د ځوانانو مناظره: ښځې بايد د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره هرو مرو رايه ورکړي

د ځوانانو مناظره: ښځې بايد د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره هرو مرو رايه ورکړي

په افغانستان کې د سيد تاج محمد ليکنه

د کندهار پوهنتون د يوې مشرې استادې، معصومې مرادي په وينا په افغانستان کې به پر ښځو تر هغه پورې د خپلو نارينه سياستوالو له خوا سترگې پټيږي، ترڅو يې د رايې د ورکولو حق نه وي ترلاسه کړی.

مرادي د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې نجونو محصلانو ته وويل، چې هره يوه يې د اپرېل د پنځمې نیټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې شخصا د راېې ورکولو دنده لري.

هغې وويل، په مخکې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره يوازنی لاره د ښځينه وو په رايه ورکولو د رښتينې بدلون راوستل دي.

مرادي وويل: "دا ښځې دي چې د هېواد ماشومان لويوي. ښځې د افغاني ټولنې نيمايي برخه ده. که چېرته ښځې د ټاکنو په ورځ گډون ونه کړي، نو پر حقونو به مو نورې هم سترگې پټې شي او په ټولنه کې به له زرگونو ستونزو سره لاس او گرېوان شو. موږ بايد په سياسي ډگر کې فعال واوسو او له خپلو حقونو څخه کار واخلو."

د آی ډبليو پي آر مناظره د فبرورۍ په دولسمه د کندهار د عصري مطالعاتو په انستيتوت کې جوړه شوې وه. د خبرو اترو په بهير کې گڼ شمېر محصلانو له فرصت څخه په گټې اخيستنې له ويناوالو څخه د ښځو او سياست په اړه پوښتنې وکړې. 

د نازيې په نامه يوې محصلې پوښتننه وکړه، گڼ شمېر نارينه گان خپلې مېرمنې او لوڼې نه پرېږدي چې د رايو ورکولو مرکزونو ته لاړې شي. بلقيس پوښتل، ولې د ولسشمرۍ لپاره کومه ښځينه نومانده نشته.

د کندهار د سولې د عالي شورا استازي، محمد عمر ساطع، چې له مخالفو ډلو سره د خبرو اترو دنده لري، وويل: "زموږ دموکراسي لا تر اوسه پخوالي ته نه ده رسېدلې او دا، يوه امنيتي موضوع ده. اساسي قانون ښځو ته حق ورکړی د ولسمشرۍ لپاره ځانونه ونوموي او د هېواد چارې پر مخ يوسي."

د کندهار د عصري مطالعاتو د انستيتوت (KIMS) مشر، احسان الله احسان وويل، ډېره لاره لا په مخ کې پرته ده، ترڅو له ښځو سره د نارينه گانو په څېر چلن وشي.

هغه وويل: "موږ د ټول افغانستان په کچه [له رايې ورکولو څخه د ښځو بې برخېتوب] دا ستونزه لرو. د نړيوالې ټولنې او ديني عالمانو په گډه مرسته موږ بايد زيار وباسو چې د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړو او د هغې په وړاندې مبارزه وکړو. خلک بايد پر دې وپوهيږي چې په يوې ټولنې کې د ښځو رول ډېر مهم دی."

د کندهار د عصري مطالعاتو د انستيتوت يوې محصلې، فرېدې له ويناوالو وپوښتل، ولسمرۍ ته د يوولسو نارينه نوماندانو په لړ کې يې کوم يو د ښځو د حقونو د ملاتړ مخينه لري.

د ولايتي شورا يوې نوماندې، سرينا فيضي وويل، دا د هر رايه ورکوونکي دنده ده چې "د هر نوماند مخکينو اجرااتو ته وگوري او دا چې کوم يې کولای شي بدلون راولي."

"د خپلو کتنو او تحليل له مخې بايد هغه نوماند ته رايه ورکړئ چې د دې هېواد د راتلونکي لپاره څه کولای شي."

ساطع زياته کړه: "د دموکراسۍ معنا د خلکو له خوا پر خلکو حکومت دی. دا کار يوازې په نارينه گانو پورې تړلی نه دی. که چېرته موږ غواړو رښتينې دموکراسي راوړو، نو ښه لاره يې ټاکنې دي. که چېرته ښځې [په ټاکنو کې] برخه وانخلي، نو زما په اند به رايې قانوني بڼه ونه لري."

سيد تاج محمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

 

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.


 


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists