لوړىالوتونکى ميرمنې

د هيواد ملي هوائي شرکت د نړيوالو مسافرينو د راجلبولو له پاره ميرمنى ميلمه پالى استخداموي.

لوړىالوتونکى ميرمنې

د هيواد ملي هوائي شرکت د نړيوالو مسافرينو د راجلبولو له پاره ميرمنى ميلمه پالى استخداموي.

موسمي نړيوال مسافر ښائي د يوه هوائي شرکت د هغو ميلمه پالو ميرمنو په ليدو سره هک پک حيران پاته شي چى بقرى يا چادري ئي پر سر وي، خو دا کار د افغانستان د نوي نسل د ميرمنو هوا ته د الوتونو مخه نه نيسي.


د افغانستان ملي هوائي شرکت آريانا د ميرمنو نوى عمله استخداموي چى دا کار يوازى يو کال تر مخه د طالبانو د مستبدى واکمنۍ پر مهال ناممکنه وو.


په داسى حال کى چى د آريانا هوائي شرکت پس له دوو لسيزو څخه آلمان ته په الوتنو بيا پيل کړيدى، (٢٥) ميرمنى د روزنى د هغو کورسونو څخه فارغى شويدي چى نوموړي شرکت د خپلو نړيوالو مسافرينو د لوړ معيار د خدمت اوميلمه پالنى له پاره جوړ کړى وو.


د فارغه شويو زده کوونکو له ډلى څخه يوه هم پروانه غزالي ده چې د آريانا نوى ځانګړى حجاب يونيفارم ( چى يو اوږد کوټ) ئي په تن وو، دجنګ او سولى راپور ورکوونکېى ټولنى ته په وياړ سره وويل: موئږ ته د ورکشاپ پر مهال دا را وښودل شوه چى څرنګه د ميلمنو خدمت او پالنه وکړو، د الوتکو د تخنيکي سيسټمونو په هکله تمرينونه راکړل شول او دا مو زده کړل چى په اظطراري حالاتو کى بايد څه وکړل شي.


خو د همدى نوى عملى ټول غړي نه غواړي چى د غزال په شان نوي يونيفارم په تن کړي. ځيني د نرګس په شان تجربه کارى ميلمه پالى ميرمنې نه غواړي چى خپلى چادري له سر څخه ليرى کړي. نرګس وويل: زه د چادري د پر سر کولو سره روږدى شوى يم او اوس يي ليرى کول را ته يو ګران کار دى.


د ميرمنو استخدام به يو ځل بيا د ښځينه ميلمه پالو شمير زيات کړي ځکه ډيرو پخوانيو ميلمه پالو ميرمنو د خپلو دندو څخه د ګټى په اخيستو سره د طالبانو له ظالم او مستبد رژيم تر واکمنۍ لاندى د سخت ژوند له امله خپل هيواد خوشى کړى وو.


د آريانا افغان هوائي شرکت د سوداګرۍ د څانګى مدير نادر فياض وويل: د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کى زموئږ نهو تنو ميلمه پالو ميرمنو په اروپائي هيوادونو کى پناه واخيسته او چې رژيم په دى کار خبر شو، نو ئي د نړيوالو الوتنو د عملى د هر يوه تن څخه تر (١٥٠٠٠) امريکائي ډالرو پورى د نقدو پيسود تضمين غوښتنه وکړه.


په داسى حال کى چى د آريانا د هوائي شرکت د کارکوونکو دپاره حالت د عادي کيدو په حال کې دى، خو ددغه هوائي شرکت د مسافرو دپاره حاﻻت د هغه معيار څخه ټيټ دي چى د يوه هوائي شرکت څخه ئي طمع او هيله کيږي.


د کابل حاجي حفيظ چى د آريانا هوائي شرکت يو هميشنى مسافر دى، ددى احساس کوي چى بايد د آريانا د هوايي شرکت په حالاتو کى له ډير پخوا څخه پرمختګ راغلى واى. نوموړي وويل: د آريانا هوائي شرکت له خوا د مسافرو اصلي او لومړنۍ اړتياوى بشپړه کيږي، خو دا شرکت د اروپائي او اسيائي هوائي شرکتونو په پرتله د خپلو ميلمنو خدمت او پالنه نه کوي.


هغه وويل: د دغه شرکت په الوتکو کى تلويزون او يا موسيقي نه شته او هم مسافرو ته په عصري ډول سره خواړه نه ورکول کيږي. نوموړي زياته کړه: د آريانا شرکت د الوتنو پر مهالعلانونه نه کيږي او هم د انتظار په تالار کى ئي اسانتياوى نه شته.


د پکتيکا د وﻻيت حکيم خان د دوبئ څخه د آريانا د هوائي شرکت د الوتنى څخه ډير ناخوښه وو او و ئي ويل: خواړه خراب وو، يو ګڼ شمير مسافرو ته په يوه ګيلاس کى اوبه ورکول کيدل او تشنابونه ډير چټل وو.


خو دا د آريانا د هوائي شرکت دپاره ډير د خوښۍ ځاى دى چى الوتنى کوي. د نوموړي شرکت د اتو الوتکو څخه شپږ الوتکى د طالبانو پر ضد د متحده ايالتونو په مشرۍ د هوائي بمباريو له امله له منځه وړل شوي او همدا شرکت د خپلو الوتنو د بيا پيل کولو دپاره سختيى هلى ځلى کړي.


فرانکفورټ ته د خپلو الوتنو په بيا پيل سره، د آريانا هوائي شرکت د پاکستان پايتخت اسلام آباد، دوبئ، په هند کى امرتسر او د تاجکستان پايتخت دوشنبى ته الوتنى کوي او نوموړي شرکت سختى هلى ځلى کوي چى يو ځل بيا د يوه اصلي او رښتيني نړيوال هوائي شرکت بڼه غوره کړي.


محمد حاجي ګلبهاري چى د آريانا هوائي شرکت سره د تيرو (٣٥) کلنو راهيسى کار کوي، دجنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د ميرمنو ميلمه پالو په استخدامولو سره به د آيانا هوائي شرکت يو ځل بيا د سيمى د سيالو هوائي شرکتونو سيال شي. نوموړي زياته کړه: د آريانا د هوائي شرکت او دپاکستان او ايران په شان د هوائي شرکتونو تر منځ ډير توپير نه شته او د هغو تر منځ يوازينى توپير دا وو چى د نوموړو هوائي شرکتونو د نيمايي په شا او خوا کى ميلمه پال ميرمنى وى.


محمد مونير مهربان د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Frontline Updates
Support local journalists