د ځوانانو مناظره: هېواد ځوان مشران غواړي

د ځوانانو مناظره: هېواد ځوان مشران غواړي

په افغانستان کې د سيد تاج محمد ليکنه

د آی ډبليو پي آر په مناظرې کې واورېدل شول، د افغانستان سياسي مشران د هېواد د مرکز او ولايتي ادارو په يو شمېر لوړو څوکيو کې د لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو په گومارلو کې زړه نا زړه دي. له دې امله هغوی له ځانه پردي کوي.

د ټولنيزو چارو يوه شنونکي، صاحبزاده نالان وويل، پر ځوانانو باندې، سره له دې چې ښې زده کړې او تجربې هم لري، د عمر د تبعيض د کلتور له مخې د زاړه عمر خاوندانو ته لومړيتوب ورکول د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي.  

نالان په سويلي ولايت کندهار کې په يوې جوړې شوې غونډې کې گډون کوونکو محصلانو ته وويل، د ځوانانو په وړاندې منفي چلن ته بايد د پای ټکی کېښودل شي. 

هغه وويل، دا خبره ډېرې ستونزې زيږوي، چې له دېرشو کلونو څخه د ټيټ عمر لرونکو افرادو په پرتله د زاړه عمر لرونکي افراد حکومتي څوکيو ته ډېر غوره دي. 

نالان وويل: "په ولايتي شوراگانو او نورو حکومتي او ناحکومتي موسسو کې د ځوانانو د رول زياتېدل په اوږده موده کې ډېرې هيلې رامنځته کوي. ځوانانو ته د واک سپارل او د هغوی پوهې ته درناوی د پرمختگ لامل کيږي. که چېرته افغان ځوانان له لوړو دندو څخه بهر پاتې شي، نو د گډوډۍ، فساد، بېروزگارۍ او بېوزلۍ لامل به شي."

"هر هغه چاته ښايي مسؤوليت وسپارل شي، چې زموږ له ټولنې سره مرسته کولای شي. دا ناسمه خبره ده، وويل شي، چې ځوانان تجربه نه لري او د کار جوگه نه دي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د می د مياشتې په ١٣ نېټه په کندهار پوهنتون کې د شاوخوا ٦٠ تنو محصلانو په گډون جوړه شوې وه. د ولايتي شورا ځوان نوماند، گل احمد کمين وويل، هغه له نالان سره يوه خوله دی او له وزيرانو او ځايي مشرانو يې وغوښتل چې په دې اړه پر خپل فکر يو ځل بيا غور وکړي.  

هغه وويل، ځوان افغانان د هېواد په وروستيو کلونو کې په هر ډگر کې ازماييل شوي او په سياست، ښوونې - روزنې او ساينس کې يې خپله وړتيا څرگنده کړې ده.

هغه د اپرېل د مياشتې د پنځمې نېټې ټاکنو[ولايتي شوراگانو] ته په گوتې نيولو، چې پايلې يې لا تر اوسه څرگندې نه دي، وويل: "ډاډمن يم چې ولس به دا پلا ځوان چارواکي وټاکي."

"زه ډاډ من يم چې ولايتي شورا ته به لار پيدا کړم. ولس ته ډاډ ورکوم چې خپل مسؤوليت به د هغوی او د خدای په وړاندې په صداقت سرته ورسوم."

سيد تاج محمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists