د ډېرې ويني توييدنې د خطر زنګ

امريکايي اردو ګوته څنډي چې ۲۰۱۱ کال به په ځانګړي ډول له تاوتريخوالي ډک کال وي.

د ډېرې ويني توييدنې د خطر زنګ

امريکايي اردو ګوته څنډي چې ۲۰۱۱ کال به په ځانګړي ډول له تاوتريخوالي ډک کال وي.

A British soldier from the ISAF contingent on patrol in Kabul. Picture taken in 2008. (Photo: ISAF/US Air Force Tech. Sgt. Laura K. Smith)
A British soldier from the ISAF contingent on patrol in Kabul. Picture taken in 2008. (Photo: ISAF/US Air Force Tech. Sgt. Laura K. Smith)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

څارونکي په افغانستان کې ګوته څنډي،  په روان وخت کې د تاوتريخوالي د زياتيدو وړاندوينې په داسې يو وخت کې مورال تر اغېز لاندې راوستی چې په پام کې ده ملي اردو د امنيت د ساتلو مسؤوليت پر خپله غاړه واخلي.

په افغانستان امريکايي لوړپوړي قوماندان، جنرال ديويد پيترياس ويلي، په روانه اوونۍ کې د ناتو پوځونو طالبان په شا تمبولي چې په پام کې وه د لاسه د وتلو سيمو د بيا نيولو لپاره پسرلني او دوبني بريدونه ترسره کړي. 

هغه وويل: «موږ ويلي و، ياغيان به په روان کال کې د هغو سيمو د تر لاسه کولو لپاره جګړه وکړي، چې له  لاسه يې ورکړي دي.»

د متحده ايالتونو د اردو يو لوړپوړی چارواکي، د ستر درستيزانو د کمېټې مشر، ادميرال مايک مولن په دې وروستيو کې په يوې مرکې کې وويل، «سږکال به په افغانستان کې يو تر ټولو سخت کال وي.» ولسمشر حامد کرزي هم انديښنه په ډاګه کړې وه چې   ۲۰۱۱ کال به په ځانګړي ډول خونړی کال وي.

د اسامه بن لادن مړينې نور ډار هم رامنځته کړ چې ياغيان به دې ته اړ شي  زيات بريدونه سرته ورسوي.

طالبانو په خپل وار د يو نوي بريد د تر سره کولو په اړه خپل پلان په داګه کړی دی. د هغوی په نوو عملياتو کې د اپريل په پنځه ويشتمه نېټه د کندهار له بند څخه د څه دپاسه پنځو سوو بنديانو تېښته، د نورستان په ولايت کې د پوليسو په پوستو ډله ييز بريد او د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولايت پر يوه کلي بريد و، چې استوګن يې د پوليسو له ليکو سره يوځای شوي وو.

د ناتو تر مشرۍ لاندې نړيوال سوله ساتی پوځ (ايساف) هم بريدونه کوي. د ايساف وياند، جنرال جوزف بلتس وويل، د هغوی پوځونه د ياغيانو پر مرکزونو باندې خپلو بريدونو ته دوام ورکوي او سويل ته پراته په هلمند او کندهار کې د طالبانو اکمالاتی لارې تر بريدونو لاندې نيسي.

د حکومت د رسنيو د دفتر مشر، حکيم عاشور وويل، د هغه په اند په دې وروستيو کې په ۲۰۱۴  کال کې د يو شمېر سرتيرو پر وتلو سربيره د اوږدې مودې لپاره د متحده ايالتونو د يو شمېر پوځونو پاتې کيدو پر سر خبرو «ياغيان دې ته هڅولي چې په بريدونو کې سختوالی راولي.»

هغه وويل د ياغيانو د بريدونو د سختوالي ستر لامل دادی چې حکومت د پخلاينې هڅې ګړندۍ کړي

هغه وويل: «د تاوتريخوالي زياتيدل د سولې د بهير د ودرولو په موخه د طالبانو اراده څرګندوي.»

د پلازمينې کابل اوسيدونکي وايي ډاريږی چې ډېر ژر به تاوتريخوالی د هغوی ښار ته راورسيږي.

د کابل په نوي ښار کې د کاپيټال - اين د هوټل خاوند، محمد فاروق وويل، د بريدونو د ډار له امله يې د هوټل ودانۍ بل چا ته په کرايه ورکړې او خپل زوی يې بهر ته ليږلی دی. 

فاروق وويل، هغه په  ۲۰۱۰  کال کې خپل هوټل ته څېرمه  څو بريدونه په خپلو سترګو ليدلي. هغه کال لا د هغومره خطرناک کال په توګه هم معرفي شوی نه و. 

هغه وويل: «خدای پوهيږي دا کال به  خلکو ته څومره خطرناک وي، چې لا له مخه يې يادونه کوي.»

د شهلا په نامه يوې مېرمنې وويل، کله چې يې ۲۱ کلن زوی، خسرو د سختو بريدونو خبره اورېدلې، نو پتېلې يې ده چې له افغانستانه ووځي. 

هغې وويل: «له هغې ورځې څخه چې زما زوی د خونړيو بريدونو خبر اورېدلی دی، ډېر انديښمن دی. پتېلې يې ده چې په ناقانونه  توګه له هېواده ووځي.»

شهلا په داسې حال کې چې خپل پنځه مياشتنی زوی يې په غېږ کې ښورولو، وويل: «هغه وويل بهر ملک ته به ولاړ شي او زموږ د تګ لپاره به هم لاره هواره کړي.»، خو اوس نه پوهيږي چې هغه چېرته دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال وايي، د تازه جګړو  ډار اقتصاد اغېزمن کړی دی.

د نوموړې خونې مرستيال، خان جان الکوزي وويل، سوداګرو د خپلو پانګو په ايستلو پيل کړی او عربي متحده اماراتو، روسيې، چين، پاکستان اود مرکزي اسيا هېوادونو ته يې لېږدوي.

هغه ګوته وڅنډله: «که چېرته وضعه همداسې دوام وکړي او د خونړيو جګړو د کال او مرګ ژوبلې خبرونه مو غوږونو ته رارسيږي، ښايي پنځوس سلنه سوداګر خپلې پانګې بهر ولېږدوي.»

يو شمېر ماهرين وايي د امنيتی وضعې د خرابيدو خبرونه ناوړه اغېز لری، ځکه کېدای شی د افغان وسله والو ځواکونو روحيه په داسې حال کې کمزورې کړي، چې د نړيوالو پوځونو له وتلو دمخه د ناتو له سرتېروڅخه د امنيت د ساتلو مسوؤوليت په غاړه واخلي. 

د دفاعي چارو ماهر او د پارلمان پخواني غړي، نورالحق علومی وويل، داسې څرګندونې لکه پيترياس، مولين يا نور يې چې کوي  يوازې د ياغيانو له پياوړتيا سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې د افغان اردو مورال ته زيان رسوي.

هغه وويل: «د افغان امنيتي پوځونو مورال کمزوری شوی. هغوی له خونړي کال څخه ډاريږي چې چارواکي يې ياودونه کوي.»

يو شمېر نور وايي، د متحده ايالتونو له خوا خپاره شوي اخطارونه ددې څرګندونه کوي چې  واشنګټن نيت نه لري خپل ټول ځواکونه په ورکړل شوې نېټې بهر کړي.

د داد نوراني په نامه  يو شنونکی امنيتي اخطارونه مازې «يو پروپاګند بولي»  او وايي دا بريدونه  ددې لپاره سرته رسيږي، چې د متحده ايالتونو د دايمی پوځي مرکزونو شتون ته غاړه کښيږدي.   د کابل پوهنتون محصل، جمشېد وويل، هغه ته سخته ده، ومني چې درې سوه زره افغان او څه دپاسه      ۱۵۰۰۰۰  بهرني سرتيري دې و نشي کړای د لسو کلونو په بهير کې ياغيانو ته ماتې ورکړي. 

هغه وويل، هغه دې پايلې ته رسيدلی چې متحده ايالتونه، نه غواړي له افغانستان څخه ووځي.  «امريکايان غواړي پخپله دا کال خونړی او له تاوتريخوالي ډک وښيي.»

Pakistan, Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists