نجرابي د پلونو دجوړولو ژمنه کړې ده

د ولسشمرۍ څوکۍ ته کانديد طبيب وايي، چې دافغانې ټولنې ټولواړخونوته به پام واړوي.

نجرابي د پلونو دجوړولو ژمنه کړې ده

د ولسشمرۍ څوکۍ ته کانديد طبيب وايي، چې دافغانې ټولنې ټولواړخونوته به پام واړوي.

د شنبې د ورځې په ټولټاکنو کې د اتلسوکانديدانو په ډلې کې، دکتور غلام فاروق نجرابي د ملي يووالي په کړنلارې خپل کمپاين پرمخ وړي. د استقلال د ګوند د اوږدې مودې کارکوونکى وايي، چې آن کولاى شي، طالبانو سره واټن د پول په جوړولو له منځه يوسي. هغه وايي: "که ما چېرته ټاکنې وګټلې،نو هڅه به وکړم، ترڅو يوخپلواک او واحد افغانستان جوړ کړم."


د کابل پوهنتون د طب د پوهنځي استاد، وويل، هغه په ولايتونو کې د امنيتي اندېښنو له امله کمپاين ونه کړاى شو. هغه وويل: "ما ولايتونو ته سفر ونه کړاى شو،خو د استقلال د ګوند فعالينو زما په استازيتوب د تخار، کندوز او فارياب ، کاپيسا، پروان، باميان، غزني او وردګ او همدارنکه په لوګر اوننګرهار کې کمپاين سر ته رسولي دي."


نجرابي له آى ډبليو پي آر سره د يوې مرکې په ترځ کې وويل، چې حامدکرزى له زياتو ګټو برخمن دى. هغه په ځانګړې توګه څه ونه ويل، خو ويې ويل، چې کرزي خپل دولتي واک د سياسي کمپاين لپاره کاروي. خو له هغې سره هم نجرابي په تمه دى، چې ټاکنې به وگتي، ځکه د هغه وړتيا په نړيواله کچه برابره ده: د طب په څانګه کې د زده کړې درجه لري، سياسي شهرت او ښه ټولنيز حيثيت لري. او زياته يې کړه، چې جنايي مخينه نه لري، هيڅ يو سياسي جرم يې نه دى کړى او په کورنۍ جګړې کې يې ونډه نه لرله.


نجرابي په ١٩٥٤ کال کې د کاپيسا دولايت د شيرواني په کلي کې زېږېدلى دى او طب يې په کابل پوهنتون او ننګرهار پوهنتون کې ويلى دى. هغه وايي، چې دهغه د طب مخينې هغه د ښځو په حقوقو پوه کړى دى. هغه وايي، چې د يوطبيب په توګه هغه تل د ښځو درملنې ته د لومړيتوب حق ورکړى دى. هغه وايي: "د بشري حقوقو او ټولنيزې برابرۍ سره سم ښځو ته بايد د هغو ىحقوق ورکړ شي."


نجرابي خپل کمپاين په هغو شتو پر مخ وړي، چې د شخصي طبي کتنو څخه يې لاس ته راوړي دي. هغه وايي: "زه د خپل کمپاين لګښت له هغو پيسو ورکوم، چې ما په خپل شخصي کلينيک کې ګټلي او د داستقلال د ګوند د غړيو له پورونو څخه مې تر لاسه کړي دي."


نجرابي وايي، د ټاکنې په صورت کې به ټولو ګوندونو، تنظيمونو او قوماندانو ته بلنه ورکړي، تر څو د هېواد په چلولو کې ونډه واخلي. د ملي يووالي د کمپاين په برخه کې هغه وايي، چې د افغاني ټولنې له ټولو برخو سره کار کوم او آن دطالبانو په ګډون د يو ګډ دريځ د موندلوخبرې کوي. هغه وايي چې دې کار ثابته کړې،چې ټولو ملي ډلو ته رسېداى شي.


نجرابي د استقلال په ګوند کې ٤٠ کلنه تجربه لري او وايي چې له نوروهېوادونو سره به ښې اړيکې تينګې کړي، د ملګرو ملتونو کنوانسيونونو په لاره به لاړ شي، د بشري حقوقو نوى کنوانسيون به پلى کړي او د نورو هېوادونو په کورنيوچاروکې به لاس ونه وهي.


د هغه کورنۍ کړنلاره له ملي يووالي، په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو ودرېدلو او د سيمه ييز او قومي تپعيض له منځه وړلو څخه عبارت ده. د هغه په اقتصادي پلانونو کې د کرکيلې ښه کېدل، د نويو کانونو موندل، د ډنډونوجوړول او همدارنګه د نيشه يي توکو په وړاندې مبارزه شامله ده.


نجرابي وويل، اوسمهال په افغانستان کې تر هغه چې امنيت ډاډمن شوى نه وى، د بهرنيو ځواکونو شتون اړين دى. خو په دې يې تينګا روکړ، چې د نړيوالې ټولني غړي بايد افغاني حساسيت په پام کې وساتي. هغه وويل: "افغانستان د ملګرو ملتونودکورنۍ غړى دى. که چېرته د نړيوالې ټولنې غړي له افغاني دود اودستور څخه خبروي، او د افغانستان خپلواکۍ ته درناوىوکړي، نو هغه مهال زه د بهرنيو ځواکونو له شتون سره موافق يم."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists