نوى پاملرنه: محافظين به د مرستندويه کارکوونکو ساتنه کوي

د امنيتي وضعى خرابوالي ملګري ملتونه دى ته اړ کړى چى د خپلو مرستندويه ډلو د غړو د ساتنى لپاره لا زياتى هلى ځلى وکړي.

نوى پاملرنه: محافظين به د مرستندويه کارکوونکو ساتنه کوي

د امنيتي وضعى خرابوالي ملګري ملتونه دى ته اړ کړى چى د خپلو مرستندويه ډلو د غړو د ساتنى لپاره لا زياتى هلى ځلى وکړي.

Friday, 1 September, 2006

ملګرو ملتونو ويلى چى پر مرستندويه کارکوونکو په سيمه کى ديو لړ حملو وروسته ، وسله وال ساتونکي به د دوى له کارکوونکو سره پداسى حال کى ملتيا کوي چى دوى د افغانستان په جنوب ختيځ کى د خپلو کارونو د پرمخ ورلو لپاره ورځي.


دا اعلان د مى د مياشتى په پنځه لسمه نيټه څو ګړى وروسته له هغى شوى چى وسله والو کسانو د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ پر دوو تنو افغان کارکوونکو پداسى حال کى ډزى وکړى چى دوى د ګرديز او خوست د ښارګوټو تر منځ په ګاډي کى مزل کوه.


دواړه کسان ټپيان شول چى د يوه حالت جدي دى. د خوست په ولايت کى يوه حکومتي چارواک حاجي حيات اله ويلي: دا په تيره مياشت کى څلورم ځل دى چى د ماين پاکى ډله په نښه شوى ده.


د ملګرو ملتونو يوه وياند خبريالانو ته وويل: چى افغان حکومت موافقه کړى چى د نيمروز، هلمند، کندهار، زابل او دغه شان د ارزګان په سهيل او د فراه په ختيځ کى د کارکوونکو د ساتنى لپاره وسله ساتونکي ورکړي.


هغه وويل: ملګري ملتونه به افغان واکمنو ته د هغو لارو په اړه معلومات ورکړى چى په عام ډول کارول کيږي او زياته کړى يي ده، چى د مختلفو مرستندويه موسسو کارکوونکي به هر وخت چى ممکنه وي سيمى ته په ګډه سفر کوي.


په تيرو څو اوونيو کى پر بهرنيو مرستندويه کارکوونکو او عسکرو په هيواد کى بريدونه زيات شوي دي.


په تيرو دوو مياشتو کى اوه تنه ماين ياکوونکي ټپيان شوي او يو تن وژل شوى دى.په وروستۍ نوره مرګ ژوبله کى د سره صليب يو کارکوونکى او يو ايټالوي سيلانى هم راځي.


دا لا څرګنده نه ده چى دا پيښى څرنګه چى افغان واکمن ټينګار کوي سره اړيکه لري او که څنګه ، او د القاعده او طالبانو د بقاياو له خوا د بهرني پوځ د حضور او د حامد کرزي د حکومت پر ضد د يوه نوي کمپين زيرى ورکوي.


د امريکا د متحدو ايالاتو چارواکو نه دي غوښتي هغه زياتيدونکيو ويرى چى مفرور جنګيالي چى د افغان-پاکستان پر پوله پراته دى او ښايي هم اوس د اسلام پالي مشر ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندى ښايي بيرته تنظيميږي ، دومره مهمى وښيي .


د دفاع وزير دونالد رمزفيلد د دى مياشتى په لومړيو کى اعلان وکړ چى د امريکا متحده ايالات په دغه هيواد کى خپل جګړه اييز عمليات کموي او پر بيا جوړونى توجه کوي.


د مى په نهمه له کابل څخه د ليدنى پر مهال د امريکا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ريچارد ارمتيج دا نظر تکرار کړ خو دا ډاډ يي هم ورکړ چى امريکايي قواوى به تر هغى پاتى شي چى په امنيتي وضع کى ښه والى راشي.


که څه هم هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړى استازي لخدار براهيمي غوښته چى د سوله ساتي ځواک عمليات دى له کابل څخه بهر هم وغزول شي رد کړه.


هغه خبريالانو ته وويل: موږ پخپله په افغانستان کى د امنيت د راوستو، بياجوړونى او د ثبات د راوړلو په برخه کى لږ شانته مختلف نظر لرو، او ټينګار يي وکړ چى د امريکا د متحدو ايالاتو د پوځ په مشرى بياجوړونى ډلى په ولايتونو کى بوختى دي.


پداسى حال کى چى ارمتيج د سيمه اييزه سولى د يوه نوښت له امله له کابل څخه دهلي ته روان و ، يوى لويي چاودنى د پلاوي کسان دى ته اړ کړل چى د سر د پټيدا ځاى ولټوي.


د امريکا د متحدو ايالاتو د سفارت يوه وياند وروسته داسى ويل چى يوه الوتکه چى ټيټه الوتنه يي کوله دا آواز پداسى حال کى رامنځ ته کړ چى د ټاکلي غږ له حدودو راووته او ويل يي : که چيرى دا سبوتاژ واى نو موږ به دمخه پوهيدلي واى.


د ارمتيج د سفر په ورځ، يو کتار چى پکښى د امريکا د متحدو ايالاتو او افغان قواوى وى، د افغانستان په جنوب کى د خوست ښارګوټي ته نژدى د للمى په سيمه کى ورته کمين نيول شوى و. د دغه بريد په ترڅ کى يوه افغان عسکر ووژل شو او يو امريکايي عسکر ټپي شو.


د امريکا متحدو ايالاتو د يوه کور په کلابندولو چى اټکل کيده طالب ياغيان پکښى اوسيدل ځوابي عمل وکړ. د متحدو ايالاتو جنګي چورلکو او الوتکو دا محاصره د مى د مياشتى د لسمى نيټى په لومړيو ګړيو کى پاى ته ورسوله.


دغه راز په کابل کى هم پر نړيوال سوله ساتي ځواک د اوونۍ په اوږدو کى ډزى شوي. د ناروى د هيواد دوه تنه عسکر شديد ټپيان شوي دي او د دوى پر ګاډي د مى د مياشتى په لسمه د کابل بګرام د سړک په اوږدو کى بريد وشو.


حکومت خپله پاملرنه د ماينونو د خطر د کولو لپاره هغه مهال وښودله چى د مى د مياشتى په دولسمه نيټه د کابل په ختيځ کى د ماينونو د چاودنى توره وريځ په آسمان کى ليدل کيده. د پرسونل ضد او ټانکونو ضد ماينونو نژدى ٦٠٠ ذخيرى د انفجار په ترڅ کى له منځه وړل شوي


د کابل په شمال کى د خلکو مزاج دغه شان پداسى حال کى وران شو چى په سل ګونو ډريوران او ميخانيکانو چى د حکومت له خوا مقرر شوي و د مى په دولسمه نيټه يي لوى سړک بند کړى و.


دوى د هغو راپورونو په وړاندى غبرګون ښوده چى ښايي خپلى دندى له لاسه ورکړي، ډيرو ادعا کوله چى له دريو مياشتو راهيسته يي تنخواه ګانى نه دي تر لاسه کړي.


يوه سروى چى تيره اوونۍ په لندن کى ميشت د ماهرينو د ډلى يعنى د ستراتيژيکو مطالعاتو لپاره د نړيوال انستتيوت له خوا خپره شوى ، له جګړى وروسته يي د افغانستان ډير تياره تصوير انځور کړى، چى سيمه اييز جنګ سالاران مرکزي واکمني ګواښوي، بهرني مرستندويه کارکوونکي نه شي کولى هلته ولاړ شي او د کوکنارو کر په ښه زور کى دى.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists