د ځوانانو مناظره: په دويم پړاو ټاکنو کې د ونډې اخيستلو غوښتنه

د ځوانانو مناظره: په دويم پړاو ټاکنو کې د ونډې اخيستلو غوښتنه

په افغانستان کې د عنايت الله عمري ليکنه

ژورنالستانو او د کلو مشرانو د کابل ولايت په شکردرې ولسوالۍ کې ځايي زده کوونکو ته وويل چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ولسوالۍ د شورا مرستيال، محمد احسان او د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې مشر، حفيظ الله بارکزي دواړو په لومړي پړاو کې د درغليو خبره ومنله، خو ټينگار يې وکړ چې رايه ورکوونکي بايد د هغې له امله مخ وانه اړوي.

د آی ډبليو پي آر له خوا يوې رابلل شوې غونډې ته د وينا په حال کې، احسان د هغه چا زړورتيا وستايله  چې د طالبانو پر گواښونو او تاوتريخوالي يې سترگې پټې کړي او د اپرېل په پنځمه نېټه يې خپلې رايې وکارولې. 

هغه وويل، هيله من دی، افغانان دا ومني چې د درغليو مخنيوی ناشونې خبره ده او زياته يې کړه بايد هغوی وپوهيږي چې د ټاکنيز بهير برياليتوب د هغوی په گډون پورې اړه لري.

هغه د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: "بې له شکه د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ټاکلو ډلو او افرادو له خوا درغلۍ او لاسوهنې يو شمېر خلک له ټاکنو څخه خپه کړل. خلکو هيله درلوده، خو له بده مرغه نهيلي شول." 

هغه وويل: "د لومړي پړاو له نيمگړتياوو سره سره هيله من يم خلک به د جون د مياشتې د ١٤ نېټې په ټاکنو کې په ورته لېوالتيا برخه واخلي."

د آی ډبليو پي آر مناظره چې د می د مياشتې په ١٥ نېټه جوړه شوې وه، پر دې موضوع يې خبرې وکړې چې د شکردرې اوسيدونکو تراوسه د ټاکنو په اړه څه نظر درلود. 

بارکزي وويل، له دې ډاريږي چې ښايي د ټاکنو په دويم پړاو کې لږ شمېر خلک برخه واخلي، خو پر دې اړتيا يې ټينگار وکړ چې "خپل تاريخي مسؤوليت سرته ورسوي."  

هغه وويل: "خلکو ته په کار ده چې د درغليو د مخنيوي په خاطر پخپله د ټاکنو بهير وڅاري."نوموړي زياته کړه، رايه ورکوونکي دنده لري چې قومي تړاو په پام کې ونه نيسي او هغه نوماند ته رايه ورکړي چې د هغوی په اند د افغانستان گټې په ښه ډول خوندې کولای شي.

د شکردرې ولسوالۍ يو مشر، محب الله قريشي د هغو ادعاگانو په اړه له ويناوالو وپوښتل چې د ټاکنو د خپلواک کميسون يو شمېر کارکوونکو په درغليو کې لاس درلود.

هغه وويل، داسې گونگوسې خپرې شوې چې يو لړ درغلۍ شوې وې او پر کميسون يې غږ وکړ، چې دا  موضوع وڅيړي.

بارکزي ځواب ورکړ او ويې ويل، په لومړي پړاو کې يو زيات شمېر کارکوونکي د هغوی د سياسي تړاوونو له مخې ټاکل شوي وو. هغه دا ادعا هم وکړه چې هغوی په سم ډول نه وو روزل شوي.

هغه وويل: "کميسون بايد دا سرغړوونکې لويې څارنوالۍ ته وروپېژني، تر څو دا کار يې د نورو د  عبرت لامل شي."نوموړي زياته کړه، باور لري چې چارواکي به دا ستونزه هواره کړي. 

د شکردرې مرستيال ولسوال، وزيرگل انيس زياته کړه، "د لومړي پړاو له ټولو ستونزو سره سره د شکردرې ولسوالۍ خلک چمتو دی چې په دويم پړاو کې بيا رايه ورکړي."

نوموړي زياته کړه: "زه غوښتنه کوم چې دا ځل دې د ټاکنو خپلواک کميسون د شفافيت موضوع ته ډېره جدي پاملرنه وکړي. هغوی دې زموږ د رايو درناوی وکړي."

عنايت الله عمري د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.  


 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists