د ځوانانو مناظره: ولس بايد هرو مرو بدلون ته رايه ورکړي

د ځوانانو مناظره: ولس بايد هرو مرو بدلون ته رايه ورکړي

په افغانستان کې د محمد عادل ليکنه

د افغانستان د سويل ختيځ ولايت، خوست د يوه خصوصي ښوونځي خاوند پر خپلو زده کوونکو ټينگار وکړ چې د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو ټاکنو ملاتړ او د هېواد د راتلونکي په ټينگښت کې مرسته وکړي.

خليل ځدراڼ  زده کوونکو ته وويل، د جون په ١٤ په دويم پړاو ټاکنو کې نه گډون دموکراسۍ ته د شا اړولو او "د پرمختگ له دښمنانو سره"د مرستې کولو معنا لري. د امان الله خان په لېسې کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د وينا پرمهال هغه وويل، بريالۍ ټاکنۍ د سولې، پرمختگ او سوکالۍ لپاره ډېرې اړينې دي. 

هغه ټينگار وکړ: "که چېرته افغانان له دې بهير څخه پښې وباسي، بيا به هيڅ حق ونه لرو چې په راتلونکې کې له ستونزو څخه شکايت وکړو."

ځدراڼ زياته کړه: "که ټاکنې له ستونزو پرته په شفاف ډول سرته ورسيږي، سولې ته به لار هواره شي او د پرمختگ دښمنان به ماتې وخوري. که خدای مه کړه، ټاکنې له ستونزو سره مخامخ شي، نو هغه به د افغانانو غلطي نه، بلکې د نړيوالې ټولنې غلطي وي، ځکه دلته يې په تېرو ١٣ کلونو کې د دموکراسۍ په نامه ډېرې زياتې پېسې ولگولې."

د آی ډبليو پي آر مناظره د می د مياشتې په ٢٨ نېټه جوړه شوې وه او پر داسې لارو چارو يې غور وکړ، چې په دويم پړاو کې د خلکو د پرله پسې گډون د ډاډمنولو لپاره ورته اړتيا ليدل کيږي.

يو شمېر زده کوونکو د ټاکنو د خپلواک کميسون پر چارواکو غږ وکړ، هغه کارکوونکي دې له دندې گوښه کړي چې په ټاکنيزو درغليو کې يې لاس درلود.

يو شمېر نورو گوته وڅنډله او ويې ويل، نوماندانو ته بايد د قومي تړاوونو له مخې رايه ور نه کړل شي. هغوی وويل، که ټول افغانان لاسونه سره ورکړي، نو هېواد به پياوړی شي.

د مناظرې يوه برخه وال، عبدالمنان د جون د مياشتې په ١٤ له دويم پړاو ټاکنو دمخه د خلکو د معلوماتو د کچې پر لوړلو ټينگار وکړ. هغه وويل، په ځينو ولسواليو کې د کلو اوسيدونکي په دې خبر نه دي چې ټاکنې دويم پړاو ته تللي دي.

له دې خبرې سره يو زده کوونکی، عزيز احمد موافق و. هغه د نوماندانو د کمپاين پر غړو تور پورې کړ چې رايې د قومي تړاوونو له مخې سره ووېشي.

هغه وويل: "نوماندان بايد قوميت او اسلام د رايه ورکوونکو د جلبولو په موخه ونه کاروي. هغوی بايد د خپلو تگلارو او پاليسيو پر بنسټ د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي. باور لرم هغه خلک چې قوميت د رايه ورکوونکو د جلبولو لاره گڼي، يوازې پر خپلې ناپوهۍ اعتراف کوي."

محمد عادل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists