د ځوانانو مناظره: ولس د رنځ او کړاو پای ته رسېدل غواړي

د ځوانانو مناظره: ولس د رنځ او کړاو پای ته رسېدل غواړي

په افغانستان کې د نثار احمد ليکنه

د سويلي ولايت، کندهار يوه سياسي شنونکي د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې وويل، افغانانو پوره "غم"گاللی او اوس د رايو ورکولو د بکسونو له لارې سوله غواړي.

د می د مياشتې په ١٢ نېټه په يوې غونډې کې له سلو څخه زياتو محصلان ته محمد عمر ساتي وويل، ټاکنو ولس ته د خوشبينۍ نوی احساس ورکړی دی. د ولايتي شوراگانو او ولسمشرۍ ټاکنې د اپرېل په پنځمه نېټه سرته ورسېدې. د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته لاړې او د جون د مياشتې په ١٤ په ترسره شي.

ساتي محصلانو ته وويل، په تېرو ټاکنو کې د افغان امنيتي پوځونو زړورتيا او مسلکيت رايه ورکوونکو ته الهام ورکړ چې د طالبانو د گواښونو په وړاندې ودريږي او په پراخه شمېر په ټاکنو کې گډون وکړي. هغه وويل، په ټاکنو کې د اوو مليونو تنو گډون نړۍ ته څرگنده کړه چې جگړه ځپلی هېواد تاوتريخوالی نه، بلکې ټيکاو او روغه جوړه غواړي.

ساتي وويل: "د افغانانو ستره هيله داده چې [د جگړو] له تېرو دېرشو کلونو څخه راپاتې سياسي، ټولنيز او اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کيښودل شي. افغانان نور غم او کړاو نشي زغملای او غواړي په سوله کې ژوند وکړي."

هغه وړاندې وويل: "[د اپرېل په پنځمه نېټه] د ښه امنيت له امله موږ وکړای شول رايې ورکړو او نړۍ ته وښيو چې افغانان تر دې وروسته نور د ټوپک خلک نه دي. موږ غواړو خپلې هيلې د ټاکنو له لارې سرته ورسوو."

د آی ډبپليو پي آر مناظره په کندهار پوهنتون کې جوړه شوې وه او د ملي راديو تلويزيون سيمه ييز رئيس، نورالله نوري يې ويناوال و.

د ژورناليزم يوه محصل، بصير احمد له نوري وپوښتل چې ايا د هغه په اند به افغانان په لومړي پړاو ټاکنو کې د ادعاشوو درغليو له امله په دويم پړاو ټاکنو کې ونډې اخيستلو ته زړه ښه کړي.

نوري وويل: "ټاکنيز بهير په افغانستان کې تنکی دی. آن په پرمختللو هېوادونو کې درغلۍ کيږي. حکومت ژمنه کړې چې دويم پړاو به له فساد پاک وي او د ښه امنيت له امله يې د خلکو باور تر لاسه کړی دی."

هغه وويل: "افغانان بايد له خپلې پرېکړې وانه اوړي. هغوی بايد يو وار بيا خپله رايه وکاروي."

نثار احمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists