زېږنتون هيله بښونکې دی

په منځنۍ کچه هره ورځ په دغه روغتون کې 60 ماشومان نړۍ ته سترگې پرانيزي.

زېږنتون هيله بښونکې دی

په منځنۍ کچه هره ورځ په دغه روغتون کې 60 ماشومان نړۍ ته سترگې پرانيزي.

A newborn baby receiving care in an Afghan hospital. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
A newborn baby receiving care in an Afghan hospital. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Tuesday, 5 December, 2017

د خوست ولايت اوسيدونکي وايي، د فرهنگي حساسيتونو په پام کې نيول او د ځايي کارکوونکو شمېر په دغه سويل ختيځ ولايت کې د بې پولې ډاکترانو Medecins Sans Frontieres (MSF) تر ملاتړ لاندې د يوه روغتون د برياليتوب لامل شوي دي.

بې پولې ډاکترانو (MSF) څه دپاسه شپږ کاله دمخه دغه روغتون په دې موخه پرانيست چې د مور ماشوم د لوړې کچې د مړینې مخه ونيسي. سره له دې چې دا روغتون په ٢٠١٢ کال کې له يوه بريد وروسته شپږ مياشتې تړلی پاتې شوه، خو له هغې سره سره دغه روغتون بشپړ برياليتوب تر لاسه کړ. اوس پکې هره ورځ په منځنۍ کچه ٦٠ ماشومان نړۍ ته سترگې پرانيزي.    

هغه ميندې چې په دې وروستيو وختونو کې يې په دغه ناحکومتي روغتون کې اولادونه نړۍ ته راوړي دي، وايي دغه روغتون کې په وړيا ډول يې ډېره ښه څارنه شوې ده.

د اوو اولادونو مور ٣٧ کلنې گل رحيمې (مستعار نوم ) وويل: «وروستی ماشوم، لور مې په ډېر ښه ډول وزېږېد.»

هغې وويل: «په روغتون کې ډېر تجربه لرونکي ډاکټران کار کوي. هر شی وړيا دی. هغوی له بې وزلو کورنيو سره ډېره مرسته کوي.»

دنوموړې مېرمنې میړه ، ٤١ کلن اخترمحمد زياته کړه: «نه يوازې درملنه وړيا ده، بلکې په روغتون کې د ناروغانو د کورنيو د يوې شپې د تیرولو اجازه هم ورکول کيږي. وړيا خواړه هم ورته ورکوي.»

هغه زیاته کړه «که چېرته يوه خصوصي روغتون ته تللی وای، نو د درملو لپاره به يې راڅخه ډېرې زياتې پېسې اخيستی وای. هغه درمل چې لس افغانۍ بيه لري، سل افغانۍ درڅخه اخلي او هيڅوک يې پوښتنه نه کوي.»

بې پولې ډاکترانوMSF د ٢٠١٢ کال په مارچ کې په خوست کې يو روغتون جوړ کړ. د روغتون کارکوونکو هيله درلوده چې د روغتياڅارنې کچه به په دغه ولايت کې لوړه شي، پرته له دې چې د خوست له ښار څخه بهر د عامې روغتيا د روغتون چمتو شوي خدمتونه دوه ځلي سرته ورسيږي.   

موجود ډاډ د روغتون له پرانيستو څخه څو اوونۍ وروسته هغه مهال پو څه غړند شو چې د روغتون په انگړ ګې چاودنه وشوه او شپږ تنه يې ټپيان کړل.

د دغه بريد له امله نوموړی روغتون اړ شو چې د هماغه کال تر دسمبر پورې خپل کارونه وځنډوي. په دغه اوږدو کې MSF د ښار دننه له سياسي او ديني مشرانو سره د خبرو اترو له لارې په دې هيله خپل ملاتړ ته وهڅول چې دغه پېښې بيا رامنځته نشي.

په دغه روغتون کې څه دپاسه ٤٠٠ تنه ځايي کارکوونکي او شاوخوا لس تنه نړيوال کارکوونکي په کار بوخت دي. دغه روغتون ٦٨ بستره د ميندو او ٢٢ د نوو زيږېدلو ناروغو ماشومانو لپاره لري. همدا راز د جراحانو يوه ډله هم شته چې په ډېرو پېچلو ولادتونو کې مرسته کوي.

پر هغې سربېره MSF سږکال د ولايت په نورو پنځو سيمو کې له روغتيايي کلينيکونو سره خپله مرسته پيل کړه. د گربزو، نادرشاه کوټ، صبريو، ټڼيو او لکڼو د ولسواليو روغتيايي مرکزونو سره د مرستې موخه دا ده چې ښار ته د عادي ولادتونو لپاره د هغوی د راتگ په شمېر کې لږوالی راشي. په دې توگه  د دغه روغتون کارکوونکي خپل پام ډېرو پېچلو ولادتونو ته واړوي.    

د خوست ولايت د عامې روغتيا رئيس، گل محمد دين محمدي وويل: «سره له دې چې رسمي شمېرې په لاس کې نشته، خو په مخکنيو کلونو کې به هره مياشت زموږ رياست د زيږون پرمهال د زيات شمېر ميندو او ماشومانو د مړينې رپوټ تر لاسه کاوه. د څو مياشتو راهيسې موږ ته دغه راز رپوټونه رارسېدلي نه دي.»

د خوست دولایتی شورا دښځو کمیټې مشره زهرا جلال وويل: « MSF اوس د افغاني فرهنگ د حساسيتونو او ارزښتونو په اړه معلومات تر لاسه کړي چې ډېر زيات قدر يې کيږي.»

هغې وويل: «د بېلگې په توگه، د دغه ولايت يو شمېر اوسيدونکي فکر کوي چې يوازې بهرنيان په دې روغتون کې کار کوي او له دې امله له ورتگ يې ډډه کوله.  اوس يې دا حقيقت درک کړي چې MSF دغه موضوع هواره کړې او نژدې ټول کارکوونکي يې افغانان دي.»

هغې زياته کړه: «گڼې هغه مېرمنې چې له نرسنگ څخه فارغې شوې يا يې د دايه گې کورسونه لوستي، په دغه روغتون کې کارکوي. آن هغو مېرمنو ته دنده ورکړل شوې چې په ليک او لوست نه پوهيږي. د دغه روغتون د کارکوونکو نوم او حيثيت تر دې کچې شهرت موندلی چې له پکتيا څخه ورته د درملنې لپاره ناروغان راوړل کيږي.»

د MSF شمېرې څرگندوي چې يوازې په دوو کلونو کې د ولادتونو کچه ٤٠ په سلو کې لوړه شوې ده. په ٢٠١٤ کال کې ١٥٢٠٤ او په ٢٠١٦ کال کې ٢١٣٣٥ ولادتونه سرته رسېدلي دي.  

د تېر کال د دسمبر په مياشت کې د ولادتونو شمېر ١٩٠٥ ته ورسېد، چې په منځنۍ کچه د ورځې ٦٠ ماشومان زيږېدلي دي. د نوو زېږېدلو ناروغو ماشومانو د پام وړ شمېره د ماشومانو د درملنې څانگې ته استول کېږي. د ٢٠١٦ کال په شاوخوا کې ١٧٤٦ تنه دغه راز ماشومان نوموړې څانگې ته ورپېژندل شوي چې د ٢٠١٥ کال په پرتله ١٥ سلنه زساتوالي څرگندوي.   

د خوست د ښار د لکڼو د ولسوالۍ اوسيدونکي قومي مشر، قدرت الله له آی ډبليو پي آر سره په خبرو کې وويل، د MSF  کلينيکونو په ولايت کې د بيارغانې د مليونونو، ميلونونو پروژو په پرتله ډېره بريا لاسته راوړې ده.   

هغه وويل، د هغه د استوگنې په لرې پرتې سيمه کې بسنټيزې اسنتياوې نشته چې اميندوارو مېرمنو ته په خپل وخت کې د اړتيا وړ مرستې چمتو کړي.

هغه وويل: «کله ناکله درانه بارانونه او سيلاوونه سړکونه بندوي چې له امله يې ښځې لارې ته د خلاصېدو په انتظار په موټرو کې ماشومان زيږوي.»

نوموړي زیاته کړه «اوس چې موږ د لکڼو په مرکز کې يو  کلينيک لرو، له دغه راز ستونزو سره نه مخ کيږو.»

د جمال تڼي په نامه د خوست ولايت يوه فعال په لرې پرتو کلينيکونو کې د MSF د کار ستاينه وکړه.

هغه وويل: «موږ په رښتيني ډول د روغتيا څارنې د کيفيت ستاينه کوو. ځايي خلک د دغو خدمتونو ملاتړ کوي، ځکه هغوی د افغانستان د فرهنگي ارزښتونو په وړاندې ډېر حساس دي.»

«موږ له هغوی سره سلا مشوره کوو او د هغوی د فعاليتونو څارنه مو کړې ده. په هر هغه ځای کې چې اړتيا موجوده وي، مشورې ورکوو.»

لا تر اوسه هم په خوست، په تېره بيا په لرو غرينو سيمو کې د روغتيا څارنې زياته نيمگړتيا موجوده ده. د خوست شمال ته پروت د موسی خېلو ولسوالۍ يو له دغو سيمو څخه ده. درمل او کارکوونکي ورته په ډېرو ستونزو رسيږي. د واورو، سيلاوونو، خرابو سړکونو او وسله والو غلاوو له امله هلته ورتگ ډېر ستونزمن دی.

د هغه سيمې يوه قومي مشر، حيدرگل وويل: «موږ د عامې روغتيا د رياست او MSF له کارکوونکو څخه غوښتنه کړې چې د دغه ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې دوه کلينيکونه جوړ کړي هغوی راسره ژمنه وکړه، خو تر اوسه يې جوړ کړي نه دي. هيله ده ډېره ژر به يې را ته جوړ کړای شي.»

په افغانستان کې د MSF وياند، احمدالله ساپي وويل: «په (دغه) ولايت کې د مور او ماشوم څارنه زموږ د لومړيتوبونو په سر کې ځای لري.»

Frontline Updates
Support local journalists