مليشه کډوال ځوروي

هزاره وسله وال کسان د باميانو ولايت ته د پښتنو او تاجک بى ځايه شويو کډوالو د راتګ مخه نيسي.

مليشه کډوال ځوروي

هزاره وسله وال کسان د باميانو ولايت ته د پښتنو او تاجک بى ځايه شويو کډوالو د راتګ مخه نيسي.

Friday, 1 September, 2006

د جوګره له کلي څخه يو تن کډوال محمد عباس وايي د دى امکانات لږ دي چى دى به په نژدى موده کى کور ته ولاړ شي.


هغه وويل د حزب وحدت وسله والو کسانو زموږ کورونه وران کړل، يوازى پنځه کورونه پاتى وو چى هغه هم دوى په امنيتي پوستو بدل کړل.


د جوګرى او نورو نژدى تاجکو او پښتني سيمو اوسيدونکي چى شمير يي ٣٥٠٠ کورونيو ته رسيږي د طالبانو تر نسکوريدو وروسته د دى انديښنى له امله له سيمى ووتل چى هزاره جنګيالي چى پخوا د طالبانو له خوا په نښه شوي وو، سيمى ته به راستانه شي او غچ به واخلي.


د دوى په ويرو خلک په جوګره کى هله وپوهيدل چى کلى د حزب وحدت د مليشه وسله والو کسانو له خوا چى د هزاره ګانو سياسي ګوند دى په کنډوالى بدل شو. دا د باميانو د ولايت د ١٣ کليو څخه يو دى چى هستوګني يي تاجکان دي. د باميانو ولايت چى د افغانستان په زړه کى پروت دى د حکومت د ٢٠٠٢ کال د شمير پر بنسټ ٣٥٠٠٠٠ نفوس لري. په دوى کى هزاره، تاجک او پښتانه توکمي بالترتيب سره د نفوسو په سلو کى ٧٨، ٢٠ او دوه برخى جوړوي.


د باميانو د ولايت په مختلفو ولسواليو کى د وسله والو کسانو مکرر حضور اوسيدونکيو او ستنيدونکيو کډوالو ته ټکان ورکړى او دوى واليانو او د حزب وحدت مشرانو ته شکايت کړى. دوى وايي جنګيالي دوى ويروي او ځوروي او دغه شان خلکو ته درناوى نه کوي.


د داوتي کلي يو اوسيدونکى خواجه محمد وايي: د خصومت او دښمنۍ يو له لاملو څخه مذهبي توپيرونه دي ځکه چى تاجکان سوني مسلمانان دي. په ځنيو مواردو کى خو لا هغوى زموږ پر مذهبي مشرانو خاندي او موږ ورته هيڅ هم ويلى نه شو.


ډير ځل پخوا لا لږکي د حزب وحدت د وسله والو کسانو د غچ سره مخامخ شوي دي. د ١٩٩٨ او ٢٠٠١ لومړي کال تر منځ هزاره جنګياليو دوه پلا وکولى شو د لنډى مودى له پاره له طالبانو څخه د سيمى کنترول تر لاسه کړي چى په دغه موده کى تاجکان او پښتانه په نښه شوي وو.


د باميانو والي محمد رحيم علي يار وويل: په ١٩٩٨ کال کى مخکى له دى چى طالبان دا سيمه ونيسي بيلا بيلو توکمو سره په سوله اييزه فضا کى ژوند کاوه او ادعا يي وکړه چى ستونځى هغه مهال رامنځ ته شوى چى د هزاره ګانو تهديد او ځورونه پيل شوه ځکه چى عقيدى او مليت يي توپير درلود.


د تاوتريخوالي سره سره د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري له بى ځايه شويو خلکو سره مرسته کوي چى خپلو کورونو ته بيرته ستانه شي. د دغى ادارى وياند ناصر فرنانديز وويل: د باميانو ولايت ته ټول ټال ١٤٠٠کورنۍ چى ٦٧٠٠ کسان کيږي له ايران او پاکستان څخه ستانه شوي دي.


هغه ستونځى چى مليشه کسان رامنځ ته کوي د طالبانو د ورانيو سره د پرتلى وړ نه دي. چى کډوال د شهيدان ولسوالۍ ته راستانه شول نو ويي موندل چى کورونه، ښوونځي ، طبي آسانتياوى او جوماتونه ټول سيزل شوي وو. يوه سيمه اييز استازي احمد بيګ وويل : موږ د ټولو کليو له پاره ايکي يو ښوونځى لرو اد درملنى له پاره آن يو کلينيک هم نه شته.


نړيوالو مرستندويه موسسو د ٥٠٠ کورونو په جوړولو کى له خلکو سره مرسته کړى


او داسى پلانونه دي چى ٥٠٠ کورونه نور هم جوړ کړي. د دى له پاره چى اقتصاد بيا راژوندى کړي ٣٠٠٠ پسونه پر دهقانانو ويشل شوي دي او د سيمه اييز بازار د بيا جوړونى کار پيل شوى دى.


ځنيو راستانه شويو خلکو ژمنه کړى چى له طالبانو څخه به غچ اخلي ځکه چى د دوى په لاسو ځوريدلي دي. د قرغنتو د ولسوالۍ د سبزه له کلي څخه محمد علي وويل: طالبانو زموږ سيمى ته اور ورته کړ. موږ اړ شو چى په غرونو کى مغارو ته ولاړ شو او زموږ ماشومان د سړى هوا له امله مړه شول. که هر وخت مو وکولى شو موږ به غچ واخلو.


Frontline Updates
Support local journalists