د ژورنالستانو د ټولنى په وړاندى قهر او غصه

داسى بريښي چى سياسي لاس وهنو د افغان ژورنالستانو لپاره د يوه غيرګوندي سازمان د جوړولو هڅى بى ګټى کړي دي.

د ژورنالستانو د ټولنى په وړاندى قهر او غصه

داسى بريښي چى سياسي لاس وهنو د افغان ژورنالستانو لپاره د يوه غيرګوندي سازمان د جوړولو هڅى بى ګټى کړي دي.

Thursday, 3 March, 2005

په کابل کى خپلواک ژورنالستان لا هم ديوى مسلکي ټولنى له درلودو څخه وروسته له هغى بى برخى شوي دي چى د داسى يوى ټولنى د جوړولو لپاره يي لومړۍ هڅه د تريخوالي او د سياسي لاس وهنى د ادعاو له امله ځاى ته و نه رسيده.


خبريالان ادعا کوي چى د ژورنالستانو خپلواکه اتحاديه د پخواني ولس مشر برهان الدين رباني د غښتلي جمعيت اسلامي ګوند له خوا استعماليده، او دوى د کابل د انټرکانټينينټال هوټل له وروستۍ غونډى څخه ووتل.


په لندن کى ميشته د مطبوعاتو د خپلواکۍ ډلى ( آرټيکل ١٩) د ټولنى له پيل سره مرسته کړى وه.


په غونډه کى لږ تر لږه درى تنه ژورنالستان چى پکښى د جنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى رحيم اله سمندر هم و د دغى وتنى مشري کړى، او د مى د مياشتى په وروستيو کى د نوى ټولنى د ١١ کسيزى اجرائيه کميټى د غړو په توګه نومول شوي، خو دوى وويل چى دوى هيڅکله هم د خپلو نومونو د کارونى اجازه نه ده ورکړى.


د کابل د ژورنالستان نژدى ٥٠ تنو ادعا کړى چى د امنيتي پرسونل له خوا د دوى د داخليدو مخه نيول شوى، او له هغه راهيسته هڅه کوي چى پخپله يوه ټولنه جوړه کړي.


د سياسي لاس وهنى سيورى د دى سبب شو چى آرټيکل ١٩ د کابل له غونډى لږ وروسته له خپل ملاتړ څخه لاس واخلي.


يوه وياند د موضوع د تشريح په ترڅ کى وويل، موږ په دى وپوهيدو چى پکښى هغه کسان راداخل شوى چى سياسي مقاصد لري او دوى غوښتل چى يوه انحصاري يا ځانګړى ټولنه جوړه کړي، او هغه ژورنالستان چى وړتيا يي درلوده او دا يي قانوني حق و چى غونډى ته ورننوځي، د داخليدو اجازه نه وه ورکړ شوى.


ډيرى شکايت کوي ، هغو کسانو ته چى په غونډه کى د داخليدو اجازه ورکړ شوى وه، په حقيقت کى ژورنالستان نه و. د کليد له مجلى سره يوه مسول مدير نورمحمد پاکتين وويل، ما هلته دومره زياد جنګسالاران وليدل چى له ځانه سره مى تعجب وکړ چى دوى څه وخت ژورنالستان شوي.


د اطلاعاتو او کلتور د وزير مرستيال عبدالحميد مبارز هغه مهال په غصه شو چى ويي ليدل ګډون کوونکي اکثره د هغه د خپلى ادارى مامورين او يا هم د دولتي راديو تلويزيون د شبکى کارکوونکي و.


هغه وويل، موږ به يوازى هغه ټولنه ومنو چى په رښتيا سره بى طرفه وي. دغه ډول يوه ټولنه به نه يوازى زموږ ستونځى کمى نه کړي بلکى هغه به لا زياتى هم کړي.


د اجرائيه کميټى څخه د عبدالحامد حامي او احمد ضيا رفعت په اړه په پراخه راپورونه دي چى که چيرى دوى د جمعيت اسلامي ګوند غړي نه دي نو خواخوږي يي هرو مرو دي، او هغو خپلواکو ژورنالستانو چى د مى د مياشتى د ١٢ نيټى په غونډه کى ګډون درلود ادعا کوي چى د حاضرينو اکثريت ګوندي غړي و.


د جمعيت غړي په حکومت کى اساسي دندى لري، چى وتلى او مشهور کس يي د دفاع وزير محمد قسيم فهيم دى. دوى اکثره د ترقي پسنده اشخاصو او ډلو سره چى د هيواد د سمون او دموکراتيکه کولو لپاره هڅه کوي په جګړه وي.


د واک او کنترول لپاره جګړه په څو برخو يا جبهو کى پرمخ وړل کيږي، او څارونکي پدى باور دي چى د ژورنالستانو ټولنه د دغه کار بله بيلګه ده.


حامد دا خبره رد کړه چى ګنى دا سازمان په انحصاري ډول د چمعيت د کسانو په لاس کى و، او ويل يي: موږ ٣٤٠ ژورنالستان ثبت شوي لرو، کوم سياسي ګوند د دغه مسلک دومره ډير کسان لري؟ او د جمعيت اسلامي د ګوندي ورځپاڼى، پيام مجاهد مسول مدير واقف حکيمي وويل، زما پرته بل هيڅوک د جمعيت له ګوند څخه د دغى ټولنى په اجرائيه کميټه کى نه شته. آن که څوک هم وي ، جمعيت يو سياسي ګوند دى او غړي يي کولى شي چى په هر يوه ولسي ټولنه کى چى وغواړي غړيتوب تر لاسه کړي.


خو جميله مجاهد چى د ملالۍ د مجلى او د افغان ميرمنو د غږ د راديويي پروګرام مسوله مديره ده د کابل کنفرانس ته د بلنى د نه تر لاسه کولو له امله يي خپله غصه څرګنده کړه او ويل يي، زه نه پوهيږم چى د اجرائيه کميټى غړي چا انتخاب کړي او د بلنى د ورکولو لپاره يي څه ډول معيارونه او نورمونه کارولي.


د هندوکش له خپلواک خبري آژانس څخه خپلواک ژورنالست محمد ضيا بوميا، هم په دغه غونډه کى ګډون درلود، خو هغه وويل چى د ټولنى چارواکو غونډى ته د هغه د وينا کولو مخه ونيوله.


د غونډى په دوهمه ورځ ما د ځنيو وړانديزونو او د ځينيو مخالفه ژورنالستيکي نظريو څرګندول غوښتل. وروسته له ډيرو هڅو چى خپل نظر څرګند کړم، حامى په ډيرى غصى راته وويل چى خوله دى وتړه، او دا چى زه د خبرو کولو حق نه لرم.


په افغانستان کى له ١٠٠٠ څخه لږ ژورنالستان کار کوي، او له ٢٢ مليونو څخه زياتو خلکو ته خبرونه ور رسوي.


له ٢٠٠ څخه زياتى نوى خپرونى د طالبانو رژيم له پرزيدو راهيسته رابرسيره شوي دي، خو ډير يي د سياسي ګوندونو له خوا خپريږي.


په کندهار، زابل او هلمند کى ژورنالستانو د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته ويلي، چى د دوى په سيمو کى په واقعي توګه خپلواکى خپرونى او يا هم د مطبوعاتو خپلواکي نه شته.


آن هغه ژورنالستان چى د حکومتي خپرونو لپاره ، لکه په کندهار کى د طلوع افغان لپاره ليکنى کوي، د خپل کار له امله ورته د مړينى تهديد او ګواښونه شوي دي.


خبريالان وايي د ژورنالستانو يوى رښتينى ټولنى ته اړتيا ده چى د مطبوعاتو د خپلواکى په وړاندى د ګواښونو پر ضد مبارزه وکړي چى پکښى زاړه مطبوعاتي قوانين او سياسي فشار هم راځي.


اوس يوه کميټه نيت لري چى له سيمه اييزه خبريالانو سره وويني او د يوه رښتوني غيرګوندي سازمان يا د افغانستان د ژورنالستانو د ملي خپلواکه ټولنى د جوړولو لپاره نوي مقررات طرح کړي، چى ټول هيواد به پکښى شامل وي.


Frontline Updates
Support local journalists