د ځوانانو مناظره: پکتيا دويم پړاو ټاکنو ته چمتو ده

د ځوانانو مناظره: پکتيا دويم پړاو ټاکنو ته چمتو ده

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

د افغانستان په سويل ختيځ ولايت، پکتيا کې امنيتي چارواکو او قومي مشرانو رايه ورکوونکو ته وويل، چې چارواکي د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو ته بشپړ چمتووالی لري.

د حاجي خواني په نامه يوه قومي مشر وويل، کليوال د جون د مياشتې ټاکنو ته سترگې په لار دي. خلک په هماغه کچه، چې په لومړي پړاو کې لېوال وو، د دويم پړاو په ټاکنو کې گډون کولو ته هم لېوال دي.

نوموړي د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړې شوې مناظرې کې له سلو تنو څخه زياتو گډون کوونکو ته د وينا پر مهال وويل، اوس چې د نوماندانو شمېر له نهو تنو څخه دوو ته راټيټ شوی او عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی پکې سيالي کوي، رايه ورکوونکي کولای شي د هغوی د بېلابېلو تگلارو تر منځ په توپير وپوهيږي.

هغه گوته وڅنډله چې د ټاکنو د خپلواک کميسون او د افغان ملي اردو دندې تر اوسه سرته نه دي رسيدلي او يو شمېر لوژستيکې او امنيتي موضوعگانې لا ناحله پاتې دي.

نوموړي د مناظرې برخوالو ته وويل: "امنيتي ځواکونو وکړای شول په لومړي پړاو کې ښه امنيت ونيسي. دا پلا هوا توده ده او امنيتي ستونزې [د طالبانو پسرلنيو عملياتو ته پام] هم زياتې شوې دي."

"بله موضوع د ټاکنو په خپلواک کميسون پورې اړه لري. ما د ټاکنو په ورځ د رايو گڼ شمېر مرکزونه وليدل، چې لا د سهار تر لسو بجو پورې پکې رايې ورکول نه وو پيل شوي. موږ د ټاکنو له خپلواک کميسون څخه غواړو دا ستونزه په پام کې ونيسي."

د افغانستان په لومړي پړاو ټاکنو کې يو شمېر سياسي شنونکو وړاندوينه کړې وه چې د جون په ١٤ به د دويم پړاو ټاکنو کې د دوه مياشتني ځنډ له امله د رايه ورکونکو گډون ډېر لږ وي.

شنونکي وايي څنگه چې د ولايتي شوارگانو ټاکنې له ولسمشريزو تاکنو سره په يوه ورځ سرته ورسېدې، له دې امله د رايه ورکوونکو شمېر زيات وو. اوس چې ولايتي شوراگانو ټاکنې سرته رسېدلي، هغه افغانان چې انگيرل يي له ملي سياست څخه لرې پاتې شوې، د دويم پړاو په ټاکنو له گډون سره لږه مينه لري.

د آی ډبليو پي آر مناظره د می په ٢٥ په پکتيا پوهنتون کې جوړه شوې وه. په ويناوالو کې د هغه ولايت دعدليې رئيس، گل محمد، د ټاکنو د خپلواک کميسون د ولايتي څانگې مشر، محمد بشير بهرام او د ټاکنو د خپلواک کميسون د ولايتي څانگې د عامه پوهاوي مسؤول، شېرعلي فيضي گډون درلود.

فيضي دا خبره رد کړه چې گوندې په دويم پړاو کې به د گډون کوونکو شمېر لږ وي. هغه يادونه وکړه، د ټاکنو خپلواک کميسون په پام کې لري چې د اوږدو ليکو د لنډولو په موخه د رايه ورکولو په  لسگونه نوي مرکزونه جوړ کړي. د رايې ورکولو زيات شمېر پاڼې چاپ شوي چې څوک له رايې ورکولو څخه بې برخې نشي. 

هغه وويل: "په مخکنيو ټاکنو کې رايپاڼې لږې شوې وې. خو اوس مو ورته د حل لاره موندلې ده. موږ [د اپرېل په پنځمه په پکتيا کې] د رايې ورکولو ټول ٦١٨ مرکزونه درلودل، خو دا پلا به يې اوو سوو ته ورسوو."

هغه دا ومنله چې د رايې ورکولو مرکزونو ته له ننوتو د مخه د لټون په موخه د پوره ښځينه امنيتي کارکوونکو گومارل ستونزمنه خبره ده. هغه وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون ددې ستونزې د هوارۍ لپاره له نورو موسسو سره په همغږۍ بوخت دی.  

گل محمد د مناظرې برخوالو ته وويل: "په پوره ډاډ ويلای شم چې د لومړي پړاو ټاکنې زموږ [امنيتي پوځونو] ته يو ازمېښت و چې په بري سره سرته ورسېدې. د پکتيا خلک په ډېر وياړ زموږ تر څنگ ودرېدل."

عبدالرقيب نوري د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists