د ځوانانو مناظره: ټاکنو په فکر کې څرگند بدلون په نښه کړ

د ځوانانو مناظره: ټاکنو په فکر کې څرگند بدلون په نښه کړ

په افغانستان کې د عبدالولي پېژند ليکنه

د افغانستان په سويلي ولايت، هلمند کې د ټاکنو کارکوونکو او د مدني ټولنې غړو باور څرگند کړ چې افغنستان ازادې او دموکراتيکې ټولنې ته زيات ژمن دی.

د هلمند ولايت مرکز، لښکرگاه کې د می د مياشتې په ١٨ نېټه د آی ډبليو پي آر د مناظرې برخوالو ته د خبرو پر مهال د بشري حقونو فعال، محمد اسمعيل شريعتيار وويل، د هغه په اند د ښوونيزې کچې د  لوړوالي له امله اوس د عادلانه سياسي بهير پر اړتيا د منځنۍ کچې د يوه شخص پوهه زياته کړې ده.

شريعتيار روان ټاکنيز بهير ته د يوه ثبوت په توگه گوته ونيوله چې اوس خلک په څرگند ډول د يوه مشروع او حساب ورکوونکي حکومت پلوي کوي.

هغه يوې ټاکلې پېښې ته گوته ونيوله چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې يې په خپلو سترگو ليدلې وه او ويې ليدل چې هېواد يې يو سم لوري ته درومي.

هغه وويل: "ما د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو په يوه مرکز کې وليدل چې د ولايتي شورا يوه نوماند له خپلې سيمې څخه ځانته د رايې اچولو په خاطر په يوې لويې لارۍ کې ١٥٠ تنه له ځان سره راوستي وو. خو کله چې رايې وشمارل شوې، نوموړي نوماند په هغه مرکز کې يوازې دېرش رايې وړې وې."

هغه زياته کړه: "دې کار څرگنده کړه چې خلک اوس پرېکړه پخپله کوي. هغوی هيڅوک نشي تېر ايستلای."

په هلمند پوهنتون کې د جوړې شوې مناظرې په بهير کې گډون کوونکو محصلانو له ويناوالو له درغلۍ او  فساد څخه تر امنيت او قومي تاوتريخوالي په څېر موضوعگانو په اړه پوښتنې وکړې. 

د ټاکنو د خپلواک کميسون سيمه ييزو وياند، شفيع الله ساپي وويل، د هغه په اند کميسون د ولسمشرۍ لپاره دويم پړاو ټاکنو ته پوره چمتووالی لري چې د جون د مياشتې په ١٤ نېټه سرته رسيږي.

هغه گډون کوونکو ته وويل، د درغليو د مخنيوي لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو گټه اخيستل شوې او د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي دوو نوماندانو فعاليتونه به له نژدې وڅارل شي، ترڅو د دې ډاډ تر لاسهشي  چې د ټاکنو قانون ته درناوی شوی دی. 

هغه وويل: "موږ٩٩ سلنه ډاډمن يو چې په دويم پړاو ټاکنو کې به، په ځانگړي ډول په هلمند کې درغلۍ ونشي."

د هلمند ولايت د امنيې د قوماندانۍ مرستيال، محمد ويس صميمي ومنله او ټينگار يې وکړ چې هيچاته به د ټاکنيز بهير د گډوډولو اجازه ورنه کړل شي. 

هغه دمناظرېگډونوالو ته  وويل: "زموږ پوليس اوس ښه روزل شوي دي. هغوی اوس د ولس په وړاندې خپل مسؤوليت پېژني او په دې هم پوهيږي چې له رايه ورکوونکو سره څه راز چلن وکړي. زموږ موخه د ټاکنو پر مهال د ښه امنيت تامينول دي. موږ پر خپلو ژمنو ولاړ يو."

د باختر خبر رسولو اژانس سيمه ييز مشر، قدوس خان پر گډون کوونکو غږ وکړ، ويې ويل، دا به له واقيت لرې وي چې ادعا وشي ټاکنې په بشپړ ډول له درغليو پاکې دي. 

هغه وويل: "ناشونې ده چې وويل شي درغلۍ سرته نه رسيږي. په نړۍ کې داسې يو هېواد نشته چې په ټاکنو کې پکې درغلۍ ونشي. موږ بايد زيار وکاږو چې د درغلۍ کچه ټيټه کړو."

عبدالولي پېژند د هلمند پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists