په کار پيل وکړي، د (کلک راستګوی) د خپرونې چلوونکی و. هغه وايي: ((د واقعيتونو خپرول، ښوونه او روزنه او تفريحي موضوعګانې ددې ورځپاڼې اصلي موضوعګانې دي.))


پيام د يوې مېرمنې په ګډون پنځه خبريالان لري. هغوى ټولو د آی ډبليو پي آر او بي بي سي په ګډون له نړيوالو موسسو څخه په ژورناليزم کې روزنه تر لاسه کړې ده. نوموړی وايي: ((هغه ټول خبريالان چې له موږ سره کار کوي، له نړيوالې مطبوعاتي کچې ښه خبر دي. له دې امله زموږ خپرونه به نړيوال ژورناليزم باندې ولاړه وي.))


ځايي حکومت ددې ورځپاڼې له خپرونو خوښي څرګندوي او وايي چې دا کار په شمال کې د پام وړ پرمختګ ښيي.


د بلخ والي، عطامحمد نور وايي: ((حکومت له مطبوعاتو سره کومه ستونزه نه لري او په هر لاره چې کېدای شي، موږ به ورسره مرسته کوو. ددې لپاره چې (دولتي ) مامورين خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړي او خلکو ته واقعيتونه څرګند کړي، دا ورځپاڼه کولای شي، په هرحکومتي جوړښت نيوکې وکړي. په بلخ کې د يوې آزادې ورځپاڼې راڅرګنديدل ددې ښکارندوی دی، چې دلته د بيان آزادي ډاډمنه شوې ده.))


عادي خلکو د بازتاب د خپرونو هرکلی کړی دی.


د مزارشريف د ښار يو هټېوال محمد اعظم د نورو په استازيتوب خبرې کوي او وايي، چې د نوې ورځپانې له خپرونو خوښ دی. هغه وايي: ((لږ ترلږه اوس کولای شم، ددې ورځپانې له لارې له ورځنيو پېښو خبر شم.))


سره له دې چې ورځپاڼه د دوو افغانيو په وړاندې خرڅيږي، خو پيام وايي، کېداى شي، د ورځپاڼې د خرڅلاو او اعلانونو دخپرونې له لارې د ورځپانې عايد لوړ شي.


د (جهان نو) د مياشتنۍ خپرونې چلوونکی، قيوم بابک وايي، د افغانستان په شمالي ولايتونو کې له پخوا څخه يوې داسې ورځپاڼې ته اړتيا وه. هغه وايي: ((ددې ورځپاڼې خپرونې د کار پيل دی. په دې کار به ژورنالستان او نور مطبوعات وهڅول شي، چې واقعيتونه خپاره کړي. په دې سيمه کې د يوې ورځپاڼې اغېز د اتوم د بم په څېر دی. زما په اند که دا راز خپرونې زياتې شي، نو په شمال کې به د جنګ سالارانو واګي سستې شي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists