له افغان زده کوونکو څخه سياسي گټه اخيستل کيږي

ځوانان پر دې خوابدي دي چې په عامه غونډو د گډون لپاره له ښوونځيو څخه بهر وړل کيږي.

له افغان زده کوونکو څخه سياسي گټه اخيستل کيږي

ځوانان پر دې خوابدي دي چې په عامه غونډو د گډون لپاره له ښوونځيو څخه بهر وړل کيږي.

Afghan students in the Khost province are being forced to attend government-organised demonstrations and ceremonies. (Photo: Natalie Behring-Chisholm/Getty Images)
Afghan students in the Khost province are being forced to attend government-organised demonstrations and ceremonies. (Photo: Natalie Behring-Chisholm/Getty Images)
Thursday, 8 December, 2016

د خوست ولايت د ښوونځيو زده کوونکي وايي، د لوست ارزښتمن وخت له دې امله له لاسه ورکوي چې د حکومت له خوا په رابلل شوو لاريونونو او غونډو کې گدون ته اړ ايستل کيږي.

د خوست د يوه ښوونځي زده کوونکي، همايون آی ډبليو پي آر ته وويل: «موږ ازموينه ورکوله چې ناڅاپه د پوهنې د رياست چارواکي راپيدا شول او موږ ته يې وويل، چې ځوابونه مه ليکئ. حکومتي مېلمستون ته لاړ شئ. هلته له کابل څخه يو حکومتي پلاوی راروان دی.»

نوموړي په دوام وويل: «موږ د پوهنې رياست له چارواکو څخه پوښتنه وکړه، څنگه به د ازمينې نومرې واخلو. موږ ور ته وويل، پرې مو ږدي چې د پوښتنو ځوابونه وليکو. هغوی موافقه ونه کړه او ويې ويل، ازموينه فسخ شوې ده. هغوی موږ ته لوړې نومرې راکړې او وروسته په زوره وايستل شو چې له کابل څخه د راتلونکو حکومتي مېلمنو هرکلی ته لاړ شو.»

دا په افغانستان کې، په تېره بيا په لرې پرتو ولايتونو کې، زده کوونکو او د پوهنتون محصلانو ته يوه معمولي خبره ده چې د چارواکو هرکلي ته د نورو خلکو په ليکو کې گډون وکړي.

دغه کار په ٢٠٠٧ کال کې بدمرغه پايلې درلودې. يوه پارلماني پلاوي غوښتل له بغلان ولايت څخه ليدنه وکړي. چې چاودنه وشوه او له اوياوو څخه زيات خلک ووژل شول، څه دپاسه ١٠٠ تنه ټپيان شول. د وژل شوو او ټپي شوو په ډله کې ٦٢ تنه زده کوونکي شامل وو چې د مېلمنو هرکلي ته راغلي وو.

د افغان حکومت رسمي تگلاره دا ده چې له زده کوونکو څخه ښايي سياسي گټه پورته نشي او نه کوم پلويتوب ته وبلل شي.

خو که په اصل کې کوم زده کوونکی سر وغړوي، د سزا له خطر سره مخامخ کيږي.  

د خوست د ښار د يوولسم ټولگي يو زده کوونکي، چې غوښتل يې ونه نومول شي، وويل: «دا سې وختونه هم راغلی و، چې په ټولگي ناست وم او ښوونکي ناسوب شمېرلی يم. لامل يې دا و چې زه غونډې ته نه وم تللی.»

د يوه خصوصي ښوونځي پلټونکي، محمد رحمن اياز ادعا وکړه، زده کوونکو ته پيسې ورکول کيږي  چې د لوست پر ځای په غونډو او لاريونو کې گډون وکړي. 

هغه وويل: «د دغو ښوونځيو آمرين له خپلو زده کوونکو څخه د خپلو ښـوونځيو لپاره د اعلان په توگه کار اخلي، ځکه دغه پروگرامونه د رادېو او تلويزيون له لارې خپريږي او خلک يې گوري. په حقيقت کې هغوی له دغو زده کوونکو څخه د بازار موندنې لپاره کار اخلي. د ښوونځيو چارواکو ته دا خبره ارزښت نه لري چې هغوی له لوست څخه وځي.»

د خوست د «روان» خصوصي ښوونځي مدير، حضرت الله هنريار انکار وکړ چې لاريونو او غونډو ته د خپلو زده کوونکو له لارې خپلې موسسې ته اعلان کوي.

هغه وويل: «موږ ته د پوهنې رياست ويلي چې خپل زده کوونکي دغه راز غونډو ته واستوي.»

د عبدالفتاح حکومتي ليسې سرښوونکي، عبدالستار ببرکزي هم وويل، غونډو او لاريونونو ته د زده کوونکو په لېږلو کې واک نه لري.

هغه وويل: «دا پوښتنه ښايي له چارواکو څخه وشي چې موږ ولې خپل زده کوونکي غونډو يا د مېلمنو هرکلي ته لېږو.»

د خوست د پوهنې رئيس، بخت نور بختيا روويل، هغوی هم يوازې د امر متابعت کوي، خو دا يې ونه ويل چې دا لارښوونه د کومو چارواکو له خوا دوی ته راځي.

هغه وويل: «زه ښه پوهېږم چې دا ښه کار نه دی او زده کوونکي ښايي هيڅ راز غونډو ته و نه لېږل شي، خو موږ اړ يو دا کار سرته ورسوو، ځکه امر بايد ومنو.»

د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ له دې غاړه وغړوله چې گوندې په غونډو او لاريونونو کې د گډون لپاره د زده کونکو لېږل د لوړپوړو چارواکو کار دی. 

هغه وويل: «موږ يوازې د ملي ورځو د لمانځلو پر مهال، چې د دغه ورځې د اهميت په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکړل شي،  هغوی ته د گډون بلنه ورکوو. له دې لارې غواړو زده کوونکي وهڅوو چې د خپلو ملي ورځو په لمانځلو ځانونه وپوهوي او له خپل هېواد سره يې مينه زياته شي.»

د خوست يوه خبريال، نصرت الله تسل وويل، له حکومت څخه د خلکو د لرې والي او خپگان له امله د گوتو په شمېر خلک په خپله خوښه په دغو غونډو کې گډون کوي.

هغه وويل: «د دې لپاره وښيي چې کولای شي ډېر شمېر خلک راغونډ کړي او ولايتي چارواکي د کابل چارواکو ته وښيي چې د پراخو پرگنو ملاتړ ورسره دی او خلک مينه ورسره لري، معمولا له زده کوونکو څخه کار اخلي، ترڅو د خلکو تشه پرې ډکه شي.»

د بشري حقونو فعال گوته څنډي د دغه موخې لپاره له لوست څخه د کوچنيانو ايستل د هغوی له حقونو څخه لويه سرغړونه گڼل کيږي. هغوی دا يادونه هم وکړه، بې امنيتي د اندېښنې وړ خبره ده چې په عامه ځايونو کې د رامنځته کېدو امکان شته. 

د خوست د شيخ زاهد د پوهنتون د ارواپوهنې استاد، رفيق جنبش وړاندې لاړ او ويې ويل، په دې لاره له زده کوونکو گټه پورته کول هغوی ته د اوږدې مودې زيان لامل کيږي.

هغه وويل: «په دغو غونډو کې د کوچنيانو گډون پر هغوی د مثبت اغېز پرځایۍ منفي اغېز کوي، ځکه هغوی نشي کولای په سم ډول هر شي تحليل کړي. زموږ زياتره غونډې او لاريونونه له تاوتريخوالي او احساساتي ويناگانو ډکې وي او پر کوچنيانو ژوره اغېزه کوي. کله چې هغوی لوی شي، تېرې ته چمتو کيږي.»

 

Frontline Updates
Support local journalists