د ځوانانو مناظره: په پکتیا کې د درغلۍ او امنيت ډار

د ځوانانو مناظره: په پکتیا کې د درغلۍ او امنيت ډار

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

د پکتيا ولايت ځوانان وايي، د دې ولايت د ټاکنو کارکوونکو ته لا تر اوسه ډېره لاره په مخکې پرته ده چې د امنيت، فساد او د رايې ورکولو د کارتونو د وېش ستونزې هوارې کړي. 

د اپرېل د مياشتې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو په اړه اندېښنې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې مناظرې کې رامنځته شوې چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه پکې د هغه ولايت د پوهنتون څه دپاسه سلو تنو گډون کړی و.

د پکتيا [پوهنتون] د ادبياتو يو محصل، حميدالله افغان وويل، د هغه په اند د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون (د ټاکنو کميسون) له خوا پر نيمگړي چمتووالي سربېره د ياغيانو له خوا د تاوتريخوالي او گډوډۍ گواښونه به د رايو اچولو مرکزونو ته د زياترو رايه ورکوونکو مخه ډب کړي.

نوموړي وويل، ښايي مخالفين د ټاکنې په ورځ عمومي لارې او سړکونه بند کړي او آن خلک به له خپلو کورونو څخه وتلو ته پرې نږدي.

افغان، د ټاکنو پر چارواکو، پاکستان پولې ته څېرمه د جاني خېلو د ولسوالۍ خلکو ته د رايو د ورکولو د کارتونو د نه وېشلو پړه واچوله. په دې معنا چې که خلک د رايو ورکولو مرکزونو ته لاړ هم شي، نو د رايو ورکولو اجازه به ونه لري. 

هغه وويل: "د ټاکنو کميسون د رايې ورکولو وړ کسانو ته د رايې ورکولو د کارتونو د وېشلو لپاره گرځنده ډلې جوړې کړي دي. دا ډلې د ولسواليو په مرکزونو کې اوسيږي او کلو او بانډو ته نه ځي. يوازې د گوتو په شمار خلکو د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي."

په پکتيا کې د ټاکنو د کميسون د عمومي خبرتيا د پروگرام مسؤول، شېرعلي فيضي د دې کار پړه پر رايه وورکوونکو اچوي.

هغه وويل: "تگلاره داسې ده چې ځايي خلک بايد زموږ له گرځنده ډلو څخه فورمه وغواړي. موږ سيمې ته د خپلې ډلې له لېږلو دمخه دا غوښتنليک امنيتي چارواکو ته ورکوو. څنگه چې له گرځنده ډلو څخه چا دا فورمه نه ده غوښتې، نو په دې کې زموږ گناه نشته. که خلک وغواړي چې په ټاکنو کې د گډونه په موخه کارتونه واخلي، نو کولای شي په گردېز کې [زموږ] مرکز ته راشي او کارتونه ترلاسه کړي."

د پکتيا د ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې مشر، نيازالله اصيل ځاځي د مناظرې برخوالو ته د خپلې اندېښنې په اړه وويل چې د فساد شتون او د شفافيت نشتوالی به د ټاکنو پايلې تر سيورې لاندې راولي. هغه ادعا وکړه گڼ شمېر حکومتي لوړ پوړو چارواکو خپلې څوکۍ د "چل ول"له لارې ترلاسه کړي. هغوی آزدې او عادلانه ټاکنې خپل واک ته گواښ بولي. 

ځاځي وويل: "يو شمېر افراد شته چې له شفافو ټاکنو څخه ډاريږي. دا هغه خلک دي چې د پخوانيو درغلو ټاکنو له لارې واک ته رسيدلي دي."

د ژبې څانگې محصل، حميدجان احساس وويل، په پکتيا کې به خلک پر لويديځ د بې باورۍ له امله د رايو ورکولو مرکزونو ته حاضر نشي.

نوموړي غونډې ته وويل: "يو شمېر خلک له نړيوالې ټولنې سره ستونزې لري. سره له دې چې دا خلک د رايې ورکولو فرصت لري، خو دا کار نه کوي. هغوی په دې باور دي چې راتلونکی ولسمشر به د نړيوالې ټولنې په اراده وټاکل شي او د هغوی رايې به کوم ارزښت ونه لري."

عبدالرقيب نوري د پکيتا پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists