طالبان د الوتکو د رانسکورولو د نوو توغنديو د لاسته راوړلو ادعا کوي

پوځي چارواکي وايي څو الوتکې د دښمن د ډزو له امله رالويدلې دي او ښايي په هغې کې پرمختللې وسله نه وي کارول شوې وې.

طالبان د الوتکو د رانسکورولو د نوو توغنديو د لاسته راوړلو ادعا کوي

پوځي چارواکي وايي څو الوتکې د دښمن د ډزو له امله رالويدلې دي او ښايي په هغې کې پرمختللې وسله نه وي کارول شوې وې.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، حبيب الرحمن ابراهيمی ليکنه

طالبان وايي اوس په نوو توغنديو دوی د ناتو ډېرې الوتکې رانسکورلای شي. پوځي چارواکي او د دفاعي چارو ماهرين بيا د طالبانو دا ادعا ردوي، وايي يو شمېر الوتکې د تخنيکي ستونزو له امله ناستې ته اړ شوې او که کوم بريد پرې شوی هم وي، کېدای شي په لاس کې موجودې وسلې پکې کارول شوي وي.  

د اټکل له مخې په تېرو شپږو مياشتو کې په ناتو او افغان پوځونو پورې اړوندې شل چورلکې يا رالويدلي او يا هم بيړنۍ ناستې ته اړ شوي دي.

افغانستان ته د نړيوالو پوځونو له راتګ لس کاله وروسته د اګست په شپږمه نېټه په يوې مرګونې پېښې کې يوه چينوک چورلکه، چې د متحده ايالتونو او افغان پوځونواته  دېرش تنه سرتيري پکې سپاره وو، په ورګو ولايت کې نسکوره شوه. د ناتو چارواکو د وينا له مخې کېدای شي چورلکه د اوږې د سر پر کوم توغندي  (RPG) لګېدلې وي.

د څو ورځو په بهير کې د چورلکو د لويدو له څو پېښو څخه دا يوه وه. د رپوټونو له مخې د اګست په پنځمه او اتمه نېټه د کندهار او  پکتيا په ولايتونو کې چورلکې د کښته کېدو پر مهال لويدلې وې. د جولای په  پنځه ويشتمه نېټه يوه چينکو چورلکه په ختيخ ولايت، کونړ کې لويدله وه. د ناتو په رپوټ کې يادونه شوې وه، نوموړو چورلکو وکولای شول کښته شي او هيڅوک پکې ټپي شوی نه و.    

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد آی ډبليو پی آر ته وويل ياغيانو له ځمکې نه هوا ته نوي توغندي ترلاسه او له دې امله يې پر الوتکو خپل بريدونه زيات کړي دي.

نوموړي، له دې پرته چې د توغنديو د جوړښت او موډل په اړه معلومات ورکړي، وويل هغه د لېږد وړتيا لري، پر اوږو وړل کيږي او  وار په وار به په افغانستان کې د ياغي پوځونو په واک کې ورکړل شي.

هغه وويل: «دا ډېره بريالۍ وسله ده او ژر به د ټولو ولايتونو مجاهدينو ته واستول شي.»   

مجاهد دا ونه ويل چې دا  نوې وسله کوم هېواد جوړه کړې ده، مازې په موسکا يې وويل، متحده ايالتونه هره ورځ نوي دښمنان زيږوي. هغه وويل: «هر شی چې مو زړه وي، د خدای (ج) په مرسته يې لاسته راوړای شو.»     

د طالبانو وياند وويل، نړيوال ځواکونه په افغانستان کې  «پر هوايي ځواک ډډه لګوي، خو ډېر ژربه ماته وخوري.»    

د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) وياند، جنرال ګارستن ياکوبسن وويل، د هغوی د ځواک درې الوتکې طالبانو رانسکورې کړي، پداسې حال کې چې نورې يې د تخنيکي ستونزو له امله پخپله رالويدلي او يا بيړنۍ ناستې ته اړ شوي.

ياکوبسن د وردګو په ولايت کې د چورلکې د راولديدو له امله، چې د دېرشو تنوامريکايي سرتيرود مړينې لامل شوه، وويل،   «دا څرګنده نه ده، چې ايا طالبانو نوې وسله تر لاسه کړې او يا يې زړه وسله کارولې ده.»  هغه وويل  پلټنې روانې دي، خو د لاسته راغلو نښو نښانو له مخې داسې برېښي چې نوې وسله نه ده کارول شوې.  

د ناتو په څېر افغان اردو خپلې چورلکې لري. د دفاع وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي د يو څو چورلکو د لوېدو خبره مني، خو لامل يې تخنيکي ستونزې بولي.   

هغه وويل: «په پوځي عملياتو کې دا کارونه کيږي. خو  هغه ددې معنا نه لري چې مخالفينو دې نوې وسله لاسته راوړې او يا دې ځواکمن شوي وي.» 

د افغان هوايي ځواک قوماندان، جنرال عبدالوهاب وردګ وويل، د ياغيانو د پرمختللو وسلو لاسته راوړل مازې تشې خبرې دي.

هغه وويل: «طالبان دا پروپاګند ددې لپاره کوي، چې د خپلو جنګياليو مورال پياوړی کړي.»   

هغه وويل، له دېرش کلنو جنګ جګړو وروسته په شوروي اتحاد کې د جوړو شوو ماشيګڼو په څېر وسلې په هرځاې کې پرېمانه دي. کېدای شي طالبانو يو شمېر الوتکې رانسکورې کړې وي.

نوموړي جنرال وويل: «افغانستان يو غرنی هېواد دی او د ناتو پيلوټان له اراضۍ (توپوګرافۍ) سره بلد نه دي. هغوی دا اشتباه هم کوي چې ډېره ټيټه الوتنه کوي. له دې امله کېدای شي د الوتکو ضد عادي وسلو په واسطه هم پرې بريد وشي.» 

نوموړي جنرال  په شوروي اتحاد کې جوړو شوو زړو، خو قوي وسلو، لکه درنو ماشينګڼو (DShk)، د اوږې د سر توغنديو (RPG) او نورو وسلو ته ګوته ونيوه، چې په ټيټه ارتفاع کې چورلکې ښې په نښه کولای شي او لا تر اوسه پرېمانه پيدا کيږي.  

له ۱۹۸۶ کال راهيسې متحده ايالتونو د شوروي اتحاد د پوځي چورلکو، په تېره بيا د ټيټې ارتفاع چورلکو د رانسکورولو لپاره افغان مجاهدينو ته په سلګونه سټينګر توغندي ورکړي وو. په ۱۹۸۹کال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د سرتيرو له وتلو وروسته امريکانو بېرته تر خپلې وسې پورې د توغنديو سيستم  وپېروده. ماهرين وايي که چېرته د طالبانو له ادعا سره سم آن د اوږې د سر توغندي موجود وي، خو نشي  کېدای چې د ۱۹۸۰ کلونو سټينګر دې موجود وي. 

هرڅوک د الوتکو د رانسکورولو په اړه د طالبانو ادعا نه ردوي.

د کندهار اوسيدونکی او د اردو پخوانی جنرال، نورالحق علومي باوري دی، چې  ناتو پوځونه د هغو الوتکو په پرتله ډېرې الوتکې له لاسه ورکوي، چې [د تخنيکي ستونزو له امله] رالويږي.

هغه وويل: دا رښتيا نه دي چې د ناتو جنرالان وايي  الوتکې يې د تخنيکي ستونزو له امله بيړنۍ ناستې کوي. په رښتيا هم، کله چې د هغوی الوتکې ټيټې الوتنې کوي، مخالف ځواکونه يې  ولي.  

علومي وويل، که طالبانو تر اوسه د الوتکو ضد نوی سيستم نه وی ترلاسه کړی، نو کېدای شي ډېر ژر يې ترلاسه کړي او دا کار به جګړه لا پسې اوږده کړي. هغه وويل، طالبان کولای شي داسې وسلې له ايران يا پاکستان څخه ترلاسه کړي، ځکه دواړه هېوادونه، د هغه په اند،  «غواړي ناتو په افغانستان کې په ګونډو شي.»

Pakistan, Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists