لاسي صنایع په جوزجان ولایت کې مخ په غوړېدو دي

دغه صنعت ډېرو بېوزلو مېرمنو ته د ښه ژوندانه زمینه چمتو کوي.

لاسي صنایع په جوزجان ولایت کې مخ په غوړېدو دي

دغه صنعت ډېرو بېوزلو مېرمنو ته د ښه ژوندانه زمینه چمتو کوي.

An Afghan woman takes part in a sewing workshop. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
An Afghan woman takes part in a sewing workshop. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

نور بي بي په شبرغان ښار کې په ویاړ د خپلې غرفې شاته ولاړه ده. له ساړه ژمې سره سره يې خوله له موسکا ډکه ده.

نوموړې ۳۴ کلنه مېرمن، چې مېړه يې دوه کاله دمخه مړ شوی دی، وايي، له ګنډلو او د ځايي لاسي کارونو له پلورلو څخه ښه ګټه تر لاسه کوي او په دې توګه خپلو پنځو اولادونو ته اعاشه او اباته چمتو کوي.   

هغې وویل: «له پروسږکال راهیسې په لاس ګنډل شوي شیان جوړوم او پلورم. زه ډېره خوشاله یم چې هم له خپل کار څخه پېسې تر لاسه کوم او هم کولای شم خپل یتیم (بې پلاره) ماشومان لوی کړم.»

اوس نور بي بي د ورځې له سلو څخه تر درې سوه افغانیو پورې پیسې ګټي او د بازار په ورځو کې دا ګټه تر ۵۰۰ افغانیو پورې رسیږي.  

دا کار يې له پخوا سره ډېر توپیر لري، ځکه پخوا به يې کله ناکله د خلکو جامې پرېمنځلې او یا به يې آن خیرات غوښته. هغې زیاته کړه: «اوس مې څلور کوچنۍ لوڼې او یو زوی ټول ښوونځي ته ځي.»

په شمالي ولایت، جوزجان کې ځايي خلک وايي چې لاسي صنایع یو وار بیا راژوندي کیږي او ډيری مېرمنو ته یوه عایداتي منبع جوړوي.

ښځو ته د حکومت او ځايي ناحکومتي موسسو دواړو له خوا روزنه ورکول کیږي او زیاتره ځايي نالوستو مېرمنو ته د ګنډلو او خامک دوزۍ وړتیاوې چمتو کوي.

دمګړۍ شاوخوا لس موسسې د جوزجان د لاسي صنایعو په روزنه کې په کار بوختې دي. دغه موسسې د لاس ګنډلو، خیاطۍ، چرمه دوزۍ، خامک دوزۍ، تاري کارۍ او آینه کاري او د پپخې (قره قلۍ) د خولیو د ګندلو په برخو کې کار کوي.‍

څه دپاسه ۵۰۰۰ مېرمنې په دغه ډګر کې روزل شوي دي. شاوخوا ۶۰۰ مېرمنو په دغو برخو کې خپله روزنه بشپړه کړې او اوس کار کوي او پلوري يې.

د نصېبې په نامه یوې مېرمنې وویل، په دې ډګر کې اوس له درېو میاشتو کار وروسته کولای شي د ټولې کورنې لګښت چمتو کړي.

نوموړې ۲۷ کلنې مېرمنې وویل، زما په څېر مېرمنو ته د ورکشاپونو جوړول به پر ځانونو باندې د هغوی له بسیا کېدو سره ډېره مرسته وکړي. اوس زه غواړم نورې مېرمنۍ وروزم. له ټولو خلکو څخه غوښتنه کوم چې د دغه کار لپاره د یو مناسب ځای په موندلو کې مرسته وکړي.

د جرمني هېواد د بهرنیو چارو د وزارت له خوا تمویل شوې د ارواپوهنې نړیواله موسسه (IPSO) له ۲۰۱۴ څخه را په دې خوا د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره کار کوي.

دغه موسسې د جګړې له امله له څه دپاسه سل بې کوره شوو مېرمنې په بېلابېلو مهارتونو کې روزلي، چې خامک دوزي او آینه کاري پکې شامله ده او همدارنګه يې یو نندارتون جوړ کړی چې دغه شیان پکې نندارې ته وړاندې او وپلورل شی.  

په جوزجان ولایت کې د IPSO رئیس جان محمد حیبي وویل: «په دغه ولایت کې د ښځو وضع په وروستیو کلونوکې ښه شوې ده. هغوی خامک دوزي زده کړې او د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره يې ښه بازار موندلی دی.»

هغه په دوام وویل: «موږ خپل پام د ښځو او نارینه ګانو د خولیو خامک دوزیو، د سر دستمالونو او آن  خمتايي بوټانو ته اړولی دی، ترڅو نوی نسل هم دغه وړتیاوې زده کړای شي.»

د جوزجان ولایت د ښځو د چارو د ریاست چارواکي هم د لاسي کارونو د صنعت د راتګ هرکلی کوي او وايي، هغوی د دغو ورکشاپونو له لارې د لیک لوست پروګرامونه هم پلي کولای شي.  

د ښځو د چارو رئیسې، نجېبې قریشي وویل: «زموږ ریاست ښځو ته د کار او د هغوی د تولیداتو د پلورلو لپاره د مناسب بازار د موندلو په برخه کې کار کوي.»

قریشي زیاته کړه، د میمنې د ښځو پارک، چې اوس يې د جوړولو چارې پر مخ روانې دي، نه یوازې ښځو ته یو خوندي چاپېریال رامنځته کړي، بلکې د دغه راز تولیداتو د پلورلو لپاره به هم ډېر ښه ځای وي.

هغې وویل: «موږ یو شمېر هټې په نښه کړي چې ښځې پکې په بشپړ ډاډ خپل پر لاس ګنډل شوي تولیدات پلورلای شي.»

Frontline Updates
Support local journalists