د کابل کوڅه ډبو سپيو تاړاک جوړ کړی دی

ښاروالي هلې ځلې کوي کوڅه ډب سپي راټول کړي چې اوسيدونکي داړي او عامه روغتيا له خطر سره مخامخوي.

د کابل کوڅه ډبو سپيو تاړاک جوړ کړی دی

ښاروالي هلې ځلې کوي کوڅه ډب سپي راټول کړي چې اوسيدونکي داړي او عامه روغتيا له خطر سره مخامخوي.

په کابل کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبدالوحيد فرامرز ليکنه

دېرش کلنې ملالۍ يو تور شال له ځانه تاو کړی، ژاړي. هغه  په داسې حال کې چې اميدواره وه، يو ماښام د کابل ښار په يوې کوڅه کې د کوڅه ډبو سپيو تر بريد لاندې راغله.  

هغې سلګۍ وهلې او ويل يې: ((تياره وه. کله چې له سړک تېرېدم سپيو راباندې بريد وکړ. خلکو زما د خلاصون لپاره رامنډې کړې، خو زه سخته ټپي شوې وم.))

تر ټولو ناوړه دا چې هغې ته  د ليوني سپي د ناروغۍ د درملنې له امله بله ستونزه پيدا شوه.

هغې وويل: ((زه له سپيو وژغورل شوم، خو د درملنې له امله مې شپږ مياشتنی ماشوم زيان کړ.))

نوموړې پر ښاروالۍ باندې د کوڅه ډبو سپيو د کنترول له امله پړه واچوله چې ټوله شپه په لارو کوڅو کې غاپي،زياته  يې کړه: ((هغوی او سپيوييزما زوی وواژه.))

د رسمي شمېرو له مخې په کابل کې له سلو زرو څخه زيات کوڅه ډب سپي شته. د روغتيا کارکوونکي  وايي دا سپي د عامه روغتيا په وړاندې يوه لويه ستونزه ده. په عين حال کې حکومت وايي، د سپيو د ورکولو يا د هغوی د داړلو په وړاندې د واکسين کولو د يو اغېزمن پروګرام لپاره  لازمې سرچينې په واک کې نه لري. .

د کابل په مرکزي کلينيک کې د ليونو سپيو د واکسين د تطبيق مسؤول،دکتور يوسف وويل، د سږکال په لومړيو څلورو مياشتو کې د سپيو د داړلو له امله د  ١٩٠ ښځو، ٢٣٤ نارينه ګانو او ٤٢٦ ماشومانو درملنه شوې ده. پروسږکال د هغه کلينيک ته د راغلو ٣٧٠٠ کسانودرملنه شوې وه، چې ډېری پکې ماشومان وو. نوموړي زياته کړه، يو شمېر نورخلک، چې سپيو داړلي وي،  شخصي روغتونونو ته مراجعه کوي. يو شمېر خلک خو هيڅ  درملنې ته  نشي رسېدلای.   

هغه وويل، ماشومان زياتره د سپيو د داړلو ښکار کيږي.

هغه وويل: ((کله چې ماشومان د خځلو د ډېرېو ترڅنګ تيريږي او يا په کوڅو کې لوبې کوي، کوڅه ډب سپي يې داړي.)) نوموړي يادونه وکړه، د سپي داړې ډېرې ساري ناروغۍ لري. د ليوني سپي داړې ډېرې خطرناکې وي، ځکه له درملنې پرته سړی وژني. 

په کلينيک کې د کتنې لپاره سترګې په لار ناستو ناروغانو کې يو څو تنه سپيو ډاړلي وو. د هغوی په ډله کې يو تن د مصطفی په نامه اووه کلن ماشوم و. هغه پرله پسې ژړل او مور يې په خپلې غيږ کې ځنګاوه. هغوی په خځلو کې شيان لټول چې ويې پلوري او د کورنۍ لپاره پرې خواړه چمتو کړي. په دې وخت کې په يوې ډلې سپيو برابر شو.

د مصطفی مور له اوښکو نه په ډکو سترګو وويل: ((هغه پلار له لاسه ورکړی او اوس موږ خپله نفقه پخپله برابروو. سپيو نن سهار هغه مهال زما پر زوی بريد وکړ، چې کاغذونه، پلاستيک، اوسپنې او لرګي مو له خځلو څخه ټولول. که هغه دوه تنه سړي زموږ مرستې ته نه وای رارسيدلی، نو هغه به سپيو خوړلی وای.))

د کابل پوهنتون له پاڼو او وښو ډک باغ  هم خپلې ستونزې لري، هلته داړونکي حيوانات شته چې ټوله شپه غاپي او يا د ونو او بوټو سيوري ته پراته وي.

د راضيې په نامه يوه محصله، چې د نجونو په ليليه کې اوسيږي، په سيمه کې د ډېرېدونکو کوڅه ډبو سپيو له موجوديت څخه ډاريږي. هغه وايي، هغه مهال چې له پوهنتون څخه بهر ځي، بېرته هغومره دوخته راستنيږي، چې تياره لا خپره شوې نه وي.  

هغې زياته کړه: ((د شپې له خوا ددې سپيو غپا او شورماشور موږ له ويده کېدو او مطالعې وباسي.))

حکومتي چارواکي د ستونزې شتون مني، خو وايي له هغوی سره په لاس کې څه نشته چې دا سپي له ښاره ورک کړي.

د ورغتيا د وزارت وياند، غلام سخي نور اوغلي کارګر وويل، د سپيو موجوديت د هغوی د وزارت لويه ستونزه ده. هغوی په دې لټه کې دي چې  مخه يې ونيسي.

هغه وويل: ((موږ يو کمپاين پيل کړی او شاوخوا درې زره سپي مو ورک کړي دي، خو دې کار کفايت ونه کړ. په افغانستان کې د سپيو واکسينول ګرانه خبره ده، ځکه شمېره يې ډېره ده.))

کابل ښاروال، محمد يونس نواندېش  وويل، د سپيو د وژلو لپاره کاروونکي پخواني زهر له تېرو شپږومياشتو راهيسې بند شوي دي. له دې امله د سپيو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی. په لاس کې د موجودو زهرو کيفيت ټيټ دی.

هغه وويل: ((موږ له دې موادو کار واخيست، خو کله چې به مو کارکوونکي د مړو شوو سپيو راټولو ته تلل، سپي به بېرته په ګونډو کېدل او پرهغوی به يې بريدونه کول.))

نواندېش وويل، د سپيو خاوندان بايد خپل سپي وساتي. هغه زياته کړه: ((ما ډېر خلک ليدلي، چې خپلو کورنيو سپيو داړلي وو.))

نواندېش زياته کړه، د داسې يوې پلازمينې لپاره دا له خيال او تصور څخه ډېره لرې خبره ده، چې لا تر اوسه يې د جګړې او محروميت ټپونه روغ شوي نه دي. نوموړي په خندا زياته کړه: ((د کابل ښار موټرې لا تر اوسه چا شمېرلي نه دي، خلک له موږ غواړي چې سپي دې وشمېرو؟))

Afghanistan
Health
Frontline Updates
Support local journalists