د کرکيټ د برياليتوب په هکله د کوچنيوالي خوب رښتيا شو

د لوبډلې مشر وايي د اسيايي سياليو په لوبو کې ښه ځليدا د افغانستان لپاره د وياړ او د راتلونکي لپاره هيلې راوټوکولې.

د کرکيټ د برياليتوب په هکله د کوچنيوالي خوب رښتيا شو

د لوبډلې مشر وايي د اسيايي سياليو په لوبو کې ښه ځليدا د افغانستان لپاره د وياړ او د راتلونکي لپاره هيلې راوټوکولې.

. عمان د اسيايي لوبو په کپ کې پر افغانستان دمخه و.



کله چې د لوبډلې مشر، نوروز منګل تېره مياشت د کويټ په يو ستډيوم کې د خلکو سروې وکړه، نو ويې ليدل، چې د هغه د افغان ملګرو سرونه ځوړند و. د هغوی ملي بيرغ په لږه شمېره پورته شوی و. نو دا يي زړه ته راوسته، چې د هغه هېواد يو بري ته اړتيا لري. منګل راوګرځېد او د لوبې په پای کې يي خپله لوبډله لومړي کتار ته راوايستله.



د هغه مينه وال ملاتړي د ستډيوم له هرې خواڅخه راتوی شول او لوبغاړي يي په خپلو اوږو سپاره او پورته کړل.



منګل وويل: "ټول افغان نندارچيان او زموږ د ډلې غړي (له خوښۍ څخه) ژړېدل او نارې يي وهلې. ژوندی دې وي افغانستان! هغوی هغومره زه په غېږ کې راکاږلم، چې نژدې وه سا مې وخيژي."



د لوبې ګټونکی په رسمي ډول اعلان شو، ځکه تر دې دمخه چې د لوبې پای د حکم له خوا اعلان شي، د لوبې مينه وال ډګر ته راتوی شول. خو افغانانانو هغه ځانته يو بری وګڼلو، ځکه دې بري هغوی ته د 2010 کال په نړيوالو لوبو کې د ګډون لاره پرانيستله.



منګل په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال دا بری په خوب کې ليده، چې 12 کلن و.



د کابل په حضوري چمن کې د مرکې پرمهال، چېرته چې منګل او د هغه د ډلې درېو نورو غړو د ځوانانو د لوبي ننداره کوله، نوموړي هغه ورځ را په ياد کړه، چې په زړه کې يي د کريکټ د لوبغاړي کېدو هيله ټوکېدلې وه.



پاکستان په هغو ورځو کې نړيوال کپ تر لاسه کړی و. هوايي ډزو، اورلوبو او چيغو هوا په سر اخيستې وه. خلکو په لارو کوڅو کې يو بل ته خوږې ورکولې او د پاکستان د ډلې د مشر، عمران خان نوم د هر چا له خولو څخه اورېدل کېده.



منګل، چې اوس 26 کاله عمرلري، وايي: "ما له خدايه غوښتل، چې داسې يوه لوبه د خپلو هېوادوالو لپاره وګټم. زه د خدای شکر کاږم، چې خوب مې رښتيا شو."



د هغه چا لپاره دا د ډېرې خوښۍ او وياړ خبره ده، چې په کوچنيوالي کې يي خپل هېواد پريښی وي او بېرته د يو اتل په څېر خپل پلرنې وطن، خوست ته راستنيږي.



خوست ته د تګ پر مهال منګل په ټوله لاره خپل سر د موټر له ښيښې بهر کړی و. کله چې د هغه يو ملګري له هغه څخه ددې کار په هکله وپوښتل، نو ويي ويل، غواړي د خپل هېواد په دوړو يي سر او مخ وپوښل شي.



افغانستان هيڅکله هم د برتانيې مستعمره نه وه پاتې شوې، ترڅو په کې دا لوبه دود کړې، نو له دې امله کرکټ افغانستان ته يوه نوې راغلې لوبه ده. خو هغه افغانان چې د وروستيو لسيزو کورنۍ جګړې څخه ګاونډي هېواد پاکستان ته کډوال شوي، دا لوبه ياده کړې او د منګل په څېر يو شمېر نور په کې ښه ماهر شوی دی.



راستنېدونکو کډوالو د کرکيټ لوبه له ځان سره افغانستان ته راوړه. په عمان کې د افغانستان برياليتوب دا اور نور هم پسې تېز کړ. اوس د افغان کرکيټ لوبغاړي له حکومت څخه د لا زيات ملاتړ او مرستې تمه لري.



د افغانستان د کرکيټ د فدراسيون غړي، رئيس خان وويل: "نور حکومتونه له ملي لوبډلې سره مرستې کوي او هغوی ته د استوګنې ځايونه ورکوي. خو موږ دلته يوازې د يو عادي معاش غوښتنه کوو. داسې لوبغاړي شته، چې کوچنيان يي تر اوسه جامې نه لري."



د لوبډلې لارښود، تاج ملوک عالم وويل، د افغانستان لوبې ډېر خلک هک پک کړل. هغه وويل، هغه په دې ډاډمن دی، چې د هغه ډله په سم ملاتړ او مرستې نوره هم په پر مخ تللای شي.



هغه وويل: "زه ډاډمن يم، که له افغانانو سره د اړتيا وړ مرسته وشي، نو کولای شي نړيوال کپ وګټي. نوموړي د لوبډلې د بری لامل يووالي، دسپلين او د نندارچيانو مينه او جذبه وګڼلو."



د عالم د وينا له مخې په کويټ کې د خپلې استوګنې پرمهال د لوبډلې له غړيو سره هلته ميشت افغان سوداګر، شاه محمد ډېره مرسته وکړه. نوموړي هغوی ته په خپل کور کې ځای ورکړ او د لوبې په پای کې يي هر يو ته زر، زر ډالره انعام هم ورکړ.



عالم وايي، د پوهنې وزير، حنيف اتمر هغوی ته د سلو زرو ډالرو د بېلولو ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې ولسشمر، حامد کرزي د لوبډلې هر غړي ته د دوو، دوو زرو ډالرو د ورکولو ژمنه کړې ده.



هغه وويل، مرسته زيات ارزښت لري، ځکه نوموړې لوبډله د ملي وياړ سرچينه ده.



هغه د عمان په وړاندې د لوبې په هکله وويل: "زموږ د ډلې او د افغاني نندارچيانو احساسات هغومره لوړ و، چې ډارېدلم زموږ ډله له زياتې خوښۍ څخه خپل عقل له لاسه ورنه کړي."



د کابل د يو ټکسي چلوونکي، شاه نور د وينا له مخې دې لوبې په افغانستان کې هم د خلکو احساسات راپارولي و. هغه وويل هغه شپه چې د خپلې لوبډلې د بري خبر له تلويزيون څخه واورېد، نو سترګې له اوښکو ډکې شوې.



هغه وويل: "موږ په هېواد کې په خاينونو برسېره، يو شمېراتلان هم لرو، چې زموږ هېواد ته يي وياړ تر لاسه کړ."

Frontline Updates
Support local journalists